تجزيه

د اوکراین جګړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د روسیې مقام له ګواښ سره مخ کړی

د پاکستان فارورډ لخوا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپتمبر په میاشت کې. [ايډ جونز/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپتمبر په میاشت کې. [ايډ جونز/ای اېف پي]

په اوکراین کې د روسیې جګړې او د فبرورۍ له حملې وروسته د بشري حقونو سرغړونو په نړۍ کې د هغې شهرت ته زیان رسولی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه یې د ایستلو لپاره غوښتنه شوې ده.

اوکراین تر دې مخکې د روسیې له نړېوال سازمان څخه د وتلو غوښتنه کړې وه.

فارن پالیسي مجلې د دسمبر په ۱۴ مه راپور ورکړو چې د متحده ایالاتو پارلماني غړيو چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ کمیسیون (هیلسینکي کمیسیون) غړي دي د متحده ایالاتو کانګرس ته یوه مسوده وړاندې کړې چې له متحده ایالاتو څخه غواړي چې روسیه دې له شورا څخه وباسي.

دغه مجلې وويل، د هیلسینکي کمیسیون له کانګرس څخه غواړي چې استدلال وکړي چې د روسیې جګړې "د ملګرو ملتونو له اهدافو او اصولو سرغړونه کړې"، او له حکومتي ادارو څخه غواړي چې په ملګرو ملتونو کې د روسیې امتیازات محدود کړي.

عدلي تخنیکان د سپتمبر په ۱۸مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په څنډه کې په یو ځنګل کې د ډله ایز قبر په ځای کې د بدن کڅوړه وړي. اوکرایني چارواکو د پخواني روسي اشغال شوي ښار ایزیوم بهر شاوخوا ۴۵۰ قبرونه وموندل، پداسې حال کې چې په ځینو لاشونو کې د ځورنې نښې شتون لري. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

عدلي تخنیکان د سپتمبر په ۱۸مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په څنډه کې په یو ځنګل کې د ډله ایز قبر په ځای کې د بدن کڅوړه وړي. اوکرایني چارواکو د پخواني روسي اشغال شوي ښار ایزیوم بهر شاوخوا ۴۵۰ قبرونه وموندل، پداسې حال کې چې په ځینو لاشونو کې د ځورنې نښې شتون لري. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د دسمبر په ۱۵مه له ماسکو څخه بهر د ویډیو لینک له لارې د ستراتیژیکو پراختیا او ملي پروژو لپاره د روسیې شورا د غونډې مشري کوي. [میخایل میتزیل/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د دسمبر په ۱۵مه له ماسکو څخه بهر د ویډیو لینک له لارې د ستراتیژیکو پراختیا او ملي پروژو لپاره د روسیې شورا د غونډې مشري کوي. [میخایل میتزیل/سپوتنیک/ای اېف پي]

په دغه قانون کې ویل شوي چې روسیې د ملګرو ملتونو له منشور څخه "ښکاره سرغړونې" کړې چې د امنیت شورا د څوکۍ د ساتلو حق یې تر پوښتنې لاندې راولي.

په دې سرغړونو کې "د اوکراین په څلورو اوبلاستونو [صوبو] کې د غیرقانوني الحاق رایه، د اوکراین په ښارونو لکه بوچا کې ظلمونه، د اتومي وسلو ګواښ او د نړۍ د خوراکي توکو رسد له خطر سره مخ کول" شامل دي.

دغه مجلې یادونه وکړه چې قانون په قانوني توګه پابند نه دی خو دې "فکر ته تقويت ورکوي" چې څنګه د روسیې د نفوذ مخنیوی وشي.

جنګي جنایتونه او ظلمونه

د نومبر په نیمایي کې، د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي په یوه وینا کې په روسي پوځیانو تور ولګوو چې د خیرسون په صوبه کې يې د ۴۰۰ څخه ډېر جنګي جرمونه او "ظلمونه" کړي دي. دغه صوبه روسيې د سپتمبر په ۳۰مه په غیرقانوني توګه ضمیمه کړې وه.

هغه وویل، "د روسیې پوځ هلته هغه ډول وحشتونه وکړل چې دوی د دغه هېواد په نورو سیمو کې کړې ول، کوم ته چې دوی داخل شوې ول."

بي بي سي راپور ورکړو، د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین د سپتمبر په مياشت کې وویل چې د هغه دفتر د روسیې د ځواکونو لخوا ترسره شوي ۳۴۰۰۰ احتمالي جنګي جرمونه مستند کړي او د نسل وژنې لپاره يو کېس تياروي.

په دغه راپور کې ویل شوي، "د اوکراین په هغو څو برخو کې ډله ییز قبرونه موندل شوي چې پخوا د روسیې ځواکونو لخوا نیول شوي ول، چې د ځینو ملکي کسانو لاشونو پکې شامل دي چې د ځورونې نښې لري."

"د اپرېل په میاشت کې، د کيیف په څنډه کې د بوچا په ښار کې د ۴۰۰ څخه ډېر د ملکي وګړو لاشونه وموندل شول. د سپتمبر په میاشت کې، ۴۵۰ لاشونه -- چې زیاتره یې ملکي وګړي وو -- د خارکیف په سیمه ایزيوم کې په ډله ایزو قبرونو کې وموندل شول."

بي بي سي زیاته کړه، "د مارچ په مياشت کې روسي ځواکونو په ماریوپول کې په یو تیاتر هوايي برید وکړو چې د ماشومانو لپاره د پناه په توګه کارول کېدو." "په مارچ کې په ماریوپول کې په یو هسپتال هم برید وشو."

