اقتصاد

د خېبر پښتونخواه ځوانان د ویروس د لاک ډاون په دوران کې د فريلانس کار موندلو لپاره ډیجیټل مهارتونه کاروي

د دانش يوسفزۍ لخوا

فیلمون امجد په پېښور کې د می په ۲۲ مه د يو پیرودونکي لپاره د ویب پاڼې په جوړولو باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

فیلمون امجد په پېښور کې د می په ۲۲ مه د يو پیرودونکي لپاره د ویب پاڼې په جوړولو باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کورونا ویروس لاک ډاون له امله بیکاري زیاته شوې، په خېبر پښتونخواه کې ځوانان هغه ډيجيټل مهارتونه په انټرنیټ باندې د فريلانس کار موندلو لپاره کاروي کوم چې دوی په حکومتي روزنيز پروګرامونو کې ترلاسه کړي دي.

دا ډول کار او دوامداره عاید د اقتصادي ناامیدۍ په مخنیوي کې ګټور دی. وسله وال ګمارونکي د دې لپاره مشهور دي چې د دغه نااميدۍ نه ناوړه ګټه پورته کوي.

پاکستان، لکه د نورو هیوادونو په څیر، د کورونا ويروس ناروغۍ د خپریدو مخنیوي او د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره د جزوي لاک ډاون په شمول ګامونه اخیستي دي.

د ډیرو کارکونکو لپاره، دا وضعیت د عاید له لاسه ورکولو معنی لري. که څه هم، د خېبر پښتونخواه د ځینو ماهر ځوانانو لپاره، لاک ډاون یو کمزوری خنډ ثابتيږي ځکه چې دوی د فريلانسر په توګه د انټرنیټ له لارې کار مومي.

شعیب یوسفزۍ د می په ۲۳ مه په پېښور کې په خپل کمپیوټر کې د پایونير ګلوبل ګیګ - اقتصادي انډیکس راپور لولي. [دانش یوسفزۍ]

شعیب یوسفزۍ د می په ۲۳ مه په پېښور کې په خپل کمپیوټر کې د پایونير ګلوبل ګیګ - اقتصادي انډیکس راپور لولي. [دانش یوسفزۍ]

فیلمون امجد، ۲۴ کلن، چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د ګرافیک ډیزاینر او ویب ډويلپر په توګه په فريلانس ډول کار کوي، وويل، "زه ګرافیک ډیزاینر یم، او لاک ډاون زما کار نه دی متاثره کړی."

د هغه په پیرودونکو کې په متحده ایالاتو، انګلستان او کاناډا کې میشت د سافټویر نړیوال شرکتونه شامل دي. په کمپیوټر ساینس کې د بېچلر ډګرۍ بشپړولو وروسته، امجد د ډیجیټل مهارتونو په اړه په دريو میاشتو اوږد پروګرام کې برخه واخیسته، چې د خېبرپښتونخواه د معلوماتو ټیکنالوژۍ بورډ (کی پي آی ټي بي) لخوا وړاندې شوی و.

هغه وویل، دغه روزنیز پروګرام له هغه سره د هغه په مهارتونو په لوړولو کې مرسته وکړه.

هغه زياته کړه، "کی پي آی ټي بي ماته دا فرصت راکړو چې خپلې وړتیا ته وده ورکړم او په خپلواکه توګه کار پیل کړم. فريلانسنګ له فشار څخه پاک کار دی چې زه يې ځوان فارغینو ته د مسلک په توګه وړاندیز کوم." امجد په میاشت کې په اوسط ډول ۷۰۰ ډالره (۱۱۴،۳۱۰ پاکستانۍ روپۍ) ګټي.

د ګيګ اقتصاد لپاره هیڅ ډګړۍ ته اړتیا نشته

عطاء الله، چې د کالج څخه فارغ شوی، د معلوماتي ټیکنالوژۍ په سکتور کې کار کوي او په یو نوم ياديږي، له هغه وخت راهیسې د فريلانسر په توګه کار کوي کله چې د هغه دفتر د لاک ډاون له امله بند شو.

د هغه مهارتونو هغه ته وخت ورکړی چې د پیرودونکو لپاره ډير موبايل اېپس جوړ کړي او ښه عاید ترلاسه کړي.

هغه وویل، "د فريلانسنګ لپاره تاسو ته د ډګرۍ ضرورت نشته. که تاسو ليوال او محنتي يئ، نو تاسو کولی شئ چې څه زده کړه وکړئ، حتی د یوټیوب څخه هم زده کړه کولی شئ، او په خپلواکه توګه کار پيلولی شئ."

