کراچۍ - ميډيا راپور ورکړو چې په سيند صوبه کې د تشدد په دوو بيلو بيلو پيښو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او يو بل کس ژوبل شوی دی. پوليسو د سما تلويزيون اسسټنټ کيمره مين د وژلو په سلسله کې ۳۰ شکمن کسان ونيول.
سما د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) راپور ورکړو چې نامعلومو وسله والو د کراچۍ په اورنګي ټاون سيمه کې بروهي هوټل ته نږدې ډزې وکړې، چې دوه کسان په کې ووژل شول او یو بل کس زخمي شو.
د ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو، په جلا ډول، پوليسو د سيند په خيرپور ډسټرکټ کې پنځه شکمن کسان چې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۱مه) د شپې د اين اي ډي يونيورسټۍ د يو طالب علم د تشدد نه وروسته په وژلو کې ښکيل وو ونيول.
جيو نيوز د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) راپور ورکړو چې د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲مه) د سما تلويزيون اسسټنټ کيمره مين د وژلو نه وروسته، پولیسو هم د کراچۍ په بیلابیلو برخو کې په چاپو کې ۳۰ تنه شکمن کسان ونيول.