تروريزم

د تحريک طالبان پاکستان لسګونو جنګیالیو په خېبرپښتونخوا کې د انرژۍ د توليد په يو مرکز برید وکړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

پاکستاني پوځیان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳ مه د خېبر پښتونخوا (کی پي) صوبې په خیبر ضلعه کې د پاکستان او افغانستان د سرحدي باړ په اوږدو کې ګشت کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پاکستاني پوځیان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳ مه د خېبر پښتونخوا (کی پي) صوبې په خیبر ضلعه کې د پاکستان او افغانستان د سرحدي باړ په اوږدو کې ګشت کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پېښور -- پولیسو او د انرژۍ شرکت د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۳مه) وویل چې د هنګري په ملکیت کې د تېلو او ګېس د توليد په ځای کې​د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)​د لسګونو اورپکو لخوا د شپې په محاصره کې شپږ امنیتي پرسونل ووژل شول.

دا سیمه د افغانستان پولې ته نږدې موقعيت لري.

په پاکستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغان جګړې له پای ته رسیدو راهیسې په اورپکۍ کې زیاتوالی راغلی، پداسې حال کې چې تحريک طالبان پاکستان بریدونه کوي او زیاتره امنیتي ځواکونه او بهرنۍ ګټې په نښه کوي.

د خېبرپښتونخوا د ضلعې د پولیسو مشر آصف بهادر ای ایف پي ته وویل، نږدې ۵۰ جنګیالیو د خېبر پښتونخوا (کی پي) صوبې په هنګو ضلعه کې په نیمه شپه د بوډاپیسټ مرکزي دفتر اېم او اېل ګروپ ملکیت په یو ځای برید وکړو.

بهادر وویل، "هغوی په سپکو او درنو وسلو سمبال وو او د مارټر ګولۍ یې وویشتلې، چې د دغه لرې ځای په مرکزي دروازه کې یې شپږ امنیتي پرسونل ووژل."

پولیسو وویل، په وژل شویو کې د فرنټیر کانسټبلري څلور غړي او دوه پاکستاني امنیتي ساتونکي شامل ول.

تحريک طالبان پاکستان مسؤلیت په غاړه واخيستو

په یو لنډ بیان کې تحريک طالبان پاکستان د برید مسؤلیت ومنلو او ویې ويل چې د دوی جنګیالیو "د فرنټیر کانسټبلري په چیک پوسټ برید کړی و".

بهادر په ټي ټي پي هم تور ولګوو او ويې ويل، "د ډزو تبادله د يوې ګهنټې نه زیاته جاري وه. پولیسو وسله وال تېښتې ته اړل کړل."

اېم او اېل ګروپ د وژل شویو شمېر تایید کړو خو ويې ويل چې د دوی هېڅ کارکوونکی نه دی وژل شوی.

دوی یو بیان کې يې وویل چې د برید ځای ته نږدې دوه څاګانې "په موقتي توګه د لرې لاسرسي له لارې تړل شوي او څاګانې اوس خوندي شوي دي".

نور ولي خان، چې د ضلعې د پولیسو يو بل چارواکی دی، هم د برید او مرګ ژوبلې تاييد وکړو.

د دوی د ویب پاڼې له مخې، اېم او اېل ګروپ د ۱۹۹۹ راهیسې د پاکستان شرکت چلوي او ۴۰۰ کسان هلته کار کوي.

په اسلام آباد کې د هنګري د سفارت خانې یو ویاند وویل، "موږ د معلوماتو ارزونه کوو." هغه زیاته کړه چې څه سفارتي اقدام نه دی پلان شوی.

برید کوونکي د شمالي وزیرستان څخه راغلي ول

بهادر وويل، برید کوونکي د نږدې شمالي وزیرستان نه راغلي وو، چې د خېبر پښتونخوا په څېر له افغانستان سره پوله لري او په تاریخي ډول د اورپکۍ پټنځای پاتې شوی دی.

دا سیمه په افغانستان کې د ۱۱/۹ نه وروسته د متحده ایالاتو په مشرۍ د جګړې په جریان کې​ د اسلامي جنګیالیو د ماتولو لپاره د اسلام آباد په پوځي عملياتو کې​ خورا زياته په نښه شوې وه.

تحريک طالبان پاکستان په ۲۰۰۷ کال کې د هغو اورپکو لخوا جوړه شوه چې په افغانستان کې له خپلو متحدینو څخه جدا شول ترڅو د متحده ایالاتو په مشرۍ د جګړې د هڅو ملاتړ کولو له کبله د اسلام آباد په وړاندې په خپله جګړه تمرکز وکړي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، اسلام آباد ویلي چې د تحريک طالبان پاکستان جنګیالي د خپلو بریدونو د پلان جوړولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، وسله والو په شمالي وزیرستان کې د جينکو پر دوو خالي سکولونو د شپې برید وکړو، چې له امله یې نهه ټولګي ويجاړ شول خو مرګ ژوبله پکې رامنځته نه شوه. د برید پړه هېڅ يوې ډلې نه ده منلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500