تروريزم

بې رهبره او بې غږه داعش اعتبار او نفوذ له لاسه ورکوي

د ولید ابوالخیر لخوا

هغه کور چې د ترکیې په وینا، د داعش مشر ابو الحسین القرېشي یې په کې په نښه کړی، دلته د مۍ په لومړۍ نېټه پدې سکرين شاټ کې ليدل کيږي چې د TRT لخوا په یوټیوب باندې د خپور شوې ویډیو څخه اخيستل شوی دی.

هغه کور چې د ترکیې په وینا، د داعش مشر ابو الحسین القرېشي یې په کې په نښه کړی، دلته د مۍ په لومړۍ نېټه پدې سکرين شاټ کې ليدل کيږي چې د TRT لخوا په یوټیوب باندې د خپور شوې ویډیو څخه اخيستل شوی دی.

قاهره -- کارپوهانو المشارق ته وویل، د پنځم "خليفه" د نوم په اعلانولو کې د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) ناکامي د دغه ډلې کمزوري په ګوته کوي، وروسته له هغې چې ترکيې ادعا وکړه چې د دوی ځواکونو څلورم خليفه وژلی دی.

دوی وویل، د دې ډلې د پاتې مشرانو ناتواني چې د یو ځای ناستي په اړه موافقه وکړي -- یا حتی د وروستي خليفه مرګ تایید یا رد کړي -- به د دې د پلویانو په منځ کې د دې اعتبار کم کړي او احتمالاََ به د دې د جنګیالیو د وتلو لامل شي.

په قاهره کې مېشت عراقي خبریال احمد الخزالي، چې د ترهګرو په ډلو کې تخصص لري، المشارق ته وویل، "تر اوسه پورې څلورو خلیفه ګانو د داعش رهبري کړې ده."

په دوی کې درې تنه وژل شوي، لکه څنګه چې متحده ایالاتو او داعش تایید کړې ده. په دغه کسانو کې د دې ډلې لومړی مشر ابوبکر البغدادي شامل دی، چې د ۲۰۱۴ کال څخه تر اکتوبر ۲۰۱۹ کال پورې یې د داعش مشري کړې وه، کله چې هغه د ځان وژونکي واسکټ په چاودنه کې ځان ووژلو.

د داعش یو عنصر دلته د دسمبر په ۱۵مه لیدل کیږي، وروسته له هغې چې هغه د سوریې د دیموکراتیک ځواکونو لخوا ونیول شو. [د سوریې دیموکراتیک ځواکونه]

د داعش یو عنصر دلته د دسمبر په ۱۵مه لیدل کیږي، وروسته له هغې چې هغه د سوریې د دیموکراتیک ځواکونو لخوا ونیول شو. [د سوریې دیموکراتیک ځواکونه]

د وايټ هیلمټس يو غړی د هغه موټر سايکل د ملبې معاينه کوي چې د داعش دوه عناصر پرې سپاره ول چې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۲مه د ډرون لخوا په نښه شوي ول. [وايټ هیلمټس]

د وايټ هیلمټس يو غړی د هغه موټر سايکل د ملبې معاينه کوي چې د داعش دوه عناصر پرې سپاره ول چې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۱۲مه د ډرون لخوا په نښه شوي ول. [وايټ هیلمټس]

البغدادي د سوریې په ادلب صوبه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له دوو ماشومانو سره، چې عمرونه یې د ۱۲ کلونو نه کم وو، د ځمکې لاندې په يو سرنګ کې ځان ووژلو.

د البغدادي ځای ناستي ابو ابراهیم الهاشمي القرېشي د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د سوریې په شمال لویدیځ کې عطم ته نژدې په خپل پټنځای د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د خپلې کورنۍ د غړيو سره ځان ووژلو.

د هغه ځای ناستي ابو حسن الهاشمي القرېشي د تېر اکتوبر په میاشت کې ځان ووژلو کله چې د سوریې په درعا صوبه کې ځايي ډلو د هغه د پټنځای محاصره وکړه.

د داعش مشري څوک کوي؟

د اپرېل په ۳۰مه د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان اعلان وکړو چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې څلورم مشر ابو الحسین الحسیني القرېشي وژلی دی.

الخزالي یادونه وکړه چې په دغه بیان کې د عملیاتو نېټه نه وه ورکړل شوې.

سربېره پر دې، هغه وویل، "له یوې میاشتې څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سره، يادې ډلې د هغه د مرګ یا د نوي خلیفه د نوم په اړه يا د هغه سره د بیعت کولو په اړه هېڅ اعلان نه دی کړی".

