تجزيه

د داعش نوی مشر يوه معما ده

ای اېف پي

د ابو ابراهيم الهاشمي القراشي اصلي شناخت په راز کې دی، او د دې سره د ډلې تګلاره مخ په وړاندې ځي. [فايل]

د ابو ابراهيم الهاشمي القراشي اصلي شناخت په راز کې دی، او د دې سره د ډلې تګلاره مخ په وړاندې ځي. [فايل]

يو څو ورځې وروسته له هغې چې د داعش مشر ابوبکر البغداديد اکتوبر په میاشت کې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو په برید کې مړ شو، دې ډلې د هغه سړي نوم اعلان کړو چې هغه یې د مشر په توګه ټاکلی دی.

خو د ابو ابراهيم الهاشمي القراشي اصلي شناخت په راز کې دی، او د دې سره د ډلې تګلاره مخ په وړاندې ځي.

د عراقي داعش شنونکي هشام الهاشمي وویل، "موږ د هغه په اړه ډیر معلومات نه لرو پرته له دې چې هغه د داعش مشر قاضي دی او د 'شرعي' کمیټۍ مشري کوي."

خو دا شکونه هم شته چې آيا دا سړی موجود دی.

ځینې کسان وړاندیز کوي چې دا ډله وارخطا وه او د يو نوښت په توګه يې د نوم اعلان وکړو څو دا تاثر رامنځته کړي چې دوی هر څه په خپل قابو کې لري.

د پاریس د علومو پو يونيورسټۍ کې د عربي نړۍ متخصص ژان پییري فیلییو وویل، "دا تنظیم د البغدادي د وحشیانه وژل کيدو له امله حیران شو.

هغه وویل، "دې له هغه وخت راهيسې د یو ځای ناستي شناخت ښودلی، چې موږ نه پوهیږو چې آيا هغه واقعي شتون لري او که دا یو چال دی، په داسې حال کې چې د ریښتیني ځای ناستي د ټاکل کیدو پروسه په سوریه او عراق کې ترسره کیږي."

ستراتیژیک لارښود

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز، سیت جونز وویل، "په دې نړۍ کې، تاسو نشئ پټولی چې ستاسو مشر څوک دی، هیڅ يوه تروريستي ډله نن يا سبا نه شي کولی چې دا په راز کې وساتي چې د دې د مشرتابه جوړښت څرنګه دی. هیڅ څوک دومره ښه نه وي."

که چیرې هغه موجود وي او يا نه، وارث په ښکاره توګه مشري نه ده کړې.

د البغدادي په مشرۍ، چې د ښکاره کيدو څخه یې ډډه وکړه، داعش د پروټو - دولت چلولو تجربه وکړه -- د سکول درسي کتابونه يې چاپ کړل او خپله کرنسي يې جوړه کړه.

له هغه وخت راهیسې کله چې دغه افراطي ډله د مارچ په مياشت کې د باغوز، هغه وروستۍ سيمه چې دې لرله، څخه وایستل شوه، دې زياتره ګوريلا تکتیکونه کارولې دي.

شنونکي وايي، که چيرې القراشي د داخلي مشرتابه ننګونې څخه ډډه کول غواړي، نو هغه به اړ شي چې ځان ښکاره کړي.

په واشنګټن کې د جورج ټاون يونيورسټۍ څیړونکي ډینیل بیمين وویل، "د ځان د ښکاره کيدو او اغیزمن کیدو لپاره د هغه د اړتیا او د امنیت لپاره د هغه د غوښتنې ترمنځ به یو فشار رامنځته شي."

د وروستۍ خبرې انتخاب کول خورا ستونزمن کار کيدی شي، چې د افراطي ډلو لپاره يوه خلا رامنځته کوي چې د واکمنۍ لپاره هڅه وکړي.

بیمين وویل، "موږ له مخکې نه د نورو [افراطیانو] لخوا د پام وړ تنقيد وینو، چې هغوی وايي چې تاسو خليفه نه شئ کيدې که چيرې خلافت نه لرئ." "دا کس به د مشرتابه په جوړولو کې خورا سخت وخت ولري."

د فيلیو لپاره، د مصر په سینا او لوی صحارا سیمه کې د داعش سره تړاو لرونکو ډلو لخوا وحشیانه بریدونه مرکزي مشرتابه ته د بيرته منظم کيدو لپاره په وخت ورکولو کې مرسته کوي.

يو مهم پړاو

په متحده ایالاتو کې د هيريټيج فاونډيشن یو څیړونکی روبین سیمکوکس وايي، کمزورې شوې داعش په نږدې راتلونکي کې د سیمې د بېرته نیولو لږه هیله لري، چې په دې معنی ده چې د دوی جنګیالي به پټ شي او د "بغاوت" تاکتیکونه به استعمال کړي.

هغه وويل، "په داسې حال کې چې دا یو خورا سخت مخالف دی چې تعقيب يې وکړي، دا د هغوی لپاره دا هم ګرانوي چې په ورته شمیر کې نوي ګمارل شوي کسان راجلب کړي ځکه چې د بهرنيانو لپاره 'خلافت' شتون نه لري چې سفر ورته وکړي."

هغه وویل، "دا د فنډونو راټولول هم ګرانوي، ځکه چې داعش مخکې د هغو خلکو نه د مالیې او بهتې اخیستلو له لارې د پام وړ عايد ترلاسه کړي و کومو چې د 'خلافت' تر واک لاندې ژوند کولو."

د بیمين لپاره، دا "د دې ډلې لپاره يو مهم پړاو دی."

هغه وويل، "خو د مشر په اړه د زياتو معلوماتو پرته، دا خورا ګرانه ده چې پوه شو چې دوی به کوم لوري ته وګرځي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500