ټاکني

قبایلي ضلعې د خیبرپښتونخواه په ټاکنو کې برخه اخيستلو ته د افراطیت د مخنيوي په توګه ګوري

د غلام دستګير لخوا

قبايلي غړي د جولای په ۱۳ مه په مهمند ضلعه کې د ټاکنو په یوې ريلي کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

قبايلي غړي د جولای په ۱۳ مه په مهمند ضلعه کې د ټاکنو په یوې ريلي کې برخه اخلي. [غلام دستګیر]

غلنۍ -- نثار خان مومند د جولای په دويمه هفته په مهمند ضلعه کې پنډيالۍ ته د څو ګهنټو اوږد سفر نه وروسته په سخته ګرمۍ کې غرمه په اکا غونډ کې خپلې حجرې ته ستړې روان دی.

مومند، چې په خیبر پښتونخواه (کی پي) اسمبلۍ کې د پي کې-۱۰۳ سيټ لپاره د عوامي نيشنل پارټۍ د غړي په توګه انتخاباتو ته ولاړ دی، د راتلونکي انتخابي ريلي لپاره د مناسب ځای ټاکلو نه وروسته اوس مهال بيرته راغلی دی. تمه کيږي چې د هغه د پارټۍ مرکزي ليډرشپ به په دغه ريلي کې ګډون وکړي.

د ۲.۸ میلیونو څخه زیات قبايلي اوسیدونکي -- تقريباََ ۱.۷ ميلیونه نارینه او ۱.۱ ملیونه ښځې -- به فرصت ولري چې د جولای په ۲۰ مه د رایې ورکولو خپل حق وکاروي. دوی به د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ لپاره ۱۶ غړي وټاکي.

په ۲۰۱۸ کال کې د صوبې سره د پخوانۍ فاټا د ضم کيدو نه وروسته، دا ټاکنې به په اسمبلۍ کې پخوانيو قبایلي سیمو ته په لومړي ځل استازيتوب ورکړي.

چارواکي د جولاى په ۱۹ مه په باجوړ قبايلي ضلعه کې انتخابي مواد ويشي. [حنيف الله]

چارواکي د جولاى په ۱۹ مه په باجوړ قبايلي ضلعه کې انتخابي مواد ويشي. [حنيف الله]

قبايلي غړي د جولاى په ۱۳ مه په مهمند ضلعه کې د ټاکنو په يوې غونډه کې ګډون کوي. [غلام دستګیر]

قبايلي غړي د جولاى په ۱۳ مه په مهمند ضلعه کې د ټاکنو په يوې غونډه کې ګډون کوي. [غلام دستګیر]

مومند، چې ۵۰ کاله عمر لري، وويل، په قبايلي سيمو کې يو پياوړى سياسي سيسټم نه يوازې د خلکو ته يوه موقعه ورکوي چې خپلې مسلې د ټاکل شويو غړو له لارې حل کړي، بلکې د افراطيت سره هم مبارزه کوي.

د زوړ سیسټم لاندې، د فاټا څخه د ملي شورا غړو به سنيټران ټاکل، چې دا یو داسې عمل وو چې د ووټ د خرڅيدلو سبب به ګرځيدو.

اوس، د صوبايي اسمبلۍ غړي په خيبر پښتونخواه کې د قبايلي او ميشتو ضلعو د دواړو څخه په ګډه د سنيټ غړي ټاکلې شي.

د مومند په وینا، دا بدلون په قبايلي ضلعو کې د سیاسي نورمونو د پیاوړتیا لپاره يو ښه فال دی.

هغه وويل، "دا به په راتلونکې کې د سنيټ په ټاکنو کې د رايو د خرڅولو په دايمي توګه مخه ونيسي."

د افراطیت مخه نيول

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون درې سيټونه باجوړ او د خیبر قبایلي ضلعو ته ورکړي دي، دوه د مهمند، کرم، شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو لپاره او یو د اورکزۍ ضعلې او شپږ د سرحدي سیمو لپاره.

تقريباََ ۲۸۵ اميدواران د ۱۶ سيټونو لپاره انتخاباتو ته ولاړ دي. ټولټال ۱،۸۹۷ پولنګ سټيشنونه جوړ شوي دي.

په فاټا کې د اګست ۲۰۱۱ کال پورې هیڅ سیاسي فعالیت ته اجازه نه وه ورکړل شوې. د پاکستان حکومت د سیاسي ګوندونو حکم، ۲۰۰۲ په دې سيمه کې نافذ کړو، چې د سیاسي غونډو او نورو پیښو اجازه ورکوي.

له دې وړاندې، مذهبي ګوندونو، د جماعت اسلامي (جی آی) او جمعیت علماء اسلام فضل (جی يو آی-ايف) په ګډون، د نورو سیاسي ګوندونو په پرتله ګټه ترلاسه کړه ځکه چې دوی د خپلې سياسې نظريې د مخ پر وړاندې بوتلو لپاره جوماتونه او مدرسې استعمال کړې.

سعيد افضل شينواري، چې په پېښور کې د حقوقو فعال دی، وویل، "یوازې سیاسي او مذهبي پارټۍ د مذهبي غونډو په شکل کې عامې غونډې کولې شوې."

هغه وويل، "دې په نتيجه کې ... افراطیت رامنځته کړو، چې هغه خلا يې ډکه کړه کومه چې په سیاسي فعالیتونو باندې د بندیز له امله رامنځته شوې وه."

له هغه وخت راهيسې، تقریباََ هره يوه مرکزي پارټي په فاټا کې د تحصيل او کلي په کچه په منظمه توګه شتون لري.

په پيښور کې د سیاسي او قبايلي چارو کارپوه شمس مومند په وینا، سياسي بحث د خلکو په رايې جوړولو کې يو مهم رول لري.

هغه وويل، "سياسي فعاليتونه به د ځوانانو هغه يوې برخې ته يو بل بديل وړاندې کړي کوم چې اوس هم په اورپکۍ کې ښکيل دي او افراطي رجحانانو ته مايل دي."

زاهد خان، چې په مهمند ضلعه کې یو ازاد اميدوار دی او د پي کې-۱۰۴ لپاره انتخاباتو ته ولاړ دی، موافقه وکړه.

هغه وويل، "په قبایلي سیمو کې د سیاسي فعالیتونو پیل به په پای کې د سولې او پرمختګ په راوستلو کې مرسته وکړي، چې بالاخره به په دې سیمه کې د افراطیت مخه ونیسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500