هغه وویل، دغه ډله معمولاً اعلان کوي کله چې یې لوړ پوړی مشر ووژل شي، "او په څو ورځو کې د یو نوي خلیفه اعلان کوي او د هغه سره د بیعت کولو غږ کوي".

هغه وویل، خو دا کار نه دی شوی. هغه يادونه وکړه چې متحده ایالاتو د څلورم "خلیفه" مرګ نه دی تایید کړی.

د معلوماتو نشتوالي په افراطي ډلو کې بې باوري رامنځته کړې ده.

الخزالي وویل، "د [څلورم خلیفه] د مرګ په اړه د شکونو سربېره، د [اعلان د نشتوالي] لامل کېدی شي د دې ډلې د پاتې مشرانو ترمنځ د ځای ناستي د نوم په اړه د موافقې نشتوالی وي."

هغه وویل، د ځای ناستي ټاکل د دې ډلې د شورا کونسل په واک کې دي او تمه کیږي چې یوه اعلامیه به خپره شي چې پکې به د نوي خلیفه نوم اعلان شي او د بیعت غوښتنه به وشي.

هغه یادونه وکړه چې د ځای ناستي د نوم په اعلانولو کې ځنډ به "ډلې ته زیان ورسوي او د هغې شهرت او پاتې ځواک به زیانمن کړي".

خورا غیر معمولي خبره

دا خورا غیر معمولي خبره ده چې د یوې افراطي ډلې لوړ پوړی مشر به ووژل شي "او د هغه ځای ناستی به اعلان نشي، یا لږ تر لږه په یو آډیو ریکارډ یا ورته کې به د هغه مرګ رد نشي".

هغه المشارق ته وویل، دا د افراطي ډلې موجوده کمزوري او د پاتې عناصرو او اميرانو ترمنځ د اړیکو د جوړولو لپاره د ځواک له لاسه ورکول ثابتوي.

هغه وویل، دا به په طبیعي توګه د دې لامل شي چې پاتې عناصر به له نورو افراطي ډلو سره یوځای شي او له خپلو مشرانو سره به بیعت وکړي.

عبدالمطلب یادونه وکړه چې د دې ډلو لپاره بیعت ضروري دی، "او دا د جنګیالیو ترمنځ د وفادارۍ استازیتوب کوي".

هغه وويل، "له دې پرته، جهاد د هغوی د عقيدې له مخې هېڅ معنا نلري."

عبدالمطلب وویل، د دې ډلې بنسټیز جوړښت ته د زيان رسولو سربېره، "دا به د دې ډلې په سیمو کې د ملکي خلکو په منځ کې د دې ډلې وقار ته زيان ورسوي" ځکه چې دا به خپل اعتبار، نفوذ او ځواک له لاسه ورکړي، چې په هغې سره يې هغوی ګواښل.

هېڅ ریښتیني نوماندان شتون نلري

د مصر ستراتیژیک شنونکي او د ترهګرې ډلې کارپوه یحیی محمد علي وویل، "حتی که داعش د خپل نوي ځای ناستي د نوم اعلان وکړي، تمه کیږي چې هغه به د خپلو مخکنیو مشرانو برعکس نړېوال بیعت ترلاسه نکړي."

هغه وویل، "د لومړۍ کرښې ډېر مشران وژل شوي، او هېڅ مهم افراطي نوم ندی پاتې چې دا ډول ملاتړ ولري."

هغه زیاته کړه، "ترڅو چې د نويو مشرانو خبره ده، ځکه چې دا ډله ټوټې ټوټې شوې او په ګڼ شمېر سیمو کې ویشل شوې، نو د پاتې مشرانو د کنټرول توان خورا کمزوری دی."

له همدې امله اټکل کیږي چې د دې ډلې ځواک به په راتلونکو هفتو او میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شي، او دا چې د دې عناصر به د مشرتابه د دې کمزورۍ له امله د لوی برید کولو توان ونلري.

د ابن الولید د مطالعاتو او ساحوي څېړنو د نوي رسنیو څانګې مشر مازن ذکي وویل، په ټولنیزو رسنیو کې د داعش د رسنيو هېڅ فعالیت شتون نه لري.

هغه المشارق ته وویل، يوازينۍ استثنا د داعش د پروپيګنډې ورځپاڼې النبا یوه خپرونه وه، چې ځینې عادي خبرونه پکې شامل وو چې د مرکزي رسنيو لخوا خپره شوې وه.

هغه وویل، ډېر خبرونه په افریقا کې د دې ډلې فعالیت پورې اړه لري. هغه یادونه وکړه چې "حتی ډیزاین پخپله خورا عام ډيزاين دی، او هغه کسانو تيار کړی و چې لږه وړتيا يې لرله او متخصصين نه وو".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500