د کی پي وايي اي پي پروجيکټ منيجر شعیب یوسفزۍ وویل، د کې پي آی ټي بي دا ستر پروګرام، د خېبر پښتونخواه د ځوانانو د روزګار پروګرام (کې پي واي اي پي) هڅه کوي چې ځوانان د ډیجیټل مهارتونو سره سمبال کړي او دوی د راتلونکي کاري فرصتونو سره يو ځای کړي.

د يوسفزۍ لخوا، د کی پي واي اي پي لومړی پړاو په ۲۰۱۶ کال کې پیل شو، او دې پروګرام له ۲،۱۰۰ نه زيات فريلانسران جوړ کړي دي، چې په هغوی کې ۳۰٪ کسانو راپور ورکړی چې هغوی د ګیګ اقتصاد له لارې په کال کې د ۴۰،۰۰۰ ډالرو (۶.۵ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) عاید ترلاسه کوي.

د دې پروګرام په دوهم پړاو کې، زيات تمرکز په دې دی چې ډیجیټل مهارت لرونکی کاري ځواک رامينځته کړو، او له ۸،۵۰۰ نه زیاتو ځوانانو روزنه ترلاسه کړې ده او ۳۹٪ ځواب ورکونکو راپور ورکړی چې دوی عاید ترلاسه کول پیل کړې دي.

یوسفزۍ وویل، د عاید توليدونکو د ځوانانو په دې ډله کې تقريباََ ۴۳٪ فريلانسران دي.

هغه وويل، "د [کی پي] ځوانان د لوړې غوښتنې او پرمختللي ډیجیټل مهارتونو سمبالولو لپاره، کی پي آی ټي بي په جون ۲۰۱۹ کال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) سره ملګرتیا وکړه چې په صوبه کې ۱،۲۰۰ ځوانان وروزي." تر اوسه پورې، له ۹۰۰ څخه زیاتو ځوانانو روزنه ترلاسه کړې ده.

ځوانان ليوال ساتل

د نیوز انټرنیشنل د یوې سروې له مخې، تش په نامه د ګیګ اقتصاد د نړۍ په کچه وده کوي او پاکستان په ټولو هیوادونو کۍ څلورم ځای لري.

دغه سروې د ۲۰۱۸ کال د دویم کوارټر او د ۲۰۱۹ کال د دويم کوارټر ترمنځ په عاید کې د ودې اندازه ولګوله.

د کی پي آی ټي بي منيجنګ ډايريکټر ډاکټر شهباز خان وویل، "اوس زموږ د ځوانانو لپاره مناسب وخت دی چې نوي مهارتونه زده کړي، په ګیګ کارونو کې بوخت شي او خپل ظرفیتونه په سم لوري وکاروي."

هغه وویل، زياتره ځوانان د بشپړ وخت کار پر ځای فريلانسنګ ته ترجيح ورکوي ځکه چې دا نرمي او خپلواکي ورکوي.

په عېن حال کې، د عاید لاسته راوړلو لپاره د انټرنیټ په کارولو سره، ځوانان به کم دا احتمال ولري چې د هغه افراطيانو په لاس ورشي کوم چې غواړي چې کمزوري کسان تر خپل نفوذ لاندې راولي.

ډاکټر محمد ضياء الحق، چې په اسلام آباد کې د اسلامي څیړنو انستیتوت ډايريکټر جنرل دی، وويل، له څنګه چې تعلیمي ادارې بندې شوي او ځوانان د لاک ډاون په جریان کې په خپلو کورونو کې محدود دي، نو ډیر هغه څوک چې کمپیوټر ته لاسرسی لري په انټرنیټ باندې د پام وړ وخت تیروي، او احتمالاََ ځان وسله وال استخدام کونکو ته ښکاره کوي.

که څه هم، د دې پروګرامونو سره چې په ځوانانو کې ډیجیټل مهارتونو ته په وده ورکولو باندې تمرکز کوي، ټولنه دوی د روښانه راتلونکي لپاره ښه سمبالولی شي.

هغه د کی پي وايي اي پي د نوښت ستاینه وکړه چې د بې کاره ځوانانو په نښه کولو لپاره د افراطیانو د وړتیا سره په مبارزه کې مرسته کوي.

هغه وویل، "خالي ذهن د شر ځای دی. موږ باید خپل ځوانان بوخت کړو او هغوی ته د روزګار لپاره زمینه برابره کړو، ګنې، وسله وال او نورې ډلې به دوی راجلب کړي او د خپلو اهدافو لپاره به يې وکاروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د کورونا ويروس ناروغۍ له امله دی، خلک اوس له لوږې مري. د دې لاک ډاون په اوسني وضعیت کې، حتی د مینځنۍ درجې کورنۍ هم د ورځني مزدورۍ په لټه کې دي، الله پاک دې زموږ د پاکستان او ټول اسلامي امت ساتنه وکړي. آمین. پاکستان زنده باد

ځواب