امنیت

د افغانستان پولې ته نږدې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتو له کبله په زرګونو کسان په وتلو مجبوره شوي دي

د خالد زيري لخوا

د طالبانو او داعش ترمنځ جګړې د ننګرهار صوبې په خوګیاني او شیرزاد ضلعو کې په زرګونو خلک په خپلو کورنو پريښودلو باندې مجبوره کړي دي. [خالد زیري]

ننګرهار - د طالبانو او داعش تر منځ سختې جګړې د پاکستان سره د پولې افغانستان لورې ته په زرګونو اوسیدونکي د خپلو کورونو نه په وتلو مجبوره کړي دي.

افغان پوځ او حکومتي چارواکي وايي چې د مخالفو ياغيانو ډلو تر منځ نښتې د اپریل په ۱۴ مه پيل شوې او له هغه وخت راهيسې په دوامداره توګه دوام لري.

د افغانستان د ننګرهار صوبې رسمي ویاند عطاء الله خوګیاني وویل، "د داعش او طالبانو تر منځ نښتې وخت په وخت رامنځته کيږي." "هغوی لا تراوسه د خوګیانو او شیرزاد صوبو په لرې پرتو سيمو کې جنګيږي."

کپتان هارورن يوسفزۍ، چې د افغان ملي پوځ د ۲۰۱ سيلاب قول ویاند دی، وویل چې افغان عسکرو د وسله والو په پټڼځايونو باندې ګڼ شمير ځله ډزې کړې دي او طالبانو او داعش دواړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د خوګیاني ضلعې اوسېدونکي ښودل شوي چې د اپريل په ۲۹ مه د طالبانو او داعش تر منځ د جګړو له امله د خپلو کورونه نه ووځي. [خالد زیري]

په افغانستان کې د خوګیاني ضلعې اوسېدونکي ښودل شوي چې د اپريل په ۲۹ مه د طالبانو او داعش تر منځ د جګړو له امله د خپلو کورونه نه ووځي. [خالد زیري]

هغه وویل، "د طالبانو او داعش په لسګونو غړي وژل شوي د ي."

په پاکستان کې چارواکي وروسته له هغې چمتو شوي کله چې داعش د نوي بريدونو ادعاګانو سره تیره هفته دغه هیواد يوه خپله "صوبه" وګرځوله.

له ۸،۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي

نجيب الله قيومي، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو صوبايي ریاست ډايريکټر دی، سلام ټایمز ته وویل، "تر اوسه پورې د داعش او طالبانو تر منځ د جګړې له امله د ۸۵۰۰ نه زياتې کورنۍ د شېرزاد او خوګیاني ضلعو نه وتلي دي."

هغه زیاته کړه، "دا کورنۍ د دوه هفتو په وخت کې ووتلې او په مختلفو سيمو لکه په جلال اباد ښار کې ځای پرځای شوي دي."

عرفان الله رحمت، چې په خوګیاني ضلع کې د سرې کلا سیمې اوسېدونکی دی، وويل، دا تازه جګړه هغو خلکو ته زيان رسوي کوم چې د دغه ډلو تر منځ د مخکیني تاوتريخوالي له کبله له تښتېدلو څخه وروسته بېرته سیمې ته راغلې ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، "داعش او طالبانو يو څو میاشتې مخکې په وادي وزیر کې جګړه پیل کړې وه. په هغه وخت کې، په زرګونو ملکيان او کورنۍ له سیمې څخه ووتلې او خوندي ځایونو ته لاړې."

هغه وویل، "اوس، هلته ډېر خلک نه اوسېږي ځکه چې هغوی ويره لري، خو بیا هم ځینې کورنۍ چې په ښار او نورو سیمو کې يې ژوند نه شو کولی، خپلو سیمو ته بېرته راغلې دي او هغوی هلته کې د ويرې وخت تېروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500