کراچۍ - پولیسو د صوبه سيند په کراچۍ کې او د پنجاب په بهاولپو ډسټرکټ کې په بيلو بيلو عملياتو کې دوه اغواکاران ووژل او د يوې منع شوي فرقه يې ډلې دوه شکمن غړي یې ونيول.
د جيو نيوز له مخې، د سيټيزن پوليس پورټل لايزن کوميټۍ مشر زبير حبيب وويل چې د سيټيزن پوليس پورټل لايزن کوميټۍ او د تاوتريخوالۍ جرمونو ضد سيل د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۴مه) په کراچۍ کې ګډ عمليات تر سره کړل او اغواکاران يې ووژل.
حبيب وويل، اغواکارانو د جنورۍ په ۵ مه یو ۱۶ کلن هلک اغوا کړی وو او د پيسو غوښتنه يې کوله. هغه زياته کړه، چې ځواکونو دغه يرغمال ازاد کړو.
دنیا تلويزيون د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۴مه) راپور ورکړو چې د پنجاب پولیسو د تروریزم سره د مبارزې ادارې پرسونلو په بهاولپور ډسټرکټ کې په عملياتو کې د يو منع شوي ډلې دوه شکمن غړي ونيول.
د سي ټي ډي سرچينه وايي، نيولې شوي کسانو پلان لرو چې په مشهور شخصيتونو باندې بريد وکړي. هغه زياته کړه چې د نیولو په وخت کې د دوی نه لاسي بمونه ترلاسه کړی شول.