پیښور-- چارواکي وايي، پولیسو په خیبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې په بيلو بيلو بریدونو کې نهه مشکوک وسله وال د وسلو، ګوله بارود او امنيتي يونيفورمونو سره ونيول.
د دنیا تلويزيون له مخې، ډسټرکټ پوليس افسر سهيل خالد وويل، پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲مه) د خیبر پښتونخوا په چارسده ډسټرکټ کې د طالبان پاکستان د فضل الله ډلې څلور شکمن غړي ونيول او وروسته له هغې چې د دوی نه پښتنه وکړی شوه، پوليسو په پړانګ سيمه کې د مقبرې نه وسلې او يونيفورمونه ترلاسه کړل.
سهیل وویل، شکمن کسان په پوليسو او د پولیو واکسین ورکونکو باندې په بريدونو کې ښکیل وو.
ايکسپريس ټريبيون د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۳ مه) راپور ورکړو، پولیسو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱ او ۲مه) په ګلګت بلتستان او چلاس سيمو کې پنځه تنه شکمن کسان په چاپو کې ونيول او د وسلو يوه زیرمه يې ترلاسه کړه، چې په سیمه کې يې ممکنه تروریستي دسيسه شنډه کړه.