کډوالان

په پاکستان کې دېره افغانان د ایراني ځواکونو لخوا د مهاجرینو ډوبیدل غندي

د ضياء الرحمان لخوا

د مدني ټولنې فعالان د می په ۱۱ مه په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د یو احتجاج په دوران کې بينرونه نيولي او د ایران د رژیم پروړاندې چيغې وهي. یو لوړ پوړي افغان چارواکي وویل، افغانستان د ۱۸ کډوالو لاشونه ترلاسه کړي دي، کوم چې د ایراني پوله ساتونکو لخوا د می په لومړۍ نیټه په سیند کې د اچولو نه مخکې وهل شوي او شکنجه شوي ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د مدني ټولنې فعالان د می په ۱۱ مه په کابل کې د ایران د سفارت مخې ته د یو احتجاج په دوران کې بينرونه نيولي او د ایران د رژیم پروړاندې چيغې وهي. یو لوړ پوړي افغان چارواکي وویل، افغانستان د ۱۸ کډوالو لاشونه ترلاسه کړي دي، کوم چې د ایراني پوله ساتونکو لخوا د می په لومړۍ نیټه په سیند کې د اچولو نه مخکې وهل شوي او شکنجه شوي ول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کراچۍ -- په پاکستان کې دېره افغان کډوالو د ایراني پوله ساتونکو لخوا د افغان مهاجرینو د وهلو او ډوبیدو له امله تهران په کلکه غندلی دی.

افغان چارواکي د دې ادعاوو په هکله تحقیقات کوي چې د ایران سرحدي ساتونکو د می په لومړۍ نيټه لسګونه کډوال په سيند کې د ډوبولو نه مخکې هغه وخت ووهل کله چې دوی په غیرقانوني ډول له هرات صوبې څخه ایران ته لاړل.

عبدالحميد طهماسي، چې د حکومت د هغې کمیټۍ مشر دی چې د پیښې د پلټنې دنده ورته ورکړل شوې ده، په هرات ښار کې د می په ۱۰ مه وويل، "سندونه او شواهد ښیي چې د ایران پوځي ځواکونو افغان کارکونکي سیند ته غورځولي دي."

طهماسي وویل، "د افغانستان د تحقیقاتو کمیټي په دغه ځای کې کار کوي چې ډیر اسناد او شواهد راټول کړي." "د ایران حکومت ژمنه کړې چې د دې پیښې د پلټنې لپاره به یوه کمیټي جوړه کړي، خو تر دې دمه يې داسې نه دي کړی."

يو افغان کډوال د فبرورۍ په ۲۰ مه په کراچۍ کې ډوډۍ خرڅوي. په پاکستان کې دېره افغان کډوال د ایران رژیم په دې غندي چې تقريباََ ۶۰ افغان کډوال یې شکنجه کړل او سیند ته يې واچول چې ایران ته په غیرقانوني توګه د دوی دا خليدو مخه ونيسي. [ضیاء الرحمان]

يو افغان کډوال د فبرورۍ په ۲۰ مه په کراچۍ کې ډوډۍ خرڅوي. په پاکستان کې دېره افغان کډوال د ایران رژیم په دې غندي چې تقريباََ ۶۰ افغان کډوال یې شکنجه کړل او سیند ته يې واچول چې ایران ته په غیرقانوني توګه د دوی دا خليدو مخه ونيسي. [ضیاء الرحمان]

افغان کډوالو د تیر نومبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په جدید کيمپ کې قالينونه جوړوي. افغان کډوال او د ملګرو ملتونو د کډوالو هايي کميشنر د څلورو لسیزو راهيسې د کډوالو د کوربه توب لپاره د پاکستان ستاینه کړې ده. [ضیاء الرحمان]

افغان کډوالو د تیر نومبر په لومړۍ نیټه په کراچۍ کې په جدید کيمپ کې قالينونه جوړوي. افغان کډوال او د ملګرو ملتونو د کډوالو هايي کميشنر د څلورو لسیزو راهيسې د کډوالو د کوربه توب لپاره د پاکستان ستاینه کړې ده. [ضیاء الرحمان]

هغه زیاته کړه، "زموږ موندنې ښیي چې ۴۶ کارکونکي ایران ته ورغلي وو، چې ټول سیند ته اچول شوي وو." "د لسو تنو کارکونکو لاشونه موندل شوي، په داسې حال کې چې ۱۷ لاهم ورک دي. پاتې ۱۹ کسان وتوانيدل او ځانونه يې بچ کړل."

ایراني چارواکو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دا پیښه د افغانستان په خاوره کې رامينځته شوې ده.

د کډوالو په وړاندې د ایران دښمنه پالیسي

هغه افغان کډوال چې پاکستان ته له تللو نه مخکې په ایران کې اوسېدلې ول، خپلې شخصي کیسې یې بیان کړې چې څنګه یې په ایران کې د پاتې کیدو په دوران کې له غیر انساني سلوک سره مخ شوي وو.

عیسی محمدي، د افغانستان د دایکندي صوبې اوسیدونکی دی، چې اوس مهال په کراچۍ کې اوسیږي، دوه کاله (۲۰۰۵-۲۰۰۷) له خپلې کورنۍ سره په ایران کې تیر کړې ول.

محمدي وویل، "د طالبانو له تاوتریخوالي څخه د خلاصې لپاره، موږ په افغانستان کې دايکندي کلی په ایران کې د ښه ژوند په لټه کې پریښودو."

