امنیت

شنونکي د سختې جګړې باوجود د روسیې په وړاندې د اوکراین د بریا تمه لري

د اولها چیپل لخوا

یو سړی د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت په کییف کې په یو پرانیستي هوايي نمايش کې د روسيې ویجاړ شويو پوځي ګاډو ته نږدې تېرېږي. [جینیا ساویلوف/ای اېف پي]

یو سړی د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت په کییف کې په یو پرانیستي هوايي نمايش کې د روسيې ویجاړ شويو پوځي ګاډو ته نږدې تېرېږي. [جینیا ساویلوف/ای اېف پي]

کييف -- لکه څنګه چې په اوکراین د روسیې یرغل دویم کال ته داخلیږي، پوځي شنونکي د یوې سختې جګړې وړاندوینه کوي چې بالاخره به د اوکراین په بریا سره پای ته ورسیږي.

پوځي چارواکو ویلي دي چې په دې پسرلي او ګرمۍ کې به جګړه سخته وي.

د منابعو د سخت کمي سره، روسیه اوس د چټک یرغل څخه تېښتې ته مخه کوي.

میکولا مالوموژ، چې د امنیت شنونکی او له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د اوکراین د بهرنیو استخباراتو ډايريکټر پاتې شوی، کاروانسرای ته وویل، "کرملین له ستراتیژیک ناکامۍ سره مخ دی. له همدې امله [د روسیې د دفاع وزیر سرګي] شویګو او [د پوځ ستر مشر والري] ګیراسیموف پوتین ته د تش په نامه نړېوالې جګړې مفکوره وړاندې کړه."

یو اوکرایني سرتېری د فبرورۍ په ۲۳مه د روسیې د برید په جریان کې باخموت ته نږدې د روسیې په پوسټ د ډزو کولو نه مخکې په اوکراین کې د لیکل شوي پیغام 'د شوروي د اردو ورځ د فبروري 23 مبارک' سره یوه ګولۍ چمتو کوي. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

یو اوکرایني سرتېری د فبرورۍ په ۲۳مه د روسیې د برید په جریان کې باخموت ته نږدې د روسیې په پوسټ د ډزو کولو نه مخکې په اوکراین کې د لیکل شوي پیغام 'د شوروي د اردو ورځ د فبروري 23 مبارک' سره یوه ګولۍ چمتو کوي. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

د مالوموژ له مخې، په ياده مفکوره کې، چې د جعلي ادعا پر بنسټ ده چې روسیه د ناټو په ګډون د ټول لویدیځ سره جګړه کوي، لومړۍ ليکې ته د نويو ځواکونو او تجهیزاتو لیږل شامل دي.

هغه وویل، "موږ د ۵۰۰۰۰۰ متحرک سرتېرو په اړه خبرې کوو او د ټېنکونو نوي بریدګر ګروپونه جوړوو ... همدارنګه، دوی په پام کې لري چې زاړه زغره وال پرسونل وړونکي ګاډي او ګراد، اورګان او سمرچ پخپله چلېدونکي څو ډوله راکټ لانچرونه ترمیم کړي."

مالوموژ زیاته کړه، "دوی دا پلان هم لري چې د توغندیو نوي سیسټمونه چمتو کړي. د دوی شمېر زيات نه دی، خو دوی لاهم په روسیه کې تولیدیږي.

د مالوموژ له مخې، پوتین پلان لري چې پرسونل او تجهیزات په دوو مرحلو کې استعمال کړي.

په لومړي پړاو کې د ستراتیژیکو صوبو د نیولو هڅه شامله ده چې کرملین ورته د خپل اصلي لومړیتوب په توګه ګوري، او د دونباس سره، چې دونیتسک او لوهانسک صوبې پکې شاملي دي، د لېست په سر کې دي.

مالوموژ وویل، "موږ اوس د لومړي پړاو په مینځ کې یو. لومړی، زموږ ننګونه دا ده چې په دونباس، باخموت، سواتوف، کریمینا او بې شکه د اوکراین په سویلي کې د زاپوریزیا په صوبه کې خپله ځمکه وساتو."

هغه وویل، دونیتسک، لوهانسک او زاپوریزیا صوبې "درې اصلي ځایونه دي چېرې چې دښمن هڅه کوي موږ وباسي او نوي سرحدونه ونیسي."

دوېمه مرحله به په سویل او ختیځ کې د ځمکې د ترلاسه کولو لپاره په پراخه کچه یرغلیز عملیات وي.

