په پنجاب کې ۲ ترهګر ووژل شول او ۲۳ شکمن کسان ونیول شول

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ميډيا راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د پنجاب صوبې په بيلو بيلو برخو کې دوه ترهګر ووژل، ۲۳ شکمن جنايتکاران او ترهګر یې ونيول او د ترهګرۍ يو کوشش يې ناکامه کړو.

دنیا ټلویزیون د جمعې په ورځ ( د جون په ۱۶ مه) راپور ورکړو چې د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، ځواکونو په ډیره غازي خان کې د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۱۵مه) د شپې په عملياتو کې دوه ترهګر ووژل.

دپوځ د عامه اړيکو دفتر په وينا، دوی پلان لرلو چې په یوې دیني غونډه باندې بريد وکړي.

دنيا تلويزيون راپور ورکړو چې د قانون پلي کولو ادارې په لاهور او ملتان کې ۲۳ شکمن کسان ونيول. د لاهور بريد د پنجشنبې په ورځ رامنځته شو.

سما تلويزيون راپور ورکړو چې پوليسو په راولپنډۍ کې د جمعې په ورځ درې لاسي بمونه او يو شمېر بارود ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500