امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۶ شکمن ترهګر ونیول

پاکستان فارورډ

کويټه -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ ( د مارچ په ۲ مه) وويل، امنيتي ځواکونو په بلوچستان کې شپږ شکمن ترهګر نیولي دي، چې احتمالي ترهګریز پلان يې ناکامه کړو.

آی ايس پي آر وويل، شکمن کسان په پشین ډسټرکټ کې ونيول شول.

چارواکو ۵۰۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې، ځان وژونکي جاکټونه، سب مشین ګنونه، د لاس جوړې شوي چاوديدونکي وسيلې، ماينونه او مخابراتي آلات ترلاسه کړل.

دا عملیات د رد الفساد عملیاتو برخه وه، چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500