امنیت

خورا لويه ناکامي: د یرغل کال د پوتین د تېروتنو له امله زیانمن شوی

د اولها چیپل لخوا

کرملین پلان لرلو چې کییف په درېو ورځو کې ونیسي. پرځای یې، د یو کال په اوږدو کې زرګونه سرتېري له لاسه ورکړي او د جګړې په ډګر کې د لويو ناکاميو سره مخ شوی دی. [کاروانسرای]

کییف -- د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د ۲۴مې په سهار، لسګونه زره روسي پوځیان د اوکراین له پولې هاخوا واوښتل، چې تمه یې لرله چې څو ورځې وروسته د کییف په لويه لاره خرشچاتیک کې پرېډ وکړي.

دا انګیرنه هغه وخت د يونيفارم څخه څرګنده وه کله چې وروسته د اشغالګرو په ویجاړ شويو زغره وال ګاډو کې وموندل شول.

په هغه وخت کې، کرملین دا تصور نه شو کولی چې یو کال به پرته له دې چې د خپل پلان یوه برخه هم ترلاسه کړي تېر شي -- په داسې حال کې چې د پوځي تجهیزاتو او پرسونلو د ویجاړونکي زیان سره مخ دی.

د اوریکس په نامه یوه څارونکي ډله اټکل کوي چې روسیې په اوکراین کې د بشپړ یرغل له پېل راهیسې تر ۱۵۰۰ زیات ټينکونه له لاسه ورکړي دي. د شنونکو په وینا، ۱۰۱۷ ویجاړ شوي او ۵۴۷ نور نیول شوي دي.

اوکرایني پوځیان د اکتوبر په ۴مه د روسیې له خوا پر اوکراین د برید په ترڅ کې د دونیتسک صوبې لیمان ته څېرمه په یو سړک خپل بیرغ په زغره وال پرسونل وړونکي ګاډي باندې نصب کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

اوکرایني پوځیان د اکتوبر په ۴مه د روسیې له خوا پر اوکراین د برید په ترڅ کې د دونیتسک صوبې لیمان ته څېرمه په یو سړک خپل بیرغ په زغره وال پرسونل وړونکي ګاډي باندې نصب کوي. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

پوځي شنونکي او د اوریکس بلاګ مرسته کوونکي جاکوب جانوفسکي د فبرورۍ په ۹مه سي اېن اېن ته وویل، "روسیې جګړه له شاوخوا ۳۰۰۰ عملیاتي ټينکونو سره پېل کړه … نو ښه چانس شته چې روسیه د [خپلو] د کار وړ ټينکونو نيمه برخه له لاسه ورکړې ده."

اوریکس اټکل کوي چې کرملین په ټولیز ډول تقريبا د ۹۰۰۰ ګاډو سره د تجهیزاتو زيان ترلاسه کړی دی. او دا اټکل یوازې هغه ویجاړ شوي ګاډي ښيي چې د عکسونو یا ویډیو لخوا تایید شوي دي. د زیانونو اصلي شمېر ډېر دی.

په همدې حال کې، د بريتانيا د دفاع وزارت د فبرورۍ په ۷مه وويل چې د اوکراين په جګړه کې د روسي پوځيانو د وژل کېدو شمېر ښايي تر ۶۰۰۰۰ پورې وي، په داسې حال کې چې له پېل څخه تر اوسه پورې د روسيې د دفاع وزارت ځواکونو او خصوصي قرارداديانو ته له ١٧٥ زرو څخه تر ٢٠٠ زرو پورې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز لوړ ارقام ورکړي: د ۱۴۰۰۰۰ څخه ډېر روسي پرسونل وژل شوي دي.

یو ناکامه برید

د جګړې څارونکي وايي، د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین جواري د یرغل له پېل راهیسې په کال کې د پرله پسې ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د روسیې د تش په نامه "ځانګړو عملیاتو" لومړیو څو ساعتونو په لویه کچه د جګړې بڼه جوړه کړه.

