سياست

د روسیې واګنر ګروپ په سوډان کې جګړې ته لمن وهي

د مصطفی عمر لخوا

یوه لارۍ چې د سوډان د ګړندي ملاتړ ځواکونو نیم پوځي ملېشو يو برج لري، د اپرېل په ۱۷مه د خرطوم په سویل کې د دارالمصحف (د افریقې د قران کريم د خپرولو مرکز) له دفترونو بهر ولاړه ده. [ای اېف پي]

یوه لارۍ چې د سوډان د ګړندي ملاتړ ځواکونو نیم پوځي ملېشو يو برج لري، د اپرېل په ۱۷مه د خرطوم په سویل کې د دارالمصحف (د افریقې د قران کريم د خپرولو مرکز) له دفترونو بهر ولاړه ده. [ای اېف پي]

نواکچوت، موریتانیا -- ډېر سوډانيان وایي چې​ د واګنر ګروپ اجیر عسکر ​په سوډان کې په زیاتیدونکي شخړه کې لاسوهنه کوي، چېرته چې داسې اوازې شتون لري چې دوی د دواړو خواوو څخه د یو ملاتړ کوي.

شخړه د دې میاشتې په پېل کې د دوو پخوانیو متحدینو جنرلانو ترمنځ پېل شوه: جنرل محمد حمدان دګالو، یا همدتي، چې د نیم پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (آر اېس اېف) مشري کوي، او پوځي مشر جنرل عبدالفتاح البرهان.

دواړو په ۲۰۲۱ کال کې کودتا وکړه چې حکومت یې نسکور کړو خو له هغه راهيسې د واک په مبارزه کې ښکېل شوې، پداسې حال کې چې البرهان د دولت د اغیزمن مشر په توګه دنده ترسره کوي او همدتي غواړي خپل ځواکونه په پوځ کې مدغم کړي.

ای اېف پي راپور ورکړو، د روسیې اجیر واګنر ډله له کلونو راهیسې په سوډان کې شتون لري، خو د وروستیو جګړو په ترڅ کې یې د سرو زرو په بډایه هېواد کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره ټیټ پروفایل ساتلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سوډان ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د فبرورۍ په ۹مه په خرطوم کې یوه خبري غونډه وکړه. [اشرف شازلي/ای اېف پي]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سوډان ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د فبرورۍ په ۹مه په خرطوم کې یوه خبري غونډه وکړه. [اشرف شازلي/ای اېف پي]

خلک د نومبر په ۴مه د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې د دفتر بلاک د رسمي پرانستلو پر مهال د 'پي اېم سي واګنر مرکز' په دفتر کې ناست دي، چې د واګنر ګروپ د بنسټ ایښودونکي یوګیني پریګوزین سره تړاو لري. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

خلک د نومبر په ۴مه د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې د دفتر بلاک د رسمي پرانستلو پر مهال د 'پي اېم سي واګنر مرکز' په دفتر کې ناست دي، چې د واګنر ګروپ د بنسټ ایښودونکي یوګیني پریګوزین سره تړاو لري. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

ډېر شنونکو وړاندیز کړی چې د واګنر ګروپ بنسټ ایښودونکی یوګیني پریګوزین احتمالاً دې ته انتظار کوي چې د اړخ غوره کولو نه مخکې د جګړې پایلې وګوري.

ځینې ​​پوهان، چې په دوی کې د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو د مرکز کترینا دوکسي شامل دی، وایي چې د واګنر ګروپ "احتمالاً په اوسنۍ شخړه کې فرصت پرستانه دریځ غوره کړي".

خو نور نښو نښانو ته اشاره کوي چې د واګنر ګروپ د مخکې نه یو اړخ غوره کړی، پداسې حال کې چې ځینې راپورونه ادعا کوي چې د همدتي آر اېس اېف ته یې وسلې چمتو کړي.

یو سوډاني ژورنالیست چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي المشارق ته وویل، "د پوځي ډلو تر منځ د جګړې په اوږدولو او ورته په لمن وهلو کې د روسیې رول هغه ډېرو کسانو ته ښه معلوم دی کوم چې د سوډان له پوځي چارو سره اشنا دي."