هغه وویل، "کله چې موږ په هرات صوبه کې د اسلام کلا چيک پوسټ له لارې ایران ته روان وو، د ایران سرحدي منسوبینو موږ ولوټلو او ډير يې ووهلو." هغه زیاته کړه چې د هغه پخوانۍ تجربې هغه په دې قانع کړې چې ساتونکي په دې وروستیو کې د وهلو او ډوبیدو مسؤل دي.

محمدي غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې هغه کسان ومومي او هغوی ته سخته سزا ورکړي کومو چې د بې ګناه مهاجرو په وړاندې دا کار کړی دی.

حاجي بشير، چې د کډوالو مشر دی او په ایران کې هم اوسیدلی دی، د ایران د رژیم ظلمونه وغندل.

بشیر، چې د هغه خپلوان اوس هم په ايران کې د کډوالو په توګه اوسيږي، وویل چې د ایران په پرتله، پاکستان د افغان کډوالو لپاره جنت دی. "په پاکستان کې، موږپه عزت سره ژوند کوو، او د دې لپاره د پاکستان مننه کوو."

بشیر وویل، د دواړو خلکو تر منځ پیوستون ښکاره دی چې څرنګه اسلام آباد په پاکستان کې افغان کډوالو ته اجازه ورکوي چې په ازاده توګه سفر وکړي او سوداګري وکړي.

هغه ټینګار وکړو چې دا په ایران کې یوه بله کیسه ده.

هغه وویل، "په ایران کې کډوالو ته بنيادي حقونه په بشپړ ډول نه ورکړل کيږي." هغه زیاته کړه چې د ایران قانون پلي کونکي ادارې کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې په هیواد کې سفر وکړي او هغوی د کډوالو کمپونو ته محدود ساتي.

بشیر وویل، سربیره پردې، د افغان کډوالو کورنۍ هر وخت د شړلو او جلا کیدو له خطر سره مخ دي.

هغه وويل، "کله چې [ایراني چارواکي] کډوال اوباسي، نو اولادونه یې له والدېنو څخه جدا کوي."

هغه وویل، د ایران رژیم د کډوالو لپاره د ممنوعه سيمو سیستم له لارې په مؤثره توګه د هیواد په ۳۱ کې په ۲۸ صوبو کې د افغانانو په ژوند کولو او سفر کولو باندې بنديز لګولی دی.

هغه يادونه وکړه، "په پاکستان کې، موږ هرچیرته تللی شو او پر موږ هيڅ ډول محدودیت نشته."

د ایران ناوړه چلند

د افغان کډوالو سره د پاکستان د ښه او رحم چلند اوږد تاریخ نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی.

د فبرورۍ په مياشت کې، د ملګرو ملتونو (يو اېن) سيکريټري جنرل انتونیو ګوتیرس پاکستان ته راغې چې په یو نړیوال کانفرنس کې ګډون وکړي او په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د کوربه توب څلويښت کاله پوره کيدل ولمانځي.

هغه وويل، "ما پیوستون په الفاظو کې نه بلکې په عملونو کې لیدلی دی، او د پاکستان او افغان کډوالو کیسه د رحم کيسه ده چې د ډیرو لاملونو له امله ولمانځل شي."

سربیره پردې، د پاکستان حکومت ګامونه پورته کړي چې د افغان مهاجرینو سره مرسته وکړي چې په هيواد کې ضم شي.

په فبروري ۲۰۱۹ کال کې، وزیر اعظم عمران خان په هیواد کې بينکونو ته امر وکړو چې د ټولو رجسټر شويو افغان مهاجرو لپاره د خیر ښیګڼې د اشارې په توګه اکاونټونه خلاص کړي چې هغوی ته په قانوني او خوندي توګه د پیسو د راکړې ورکړې اجازه ورکړي.

د دې برعکس، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د زیان منونکي افغان کډوالو څخه ګټه پورته کوي او د هغوی ماشومان په بهر کې د جګړې لپاره استخداموي.

آی آر جي سي د کورنیو سره د پیسو او په ایران کې د اوسیدو ژمنه کوي که چیرې دوی په فاطمیون ډويژن کې شامل شي. فاطميون ډويژن يوه داسې مليشه ده چې په افغانانو باندې مشتمله ده او آی آر جي سي يې مشري کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان (ايچ آر ډبليو) په ۲۰۱۷ کال کې په خپل راپور کې وویل، د ملګرو ملتونو سازمان باید د آی آر جي سي لخوا د افغان ماشومانو ګمارل وڅیړي، "او سيکريټري جنرل باید د ماشومانو د استخدام د شواهدو پراساس د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو د مرتکبینو په خپل کلني لیسټ کې دغه سازمان شاملولو ته پام وکړي."

ايچ آر ډبليو مخکې په ګوته کړې وه چې افغان کډوال له داسې ستونزو لکه د جسماني ناوړه چلند، په ناوړه او غیر انساني حالاتو کې توقیف، له هيواد څخه د ايستلو په کمپونو کې د ترانسپورت او استوګنې لپاره په جبري توګه د پيسو ورکولو، او اجباري کار او همدا ډول په جبري ډول په ایران کې د کورنیو د جدا کيدلو سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا مقاله د حقایقو پر بنسټ نه ده

ځواب