د روسیې پوځ د خوراکي توکو او د تېلو له کمي، د زغره والو ګاډو د پرېښودو او د الوتکو له زيان سره مخ شو.

د بریدګرو سرتېرو قطارونه ودرېدل، او اوکراینیانو د کرملین هوایي ځواک د فضا د کنټرولولو څخه منع کړو.

د اوکراین ځواکونو روسان خپلې خاورې ته خورا زيات راجلب کړل او بیا یې اکمالاتي لارې ویجاړې کړې، او بالاخره یې له کییف صوبې څخه شاتګ ته اړ کړل.

ایوان سټوپاک، چې د اوکراین د امنیت خدماتو (اېس بي يو) پخوانی افسر او د اوکراین د راتلونکي انسټیټیوټ شنونکی دی وویل، "زما لپاره، ترټولو مهمه، پریکړه کونکي شیبه هغه وه کله چې کییف په لومړیو ورځو کې زیانمن نه شو. دا له سقوط سره مخ نه شو. دا د پام وړ مهمه شيبه وه."

هغه وویل، "دا هغه وخت و چې زه پوهیدم چې هرڅه به سم شي. دا به اوږد او سخت وخت وي، خو پای به زموږ لپاره مثبت وي."

"د کییف صوبې آزادۍ ټولو ته هیله ورکړه."

ایوان کریچیفسکي، چې په کییف کې مېشته مشورتي شرکت، ډیفنس ایکسپریس، کې پوځي شنونکی دی، موافقه وکړه.

هغه وويل، "د روسيې يوه ستره ماتې دا وه چې د جګړې په لومړيو ګهنټو کې يې هڅه وکړه چې زموږ هوايي دفاع او هوايي ځواک مات کړي، خو ونه توانېدو."

"د ... جګړې په لومړیو ساعتونو کې دا ناکامي په ستراتیژیکي توګه خورا مهمه ده چې [روسیان] لا هم ورسره مخ دي."

د اپرېل په ۱۴مه د میزایل کروزر موسکوا، چې د روسیې د تور سمندرګي بیړۍ ده، ډوبېدل یوه بله لویه ماتې وه.

کریچیفسکي وویل، "د موسکوا د ډوبیدو پېښه باید د یوې واحدې بریا په توګه جلا شي." دا يو داسې حقیقت په ګوته کوي چې دا په تاریخ کې لومړۍ کروزر کلاس کښتۍ وه چې د توغندیو لخوا ډوبه شوه.

هغه وویل، "هیچا مخکې دا کار نه و کړی. زموږ دوو نیپچون توغنديو [ياده بېړۍ] په نښه کړه."

د سپتمبر په میاشت کې د خارکیف په صوبه کې بریالي ځوابي برید او د نومبر په میاشت کې د خرسون آزادولو د روسیې راتلونکې ناکامۍ -- او په جګړه کې د بدلون يوه مهمه نقطه په ګوته کړه.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د نومبر په ۲۰مه په خپل رسمي ټیلیګرام چینل کې ولیکل، "دا د بدلونونو سمبول دی، وروسته له دې چې خلک د مخکې نه پوهيږي چې څوک به بريالي وي -- که څه هم دوی لاهم د دې لپاره مبارزه کوله."

"دا بالکل هغه څه دي چې موږ يې اوس احساس کوو. اوس چې خرسون ازاد دی."

د توازن بدلول

خو شاید د جګړې په اوږدو کې د پوتین ترټولو لویه ناکامي د اوکراین د متحدینو یو ځای کېدل و، چې له هغه وخته یې د لوړ تحرک د توپچي توغندیو سیسټم (هيمارس) په ګډون خورا دقیقې وسلې چمتو کړي دي.