دغه سرچینې وویل، "که څه هم د واګنر عناصر په ښکاره توګه د یوې خوا په ملاتړ کې وسلې نه کاروي، دا یو پیژندل شوی حقیقت دی چې دوی بل لوري ته لوژستیکي ملاتړ او ساحې معلومات چمتو کوي."

هغه وويل، "د سوډان د خلکو تر منځ د ليبيا يا مالي وضعيت په سوډان کې د احتمالي تکرار په اړه وېره ورځ په ورځ زياتېږي."

په افریقا کې، واګنر ګروپ د استحصال لپاره د سرچینو بډایه هېوادونه په نښه کوي.

په مالي کې، د واګنر اجیران د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د روسیې ګټې خوندي کوي، پداسې حال کې چې د دغه هېواد شتمني لوټ کوي. د ورلډ اټلس په وینا، مالي د "سرو زرو، یورانیم، الماس" او نورو موادو بډایه زیرمې لري.

په لیبیا کې، دا ډله د پوځي ځواکمن خلیفه حفتر ملاتړ کوي، او د جګړې څخه د فرصت په توګه کار اخلي ترڅو براعظم افریقې ته خپله لاسرسي پراخه کړي. لیبیا په افریقا کې د تېلو ترټولو لویې زیرمې لري.

د واګنر ګروپ اجیر عسکر هم د مرکزي افریقا جمهوریت (سي ای آر) د حکومتي ځواکونو تر څنګ جنګیږي، چې الماس لري.

سوډان، په عېن حال کې، سره زر لري.

'د تباهۍ څنډه'

نړېوال سفارتي ماموریتونه د متوقع جګړې د زیاتوالي له کبله په چټکۍ سره بهر ته روان دي، ځکه چې د نړۍ مشران په سوډان کې د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه کوي او د سختو پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اپرېل په ۲۴مه په سوډان کې د واګنر ګروپ اجیرانو -- او د "ګڼ شمېر نورو هېوادونو" -- د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

بلینکن په واشنګټن کې د کینیا د بهرنیو چارو او د مهاجرینو د چارو لپاره د کینیا د کابینې سيکريټري الفریډ متوا سره په یو ګډ خبري کانفرنس کې وویل، "موږ په سوډان کې د پریګوزین ډلې، واګنر ګروپ، د ښکېلتیا په اړه ژوره اندېښنه لرو."

هغه وویل، "دا په افریقا کې په ډېرو مختلفو هېوادونو کې شتون لري -- یو عنصر چې، کله دا ښکېل وي، په ساده ډول مرګونه او تباهي رامنځته کوي." "او دا ډېره مهمه ده چې موږ په سوډان کې د هغې نوره ښکېلتیا ونه ګورو."

متوا وویل، "په دې ځانګړي وخت کې، دا وخت نه دی چې په جګړه کې د يو اړخ ملاتړ وکړل شي." هغه زياته کړه چې بهرني لوبغاړي "هڅه کوي چې سوډان د لوبې د ډګر په توګه وکاروي".

هغه وویل، "مونږ له بهرنیو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې سوډان یوازې پریږدي."

همداشان د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوټریس خبرداری ورکړو چې د سوډان شخړه کېدی شي ټوله سیمه او له هغې څخه هاخوا ته ورسيږي.

هغه وویل، "وضعیت په دوام داره توګه خرابېږي." "د اپرېل له ۱۵مې د جګړې له پېل راهیسې، په سلګونو کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي."

ګوټریس وویل، "موږ ټول باید په خپل توان کې هر څه وکړو چې سوډان د تباهۍ څخه وباسو."

د واګنر پراخه شتون

د سوډان سیاسي شنونکي ابو النصر الحاج وویل، "د سوډان خلک نن د عمر حسن البشیر د رژیم لخوا د شوې غلطۍ قیمت ادا کوي، کله چې يې په ۲۰۰۴ کال کې د واګنر عناصرو ته د آر اېس ېف د روزنې دنده وسپارله."