مالوموژ وویل، "زه فکر کوم چې دوی غواړي په درېو یا څلورو میاشتو کې دوهم پړاو پېل کړي. پوتین د روسي سرتېرو څخه په روزل شویو کسانو تکیه کوي، چې زاړه، ترمیم شوي تجهیزات او ټېنکونه ورته ورکړل شوي دي، او هغه پلان لري چې په جنوب او ختیځ کې په پراخه پیمانه یرغلیز عملیات پېل کړي."

يو بل تحرک

روسیه به ډېر احتمال ولري چې د دې کار کولو لپاره یو ځل بيا سرتېري ځای په ځای کړي.

پوتین د سپتمبر په میاشت کې د نږدې ۳۰۰۰۰۰ کسانو د استخدامولو لپاره د جزوي تحرک اعلان وکړو.

د کییف د انفو ریزیسټ ویب پاڼې لپاره پوځي شنونکي الکساندر کووالینکو وویل، کرملین اړتیا لري چې نفوس متحرک کړي او یا د جزوي تحرک 2.0 اعلان وکړي یا په ښکاره اعتراف وکړي چې دوی د یو بشپړ عمومي تحرک پېل کوي."

کووالینکو وویل، روسي کمانډران اوس یوازې د دې توان لري چې خپل زیانونه کم کړي، نه چې خپل ځواکونه زيات کړي.

کووالینکو وویل، "که موږ د برید لپاره د بريدګر ګروپ جوړولو په اړه خبرې کوو، یا هر ډول یرغلیز عملیات یا تاکتيکونه پراخه کووو، نو تاسو د دې لپاره ډېرو سرچینو ته اړتیا لرئ."

کووالینکو زیاته کړه، "موږ باید دا حقیقت ومنو چې جګړه به په ۲۰۲۳ کال کې پای ته ونه رسیږي. دا ډېر احتمال لري چې دا به په ۲۰۲۴ کال کې دوام وکړي. هرڅوک باید د دې لپاره په نفسياتي توګه تيار شي."

"موږ باید په دې هم پوه شو چې هر ډول شخړه [روسانو] ته ګټه رسوي، چې د معلوماتو د سرچینو په کارولو کې ماهر دي."

کووالینکو وویل، "دښمن کولی شي د یوې اوږدې جګړې څخه د پروپيګنډې په توګه کار واخلي چې موخه یې د [اوکراین] د وګړو مورال کمزوری کول او هغوی په دې مجبورول دي چې د خپلو وسله والو ځواکونو پر وړتیا شک وکړي.

د اوکراین ځوابي عمليات

د جګړې څارونکي وايي، اوکرایني کمانډران په دې ګواښونو ښه پوهېږي.

د کووالینکو په وینا، د اوکراین وسله وال ځواکونه د سخت مقاومت ضد عملیاتو لپاره تياری کوي چې تمه کیږي د جګړې د دوهم کال مهم پرمختګ وي.

"هر څه به په تدریجي او قصدي ډول پیښ شي. هېڅ ډول ناڅاپه عملیات به نه وي -- د اوکراین د پوځ مشر د هر څه لپاره د متوازن چلند څخه کار اخلي."

کووالینکو وویل، "دا د هرچا لپاره مهمه ده چې پوه شي، د نفوس په شمول، ځکه چې خلک اکثر د چټک بریالیتوب تمه لري. دا یو مختلف حالت دی."

د امنیتي چارو کارپوه مالوموژ وویل، "بې شکه، په دې حالت کې هر څه زموږ په متحدینو پورې اړه لري."

هغه وویل، که اوکراین په دوو یا درېو میاشتو کې له خپلو شریکانو څخه تر ټولو تازه تجهیزات او وسلې ترلاسه کړي، نو دا به وکولای شي چې د عملیاتو پلان جوړ کړي او په راتلونکو درېو یا شپږو میاشتو کې ختیځ او سویل ازاد کړي.

دا به د روسیې مخه ونیسي چې د ریزرو ځواکونو د ځای پرځای کولو لپاره کافي وخت ولري چې په کور او بیلاروس کې ورته روزنه ورکوي. هغه وویل، کرملین د خپلو پوځیانو د روزنې لپاره لږ تر لږه څلورو میاشتو ته اړتیا لري.

مالوموژ وویل، "زه فکر کوم چې په مجموعي توګه، د اوکراین لپاره لید مثبت دی ځکه چې نږدې ټوله نړۍ اوس زموږ د هېواد د ملاتړ لپاره کار کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500