کډوالان

افغانانو او ملګرو ملتونو د څلورو عشرو لپاره د کډوالو د کوربه توب له کبله د پاکستان ستاینه وکړه

د ضياء الرحمان لخوا

افغان کډوال د نومبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په جديد کيمپ کې قالينونه جوړوي. افغان کډوالو او يو اين ايچ سي آر له دې کبله د پاکستان ستاينه کړې چې د څلورو عشرو راهيسې يې د دوی کوربه توب کړی دی. [ضیاء الرحمان]

افغان کډوال د نومبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په جديد کيمپ کې قالينونه جوړوي. افغان کډوالو او يو اين ايچ سي آر له دې کبله د پاکستان ستاينه کړې چې د څلورو عشرو راهيسې يې د دوی کوربه توب کړی دی. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د محمد شاکرالله کورنۍ احساس وکړ چې دوی د دې نه علاوه بله چاره نه لري چې په اکتوبر ۱۹۷۹ کې له خپل هیواد څخه پاکستان ته لاړ شي.

د کابل صوبې يو اوسیدونکي شاکرالله وویل چې هغه د ۱۵ کالو وو کله چې د هغه مور او پلار کراچۍ ته لاړل چې د شوروي تر ملاتړ لاندې د افغان کمونیسټ حکومت له ظلم څخه وتښتي.

هغه وويل، "سره له دې چې شخړه [شوروي یرغل] په هم دغه کال کې په دسمبر کې زياته شوه، خو خلکو د اکتوبر په میاشت کې د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره له هیواده څخه وتل پیل کړل."

هغه او د هغه کورنۍ د ۴۰ کالو راهيسې اوس هم په پاکستان کې پناه اخيستې ده.

یو افغان ماشوم د نومبر په لومړۍ نيټه د کډوالو په کيمپ کې سکول ته ځي. [ضیاء الرحمان]

یو افغان ماشوم د نومبر په لومړۍ نيټه د کډوالو په کيمپ کې سکول ته ځي. [ضیاء الرحمان]

افغان ماشومان د نومبر په لومړۍ نیټه د کډوالو په يو کيمپ کې په يو سکول کې زده کړه کوي. [ضیاء الرحمان]

افغان ماشومان د نومبر په لومړۍ نیټه د کډوالو په يو کيمپ کې په يو سکول کې زده کړه کوي. [ضیاء الرحمان]

شاکرالله د کراچۍ په څنډه کې د کډوالو په جديد کيمپ کې وویل، "موږ د پاکستان شکريه ادا کوو چې د څلورو عشرو راهيسې یې په عزت سره زموږ کوربه توب کړی دی."

افغان کډوال او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري (يو اين ايچ سي آر) په تیرو ۴۰ کلونو کې په هیواد کې افغانانو ته د هرکلي کولو او له هغوی سره د ښه چلند په يقيني کولو کې د پاکستان د رول ستاینه کوي.

د يو اين ايچ سي آر په وینا، پاکستان د کډوالو هغه آبادۍ ته ځای ورکړې چې په نړۍ کې ترټولو اوږد مهاله دور لري، چې د ۵ مليونو نه په کې زيات افغانان له ۱۹۷۹ کال راهيسې په پاکستان کې د څه مودې لپاره ژوند تير کړی دی.

په داسې حال کې چې ډیر کډوال د شوروي یرغل نه تښتیدلي ول، ځینې نورو کسانو هڅه وکړه چې د طالبانو د تاوتريخوالي بغاوت او په دې وروستیو کې د داعش نه وتښتي.

په سیند صوبه کې د افغان کډوالو يو استازي حاجي عبدالله بخاري وویل، د کډوالو ماشومانو او ځوانانو ګڼ شمير اوس د دوهم یا دریم نسل برخه دي چې په پاکستان کې زیږیدلي او لوی شوي دي.

بخاري وویل، "په دوی کې زياتره کسان هیڅکله هم افغانستان ته نه دي تللي، له خپل مورني هيواد سره اړیکې نه لري او له همدې امله دوی به زياتو مراعاتو او مناسب فرصتونو ته اړتيا ولري چې د دوامداره ادغام لپاره بيرته ستانه شي."

په اسلام آباد کې د يو اين ايچ سي آر ویاند قیصر خان افریدي د پاکستان حکومت ستاينه وکړه چې د دومره اوږدې مودې لپاره يې د ملیونونو افغان مهاجرو کوربه توب له سخاوت سره کړی دی.