په کییف کې د یونایټیډ اوکراین د څېړنيزې موسسې سیاسي شنونکي ایهور پیټرینکو وویل، "دا خورا مهمه ده. له اوکراین سره مرستې مخ په زیاتیدو دي. سرعت ګړندی کیږي. دا لړۍ په پراخیدو ده."

هغه وویل، "ټوله مهذبه نړۍ د اوکراین لپاره ده: متحده ایالات، اروپایي اتحادیه، بریتانیا او نور ډیر هېوادونه. او توازن نور په ښکاره ډول د روسیې په ګټه نه دی."

هغه وویل، "په لومړي سر کې، دوی فکر کولو چې کیف به په درېو یا څلورو ورځو کې ونیسي. بیا دوی د وخت چوکاټ څو میاشتو ته لوړ کړو."

پیټرینکو جنرل سرګي سروویکین ته په اشارې سره چې د اکتوبر په میاشت کې په اوکراین کې د روسي ځواکونو قومندان ټاکل شوی و، وویل، "بیا دوی سروویکین ترلاسه کړو او پریکړه یې وکړه چې د سوریې په څېر د تروریستي تاکتیکونو څخه کار واخلي، خو ياد تاکتيک هم کار ونه کړو."

سروویکین مخکې په سوریه کې د روسیې د فضايي ځواکونو مشري کړې وه، چېرته چې هغه د وحشیانه تاکتیکونو لپاره مشهور و، چې پکې په ملکي اهدافو بریدونه او د کیمیاوي وسلو کارول شامل ول.

د جنورۍ په میاشت کې د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړو چې د سروویکین پر ځای يې د روسیې د جنرل سټاف ستر مشر والیري ګیراسیموف ټاکل شوی دی.

پیټرینکو وویل، "اوس کرملین ګیراسیموف ځای په ځای کړی او هیله لري چې دا ټول په یوه اوږده شخړه بدل کړي، خو زه فکر کوم چې دوی به د ورته بریا -- صفر -- سره مخ شي."

'د مرګ سزا'

شنونکي وايي، د تېر کال اصلي پایله یوه ستړې شوې روسیه ده چې پوځیان یې فلج شوي دي.

د ډيفنس ایکسپریس مشاورتي شرکت کیریچیفسکي وویل، "دوی سرچینې نلري، خو بیا هم دوی مخ په وړاندې ځي."

هغه د روسلان پوخوف، هغه شخص چې کرملین ته په کلکه وايي چې "روسیه د برید کولو لپاره په هېڅ حالت کې چمتو نه ده، په حواله وويل، پداسې حال کې چې روسي پروپيګنډه کونکي ټینګار کوي چې هرڅه سم دي، خو د روسیې د دفاع وزارت مشاورین په دې اړه ډېر روښانه دي.

پخوف په ماسکو کې د ستراتیژیو او ټیکنالوژیو د تحلیل مرکز ډايريکټر دی.

سټوپاک، چې د اېس بي يو پخوانی افسر دی، وویل، "ایا تاسو پوهیږئ چې د روسیې لویه ستونزه څه ده؟ بې بنياده نفرت."

هغه وویل، "کله چې بې بنياده نفرت وي، کله چې بې بنياده کرکه وي، نو بیا منطقي پاتې کېدل ګران ګار دی. تاسو نشئ کولی په بې طرفۍ سره خپل اقدامات وټاکئ."

پیټرینکو وویل، "د روسیې لپاره، وضعیت خورا کړکیچن دی."

"او د روسیې اصلي ستونزه پوتین دی. که چېرې د هیواد بل، وړ صدر او مشر وای، هغه به د مخکې نه په دې پوه شوی و چې د مناسبو وړاندیزونو سره خبرو اترو ته اړتیا لري."

"خو د پوتین لپاره، خبرې اترې د ماتې اعتراف دی -- په بل عبارت، د مرګ سزا."

پیټرینکو وویل، "هغه ښه پوهیږي چې هغه به د یو کمذوري شخص په څېر ووژل شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500