تروريزم

د خېبرپښتونخواه پولیس د تر ټولو زيات مطلوب ترهګرو او مشکوک مجرمانو تصويرونه خپروي

د جاوېد خان لخوا

د پېښور یو اوسیدونکی د نومبر په ۲۳ مه د پېښور پولیسو ویب پاڼه ګوري، چېرې چې د ۳،۰۰۰ نه د زياتو مشکوک کسانو، چې په جرمونو او ترهګریزو فعالیتونو په تور تورن شوي دي، تصويرونه او تفصيلات ښودل شوي دي. [جاوېد خان]

د پېښور یو اوسیدونکی د نومبر په ۲۳ مه د پېښور پولیسو ویب پاڼه ګوري، چېرې چې د ۳،۰۰۰ نه د زياتو مشکوک کسانو، چې په جرمونو او ترهګریزو فعالیتونو په تور تورن شوي دي، تصويرونه او تفصيلات ښودل شوي دي. [جاوېد خان]

پېښور -- د پېښور پولیس د زرګونو تروریستي شکمن کسانو او نورو مفرورانو انځورونه آنلاین خپروي چې هڅه وکړي چې د خلکو سره د سرغړوونکو په معلومولو کې مرسته وکړي او د قانون پلي کونکو افسرانو ته خبر ورکړي.

د پېښور مرکزي ښار د پوليسو افسر کریم خان وویل، "موږ د عامو خلکو د پوهاوي لپاره په خپلې ويب پاڼې باندې د ۳،۰۰۰ نه د زياتو مجرمانو، د ترهګرو، بهتې اخيستونکو، قاتلانو او نورو کسانو تصويرونه او تفصيلات خپاره کړي کوم چې په ناوړه جرمونو کې ښکيل ول."

د مطلوب کسانو په لیسټ کې زياتره کسان د مختلف قسم ترهګریزو جرمونو په تور تورن شوي چې په کې بمي چاودنې، په پولیسو او نورو امنیتی پرسونلو باندې بریدونه، هدفي وژل او بهته اخېستل شامل دي.

خان وویل، "په ویب پاڼه باندې د دوی د تصويرونو او د کېسونو تفصيلات په خپرولو سره، د دوی د سیمې اوسیدونکي به دا خلک وپيژني چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي او د دوی په نیولو کې به د ځواکونو سره هم مرسته وکړي."

د پېښور یو اوسیدونکی د نومبر په ۲۴ مه یوه ورځپاڼه لولي چې په کې د خېبر پښتونخواه د زيات مطلوب ترهګر شکمن کسانو مخونه او تفصيلات خپاره شوي دي. [جاوېد خان]

د پېښور یو اوسیدونکی د نومبر په ۲۴ مه یوه ورځپاڼه لولي چې په کې د خېبر پښتونخواه د زيات مطلوب ترهګر شکمن کسانو مخونه او تفصيلات خپاره شوي دي. [جاوېد خان]

د تروریستي شکمن کسانو نه علاوه، ګڼ شمیر نور مفروران، چې د مخدره توکو قاچاق، وژلو، جنسي تیري، د ماشومانو سره د جنسي تيري، او نورو لویو جرمونو کې مطلوب ول، پهwww.peshawarpolice.gov.pkباندې ښودل کيږي. پولیسو د مفرورانو تصويرونه او نور تفصيلات خپاره کړل.

دا ویب پاڼه د شکایت برخه، د پولیسو د مرستې تلیفوني لاینونه، د شخړو د حل شورا او نور سهولتونه لري چې د پولیسو د ځواک لخوا وړاندې کيږي.

خان وویل، "هر څوک چې د پولیسو په اړه هر ډول شکایت لري کولی شي چې په ویب پاڼه باندې ورکړل شوي پتې ته پيغام یا ايميل واستوي چې هغه لوړ پوړو افسرانو ته لاسرسی ترلاسه کړي کوم چې په کم وخت کې ځواب ورکوي."