د البشیر رژیم په دارفور کې د جګړې لپاره د ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د روزنې امر کړی و.

الحاج المشارق ته وویل، "نن ورځ موږ د هغو تېروتنو قیمت ادا کوو، چې کېدی شي لږ تر لږه د لید د نشتوالي او د ارزانه ګټو د غوښتنې پایله وي."

د ورځپاڼې يوې مشهورې ژورناليستې، چې د جګړې له یوې خوا سره تړاو لري، د نوم نه ښودلو په شرط د سوډان په روانه شخړه کې د روسیې د ښکېلتیا په اړه وویل، "نن ورځ وضعیت خورا پيچيده دی."

هغې وویل، "ظاهراََ، موږ د پوځ او آر اېس اېف ترمنځ وسله واله نښته وینو، خو په حقيقت کې دا له يوې خوا د اسلامپالو ډلو او بل خوا د همدتي او واګنر عناصرو ترمنځ جګړه ده."

مخکیني خبرونو یادونه کړې چې د واګنر ګروپ اجیر عسکر د کریملین د پلانونو د یوې برخې په توګه په سوډان کې قوي حضور لري ترڅو په افریقا کې د روسیې تسلط مسلط کړي او په لویدیځ کې له سوډان څخه د سهیل سیمې په لور پرمختګ کوي.

د سیاسي چارو شنونکي بشیر اولد احمدو المشارق ته وویل، "نن په مالي کې د روسیې مداخله او له بورکینا فاسو سره د هغې قوي اړیکې د روسیې د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې کلونه وړاندې پلان شوې وه."

هغه وويل، ٔ"د ماسکو فرصت په اصل کې د بې اعتباره پوځي جنتا له خوا د پوځي کودتا یا د امنیتي ګډوډیو د رامنځته کېدو پر بنسټ دی، چې ماسکو به پکې ځان د لویدیځو هېوادونو لپاره د یو سیال په توګه وړاندې کړي."

هغه وويل، دې په مالي کې ورته کار کړی دی، چېرته چې دا په لویدیځ تور لګوي چې خلک د خپل برخلیک له ټاکلو څخه منع کوي، او هڅه کوي چې دا په سهیل سیمه کې په ډېرو هېوادونو کې تکرار کړي.

سوډاني سره زر

شنونکي عبدالمنیم ابو ادریس علي، ای اېف پي ته وویل، روسیه په ستراتیژیک ډول د موقعیت لرونکي سوډان سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي او د هغې په طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د سرو زرو په کانونو، باندې نظر ساتي.

هغه وویل، "دا په داسې حال کې ده چې روسیه په اوکراین باندې د خپل برید وروسته ځان ډېر جلا کوي، پداسې حال کې چې خرطوم په ۲۰۱۹ کال کې د عمر البشیر د رژیم له نسکوریدو وروسته د لویدیځ ملاتړ له لاسه ورکړی و."

روسیې د البشیر د درې لسیزې واکمنۍ پر مهال سوډان ته وسلې ورکړې، په ځانګړی توګه وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په ۲۰۰۵ کال کې پر دغه هېواد د دارفور د جګړې له کبله بندیزونه ولګول.

وروسته له هغې چې پوځ په ۲۰۱۹ کال کې البشیر له میاشتو د مظاهرو وروسته له واکه وغورځوو، د خرطوم او ماسکو تر منځ اړیکې خړې پړې ښکاري.

سوډاني څېړونکي احمد آدم حسین، ای اېف پي ته وویل، روسیه اوس په سور سمندر کې د اډې د جوړولو په لټه کې ده ترڅو مرکزي او لویدیځ افریقا ته یوه لاره ورکړي.

د اوبو ستراتیژیکې لارې په دې وروستیو کلونو کې د خپل جیوپولیټیک او پوځي اهمیت له امله د نړېوالو پام ځانته را اړولی دی، پداسې حال کې چې سیمه ایز او نړېوال قدرتونه لکه ایران او چین په دې دهلیز کې د خپل حضور او فعالیتونو د پراخولو لپاره کار کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500