هغه وويل، پاکستان په دوامداره توګه د ۴.۱ ملیونه افغان مهاجرو کوربه توب کوي، په داسې حال کې چې له ۲۰۰۲ کال راهیسې شاوخوا ۴.۴ ملیونه کډوال د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په مرسته په رضاکارانه ډول د بيرته راستنیدو پروګرام لاندې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرو سره د مرستې لپاره د حکومت هڅې

وزیر اعظم عمران خان په ۱۶ سپتمبر ۲۰۱۸ د پاکستان د ارادې اعلان وکړ چې هغه ۱.۵ ملیونه افغان کډوالو ته تابعيت ورکړي کومو چې د عشرو راهیسې د پاکستان په ټولنه کې ژوند کړی دی. هغه دا کار د پاکستان د توکمیزو سیاسي ډلو د سخت تنقيد له کبله وکړو.

خان دوه ورځې وروسته قومي اسمبلۍ ته د خطاب په دوران کې د خپلې ارادې تایید وکړو. هغه وویل، د ۱۹۵۱ د پاکستان د تابعیت حق د قانون له مخې، هغه کسان چې په پاکستان کې د کډوالو نه زيږيدلي دي د تابعیت حق لري.

هغه وویل، "موږ د ملګرو ملتونو د اوصولو له مخې هغوی په بیرته ليږلو باندې مجبوره کولی نه شو."

د منفي ردعمل له امله، پاکستان په پای کې د افغان کډوالو ماشومانو ته تابعیت ورنه کړو.

بيا هم، وفاقي حکومت ګڼ شمیر نوښتونه پيل کړي چې د افغان کډوالو د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

خان د فبرورۍ په ۲۵ مه په پاکستان کې بينکونو ته امر وکړ چې ټول راجستر شوي افغان کډوالو ته د اکاونټ جوړولو اجازه ورکړي.

دا د شوکت سفير، چې د ۴۱ کالو پخوانې سوداګر دی، لپاره د راحت خبره وه. هغه له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې د قالينونو دوکان لري. که څه هم، هغه افغانی وو او له دې کبله يې بينک اکاونټ نه شو پرانستلی، چې د هغه د سوداګرۍ لپاره يې جدي ستونزې رامنځته کړې.

په عین وخت کې، د افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره نور ګامونه په پام کې دي.

د دولتونو او سرحدي سیمو د وزارت یو چارواکي وویل، حکومت په پام کې لري چې افغان کډوالو ته نه يوازې د ملکیتونو او ګاډو اخيستلو اجازه ورکري بلکې هغوی ته د ډرايوينګ د لايسنسونو لپاره د درخواستونو جمع کولو هم اجازه ورکړي.

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وویل، "حکومت د کډوالو ستونزې په بشپړه توګه پيژني او د حل لپاره يې خپله زياته هڅه کوي."

د مهاجرو په وړاندې د ایران مخالفې پالیسۍ

افغانان وایي، په ایران کې د کډوالو سره چې کوم چلند کیږی، هغه یوه بله کیسه ده.

بشیر خلجي، چې د هلمند یو کډوال دی او اوس په کویټه کې اوسیږي، یو کال په ایران کې تیر کړو. هغه وویل، د ایران د قانون پلي کونکي چارواکي له مهاجرو سره غیر انساني چلند کوي او په زور یې له خپلو سیمو څخه بيرته ليږي.

خلجي وویل، "که تاسو د دې له ایران سره موازنه وکړئ، نو پاکستان زموږ لپاره جنت دی. موږ په ښکاره ډول په پاکستان کې سفر او سوداګري کولی شو." "خو په ایران کې کډوالو ته حقونه په بشپړ ډول نه ورکړل کيږي. دوی هلته کې د دويمې درجې اتباع ګڼل کیږي."

هغه زیاته کړه، د ایران د قانون پلي کونکو ادارو کډوالو ته په هیواد کې د سفر اجازه ور نه کړه، هغوی يې د کډوالو کيمپونو ته محدود کړل او له دوی سره یې په جسماني توګه ناوړه چلند وکړو.

تير کال، یوه ویډیو په سوشل ميديا باندې خپره شوه، چې د ایران د پولې ساتونکي پکې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی سپکاوې کوي، چې افغانانو او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو پرې سخت تنقيد وکړو او په خلکو کې يې غوسه رامنځته کړه.

د بشري حقونو د څار د راپور په وینا، د دې نه علاوه، ایراند پیسو او په ايران کې د اوسيدو اجازې د ژمنې په بدل کې د افغان مهاجرو د تکليفونو نه ناوړه ګټه پورته کوي او د افغان مهاجرينو ماشومان د سوریې په جګړه کې د ګډون لپاره ليږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500