هنګری -- ای ايف پي د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۵ مه) راپور ورکړو چې د هنګري پولیسو يو پاکستانی سړی نیولی دی کوم چې انټرپول ته د يو شمير کسانو په وژلو کې مطلوب وو.
د آسټريا د جرمونو د وفاقي ادارې د یو بیان له مخې، ۳۵ کلن شکمن کس په هغه مهاجرینو کې شامل دی کوم چې آسټريا ته قاچاق کیږي. دغه ډله د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴ مه) په بولي کي، د کروشيا اور سربيا سره د هنګري جنوبي پولې ته نژدې، ونيول شوه.
د هنګري په بکس-کسکون ښار کې پولیسو د نورو تفصيلاتو ورکولو پرته د چهارشنبې په ورځ وویل، "پاکستان د قتل په تړاو د دغه تن د نیولو لپاره د نړیوالې نیونې امر صادر کړی وو چې له امله یې هغه ونیول شو."
د آسټریا خفیه پولیسو وويل چې دغه کس "د پاکستاني قصاب" په نامه ياديږي. هغه يو مسلکي اجرتي قاتل دی او په پاکستان کې تقريبا په ۷۰ مرګونو کې تورن دی.