ټولنه

په پاکستان کې د زړو ګاډو ریلي د سولې پیغام ورکوي

د عديل سعيد لخوا

د زړو ګاډو په کلاسيک ريلي کې برخه اخیستونکي ګاډي د نومبر په ۲۳ مه د خېبر پښتونخواه په خېبر ضلعه کې لیدل کيدې شي. [ټي سي کی پي]

د زړو ګاډو په کلاسيک ريلي کې برخه اخیستونکي ګاډي د نومبر په ۲۳ مه د خېبر پښتونخواه په خېبر ضلعه کې لیدل کيدې شي. [ټي سي کی پي]

پېښور -- په لسګونو زړو ګاډو د شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۳ مه) د زړو ګاډو په لسمه کلنۍ کلاسيک ريلي ۲۰۱۹ کې د برخې په توګه په ټول هيواد کې سفر پیل کړو.

د ټول هیواد څخه د ګاډو مينه وال د افغانستان پولې ته نږدې د خېبر پښتونخواه په خېبر ضلعه کې په مچنۍ پوسټ کې راټول شول چې د دې ريلي پرانسته وکړي او د سولې پیغام واستوي.

محمد علي سید، چې د خېبرپښتونخواه د سياحت کارپوریشن د پیښو منيجر دی، وويل، "د ریلي د پیلولو لپاره ځای د خېبرپښتونخواه د سياحت، کلتور، لوبو، آثار قديمه او ځوانانو چارو لپاره د سينير وزير عاطف خان لخوا ټاکل شوی وو څو بهرنۍ نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې د اورپکۍ او ترهګرۍ د يوې عشرې مودې وروسته امن بیرته خېبرپښتونخواه او نويو ضم شويو قبايلي ضلعو ته راستون شوی دی."

دا پیښه د ټي کی سي پي او کلاسیک لینډ روور لخوا په ګډه جوړه شوې وه.

زاړه ګاډي د نومبر په ۲۳ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په مچنۍ پوسټ کې په پارکینګ کې لیدل کیږي. [ټي سي کی پي]

زاړه ګاډي د نومبر په ۲۳ مه د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په مچنۍ پوسټ کې په پارکینګ کې لیدل کیږي. [ټي سي کی پي]

د زړو ګاډو په کلاسيک ريلي کې يو ځوانه برخه اخیستونکي د نومبر په ۲۴ مه په پېښور کې د خپل شیورلیټ سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. [ټي سي کی پي]

د زړو ګاډو په کلاسيک ريلي کې يو ځوانه برخه اخیستونکي د نومبر په ۲۴ مه په پېښور کې د خپل شیورلیټ سره د تصوير لپاره پوز جوړوي. [ټي سي کی پي]

له خېبر څخه تر کراچۍ پورې

په تیرو وختونو کې، ريلي په کراچۍ کې پیل شوه او په پېښور کې پای ته ورسیده، خو دا ځل ريلي د خېبر ضلعې څخه پیل شوه او په کراچۍ کې به پای ته ورسیږي.

سید وویل، د دې پریکړې يو مطلب دا دی چې د ضم شويو ضلعو اهمیت روښانه کړي چیرې چې ټي کی سي پي د سياحت لپاره امکانات لټوي.

د ټي کی سي پي ویاند سعد بن اویس وویل، "د کراچۍ، لاهور، پېښور او اسلام آباد په شمول د ټول هیواد نه د زړو ګاډو مينه وال په دې ريلي کې برخه اخلي، کومه چې په ۲۴ نومبر ۲۰۱۹ له پېښور څخه د هيواد د کوزې برخې لپاره روانه شوه، چې په ۱۰ دسمبر ۲۰۱۹ به د کراچۍ بندر ته ورسيږي."

د پېښور څخه برخه اخیستونکي به اسلام آباد، بیا لاهور، بهاولپور او ګمبټ ته لاړ شي. دا ريلي به په کراچۍ کې په مزار قايد کې پای ته ورسیږي.

هغه وویل چې نږدې ۶۰ زړو ګاډو په دې کې برخه اخيستې ده.

د ميراث ګاډي

عاصم دراني، چې په پېښور کې د کلاسیک لینډ روور ايګزيکيټيو افسر دی، وويل، "په برخه اخيستونکو ګاډو کې زاړه موټرې او جیپونه شامل دي چې د ۱۹۴۰ او ۱۹۷۰ ترمنځ جوړ شوي وو."

دراني وویل، ټول برخه اخيستونکي په دې فيصله خوشحاله وو چې ريلي د ضم شويو ضلعو نه پيل کړي.

دراني وویل، هیڅ يو کس په دې پریکړې اعتراض ونه کړو او حتی بهرنیانو په مچني پوسټ کې په افتتاحي غونډه کې برخه واخیسته، چې د امنيت په وضعيت باندې د خلکو باور څرګندوي.

هغه وویل چې د کلاسيک ګاډو ريلي يوه کلنۍ پيښه ده او د برخه اخيستونکو شمير هر کال زياتيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500