د مارچ په ۲۳مه، د روسیې له خوا په اوکراین له برید نږدې یوه میاشت وروسته، د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړو چې د متحده آيالاتو د حکومت په ارزونه کې، "د روسیې د ځواکونو غړو په اوکراین کې جنګي جرمونه کړي دي".

بلینکن وویل، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د یوې بې بنياده او غیر عادلانه جګړې د پيلولو راهیسې "بې ساری تاوتریخوالی پېل کړی دی، چې په اوکراین کې يې مرګونه او تباهي رامنځته کړې ده."

هغه وویل، "موږ د بې توپیره بریدونو او د هغه بریدونو، چې په قصدي توګه ملکي وګړي په نښه کوي، او همدارنګه د نورو ظلمونو په اړه ډېر معتبر راپورونه لیدلي دي."

"د روسیې ځواکونو د اپارتمانونو ودانۍ، سکولونه، هسپتالونه، مهمې زیربناوې، د عامو خلکو ګاډي، د شاپینګ مرکزونه او امبولانسونه ویجاړ کړي او په زرګونو بې ګناه ملکي وګړي یې وژلي یا ژوبل کړي دي."

هغه زیاته کړه، "ډېر هغه ځایونه چې د روسیې ځواکونو په نښه کړي، په ښکاره توګه پيژندل شوي چې عامو خلکو کارول." هغه زیاته کړه چې پدې کې د ماریوپول د زیږون هسپتال شامل دی.

د روسیې شهرت زیانمن شوی

په اوکراین کې د روسیې پوځي عملیاتو د یو پوځي ځواک په توګه د روسیې شهرت سخت زیانمن کړی او د هغې د زبر ځواک حیثیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د اکتوبر په ۱۱مه د سي اېن اېن سره په مرکه کې، د متحده ایالاتو صدر جو بایډن وویل چې پوتین د اوکراین په اشغال کې "د پام وړ غلطه اندازه" لګولې وه.

بایډن وویل هغه فکر نه کوي چې روسیه به تاکتیکي اټومي وسلې وکاروي خو خبرداری یې ورکړو چې حتی د پوتین ګواښونه بې ثباته کونکی اغیز لري چې ممکن په اندازه لګولو کې د احتمالي غلطیو لامل شي.

بایډن وویل، "زه فکر کوم چې دا د هغه لپاره غیر مسؤلانه خبره ده چې په دې اړه خبرې وکړي، دا نظر چې د نړۍ یو له لوی اټومي ځواک څخه د نړۍ مشر وايي چې هغه ممکن په اوکراین کې تاکتیکي اټومي وسلې وکاروي."

د بروکینګز انسټیټیوټ لوړپوړي ملګري سټیون پیفر د دسمبر په ۸ مه په یو راپور کې ولیکل، "په داسې حال کې چې جګړه د اوکراین او اوکراینیانو لپاره یوه تراژیدي ده، دا د روسیې لپاره -- په پوځي، اقتصادي او جغرافيايي او سياسي توګه هم یو ناوړه پېښه ثابته شوې ده."

هغه وویل، "يادې جګړې د روسیې پوځ ته سخت زیان رسولی او د هغې شهرت یې خراب کړی، اقتصاد یې ګډوډ کړی او په اروپا کې یې د ماسکو جغرافيايي او سياسي انځور خورا ډېر بدل کړی دی.

"دا به د متحده ایالاتو او روسیې په اړیکو کې د نورمال حالت بېرته بحالول ستونزمن کړي، که ناممکن نه وي."

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر اندري زاګورودنیوک د سپتمبر په ۱۳مه د اتلانتیک شورا په تجزيه کې ولیکل چې د اوکراین د دفاع بریالیتوب "د یو پوځي زبرځواک په توګه د روسیې د شهرت تر شا ریښتینی حقیقت په ډاګه کړی دی."

هغه وویل، "په اوکراین کې د روسیې د پوځ ستونزې د پوتین د استبدادي واکمنۍ کمزورۍ په ګوته کوي." هغه یادونه وکړه چې د روسیې مشر "د خپلې پروپيګنډې قرباني شو"، پداسې حال کې چې قوماندانانو يې "په ساده ډول د هغه د مخالفت کولو سره ويره لرله".

هغه وویل، "یرغل کونکي ځواک د ۲۰۲۲ کال په پېل کې راغونډ شوی و او د دې دندې لپاره خورا ناکافي و، خو د اوکراین د ویجاړولو په اړه د پوتین شخصي لیوالتیا پدې معنی وه چې هېڅ يو کس جرئت نه لرلو چې هغه ته يې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی وې."

هغه زیاته کړه، "د دې پر ځای، د روسیې د پوځ په نه ماتېدو د پوتین بې بنياده باور او د اوکراین په غير مشروعيت باندې د هغه بې بنسټه اصرار په لا زیاتو پوځي فيصلو باندې غالب شو."

په ایران -- چې یو نړېوال مردود دولت دی او دیوالیه کیدو ته نږدې دی او د بندیزونو سره هم مخ دی -- باندې د روسیې د پوځ نوي تکيه د کرملین په وړاندې د پراخه ستونزو یوازینۍ بیلګه ده ځکه چې د خپل خورا کوچني ګاونډي په لاس د ماتې سره مخ دی.

خو دا د نا امیدۍ او انزوا هغه کچه په ګوته کوي چې روسیه ورسره په اوکراین کې د خپلې جګړې په پایله کې مخ ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500