تصويرونو نړیواله توجه راجلبوي

د پولیسو چارواکي د ویب پاڼې په هکله د خلکو د غبرګون ښودلو له کلبه هڅول شوي، کومه چې د اکتوبر په لومړۍ هفته کې پیل شوې وه.

خان وویل، "د لومړیو دریو هفتو په جریان کې، ۵۶۰،۲۱۰ کسانو دغه ویب پاڼه وکتله، چې په لسګونو زره پکې د بهر نه وو."

پولیسو دا ونه ویل چې ولې ویب پاڼه د نورو هیوادونو لیدونکي راجلبوي، خو کيدې شي دا هغه پاکستانيان وي چې په بهر کې ژوند کوي.

د پېښور د پولیسو ویاند محمد الیاس وویل، "ویب پاڼې په لومړيو دريو هفتو کې د پاکستان نه ۴۳۶،۳۶۲ لیدنې، ورپسې د متحده ایالاتو نه ۸۱،۱۱۶، د هنګري نه ۲۲،۰۴۰، او د سعودي عرب نه يې ۴،۷۹۳ ليدنې ترلاسه کړې."

سربیره پردې، ۳۵۳۱ لیدنې د متحده عرب اماراتو نه او ۳،۳۲۰ ليدنې له انګلستان نه ترلاسه شوې.

الیاس وویل، "دا ویب پاڼه په صوبه او د هیواد په نورو برخو کې د ګڼ شمیر خلکو سره مرسته کوي چې هغه کسان وپیژني چې په ترهګریزو پیښو او عامو جرمونو کې مطلوب دي."

هغه وویل، خلک د انځورونو د خپرولو د اقدام ستاینه کوي.

د پېښور ښار یو اوسېدونکي عبدالوهاب وویل، "دا به نه یوازې له خلکو سره مرسته وکړي چې له دوی څخه خوندي فاصله وساتي، بلکې دا به د پولیسو سره هم مرسته وکړي چې هغوی ونيسي."

هغه وویل، قانون منونکي وګړي باید د هغه کسانو نه په ټولنيزه توګه بايکاټ وکړي کوم چې د جرمونو په تور تورن شوي دي.

وهاب وویل، "ډیر مجرمان له جیل وروسته خپل استوګنځی بدلوي، خو د دوی تصويرونه او تفصيلات به نورو ته توان ورکړي چې د دوی تیر وخت وپيژني او دوی به د هغوی نه ډډه وکړي."

تر ټولو زيات مطلوب ترهګر شکمن

په عین حال کې، د خېبر پښتونخواه حکومت په ځايي ورځپانو کې د ۱۸۶ تر ټولو زيات مطلوب تروریستي شکمن کسانو نوی لیسټ خپور کړی چې د هغوی په نیولو کې د عامو خلکو مرسته ترلاسه کړي.

حکومت مخکې د هغه معلوماتو لپاره د انعام پیسې اعلان کړې چې د دې مفرورانو په نیولو کې مرسته کوي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر ترهګر د عامو خلکو په مرسته نیول شوي دي."

هغه وویل چې حکومت او پولیس د هغو کسانو نومونه نه ښکاره کوي چې د تروریستانو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د انعام پیسې ترلاسه کوي.

شکمن کسان د ټول خېبرپښتونخواه سره تعلق لري چې په دې کې صوابۍ، پېښور، بنو، مردان او ګڼ شمیر نورې ضلعې شامل دي.

د انعام پیسې د ۵۰۰،۰۰۰ (۳،۲۰۰ ډالره) نه تر ۵ مليونو (۳۲،۰۰۰ ډالره) پورې دي.

د بنو اختر محمد، د ډېره اسماعیل خان محمد الیاس، د صوابۍ سید ل اکبر او فیض محمد، د دير سجاد (عرف ډاکټر طلحه) او سید علي شاه تر ټولو غټ انعام، پنځه مليونه، لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماته وروستی وښایه

ځواب

که الله وغواړي.

ځواب

ټول دولتونه باید دا لوی نوښت تعقیب کړي

ځواب