کوټه -- جيو نيوز د دوشنبې په ورځ ( د جولای په ۳ مه) راپور ورکړو چې پاکستاني پوځیانو په بلوچستان صوبه کې په بيلو بيلو عملياتو کې دوه زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکې ونیولې، دوه شکمن وسله وال يې ونيول او د وسله والو دوه پټنځايونه يې تباه کړل.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل چې پوځیانو په قلعه عبدالله ډسټرکټ کې د لارۍ نه چاودیدونکي توکې ضبط کړې. آی ايس پي آر زياته کړه چې هغوی د نیولو په تړاو دوه شکمن کسان ونیول.
آی ايس پي آر په بيلو بيلو بيانونو کې وويل چې فرنټير کور په ډيره بګتي ډسټرکټ کې د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۳ مه) د تروريستانو دوه پټڼځايونه تباه کړل او تروريستي سامان يې ترلاسه کړو چې په هغې کې د لاس جوړې شوې چاوديدونکي وسيلې او ۳۲ کلوګرامه چاوديدونکي توکې شاملې دي.