امنیت

د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه چې پوتین به د اوکراین په اړه د "د مخکې پلان شوې جګړې" مسؤل وګرځوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین کې د روسیې د کړنو پر ضد په ټوکیو کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [فیلیپ فونګ/ای اېف پي]

یو سړی د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین کې د روسیې د کړنو پر ضد په ټوکیو کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [فیلیپ فونګ/ای اېف پي]

واشنګټن -- د نړۍ مشرانو د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۴مه) په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید په چټکۍ سره غندنه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې ماسکو ته به د دې غیر قانوني تیري جګړې لپاره په سیاسي او اقتصادي توګه سزا ورکړي.

روسي پوځیانو د پنجشنبې په ورځ په مختلفو محاذونو کې په اوکراین یرغل وکړو، چې په اروپا کې يې له ۱۹۴۵ کال راهیسې تر ټولو لويه جګړه پیل کړه.

په یو بیان کې چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین لخوا په اوکراین کې د پوځي عملیاتو د پیل د اعلان لږ وروسته خپور شو، د متحده ایالاتو صدر جوبایډن وویل چې هغه به ډېر ژر د روسیې لپاره "پایلې" وضع کړي.

بایډن وویل، "د ټولې نړۍ دعاګانې نن شپه د اوکراین له خلکو سره دي ځکه چې دوی د روسیې د پوځي ځواکونو له خوا د بې دليله او غیر عادلانه برید سره مخ دي."

خلکو د فبرورۍ په ۲۴مه په برلین کې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد مظاهره وکړه. [جان مکډوګل/ای اېف پي]

خلکو د فبرورۍ په ۲۴مه په برلین کې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ضد مظاهره وکړه. [جان مکډوګل/ای اېف پي]

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي (مخې ته)، چې د لیتوانیا او پولنډي سیالان ګیتاناس نوسیدا او اندرزیج دودا يې شاته راروان دي، د فبرورۍ په ۲۳مه په کییف کې د خپلو خبرو اترو وروسته د ګډ خبري کانفرانس لپاره راځي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي (مخې ته)، چې د لیتوانیا او پولنډي سیالان ګیتاناس نوسیدا او اندرزیج دودا يې شاته راروان دي، د فبرورۍ په ۲۳مه په کییف کې د خپلو خبرو اترو وروسته د ګډ خبري کانفرانس لپاره راځي. [سرګي سوپینسکي/ای اېف پي]

هغه وویل، "پوتین د مخکې نه پلان شوې جګړه غوره کړې ده چې ډېره مرګ ژوبله به رامنځته کړي او خلک به له ستونزو سره مخ کړي." "یوازې روسیه د مرګ او تباهۍ مسؤله ده چې د دې برید په پايله کې به رامنځته شي."

هغه اعلان وکړ، "نړۍ به روسیه حساب ورکولو ته اړ کړي."

بایډن د اوکرایین له صدر ولادیمیر زیلینسکي سره هم د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې وروسته له هغې چې د هېواد په ډېرو برخو کې د چاودنو غږونه واوریدل شول.

بایډن له ټیلیفون وروسته په یو بیان کې وویل، "موږ به د اوکراین او د اوکراین له خلکو سره خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړو."

زیلینسکي په یو آنلاین بریفنګ کې وویل، "روسیې په یو بزدلانه او ځان وژونکي ډول په اوکراین برید وکړو، لکه څنګه چې نازي جرمني د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال کړی و."

بايډن بيان وويل، د جي ۷ مشرانو -- برتانیه، کاناډا، فرانس، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحده ایالاتو -- د پنجشنبې په ورځ یو مجازي، د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه ترڅو د هغو پایلو په اړه بحث وکړي چې دوی به یې د اوکراین او نړیوالې سولې او امنیت پروړاندې "د بې ضرورته جارحانه اقدام" له امله د روسيې پروړاندې پلي کړي."

د بهرنیو چارو وزارت وويل، د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د ناټو له مشر جینس سټولټنبرګ سره هم خبرې وکړې چې پر اوکراین یې د "بې دلیله او غیر عادلانه برید" غندنه وکړه.

سفارتکارانو ای اېف پي ته وویل، ناټو به د جمعې په ورځ د روسیې د برید په اړه مجازي غونډه وکړي، ځکه چې دغه اتحاد د بیړنۍ غونډې وروسته اعلان وکړو چې د غړو هېوادونو د ساتنې لپاره "اضافي ګامونه" اخیستل کیږي.

د 'جنګي جنایتکارانو' غندنه

د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونیو ګوتریش د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بیړنۍ غونډې وروسته له پوتین څخه په مستقیمه او شخصي توګه غوښتنه وکړه او په هغه يې ټينګار وکړو چې د "بشریت په نوم" دا برید ودروي.

هغه وویل، "د انسانیت په نوم، اجازه مه ورکوئ چې په اروپا کې د پیړۍ له پیل راهېسې ترټولو بده جګړه پیل شي."

"جګړه باید اوس ودرول شي."

سټولټنبرګ دغه برید د "نړیوال قانون یوه ستره سرغړونه" وبلله او ویې ویل، روسیې د یو خپلواک او آزاد هېواد پر وړاندې د تېري لاره غوره کړې ده."

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر سرګي کیسلیتسيا د چهارشنبې په ورځ د یوې بېړنۍ غونډې په ترڅ کې د روسیې له سفیر څخه وغوښتل چې د شورا د رییس په توګه دې خپله دنده پريږدي.

په ښکاره ډول جذباتي کیسلیتسيا وویل "د جنګي جنایتکارانو لپاره د خلاصون ځای نشته. دوی مستقیم دوزخ ته ځي، سفیره."

د برتانیې وزیر اعظم بوریس جانسن په ټویټر کې ولیکل، "صدر پوتین پر اوکراین د دې بې دليله برید په کولو سره د وینو تویولو او تباهۍ لاره غوره کړې ده." "بریتانیا او زموږ متحدین به پرېکنده ځواب ورکړي."

د کاناډا وزیر اعظم جسټین ټروډو په یو بیان کې وویل، "دا بې دليله او خطرناک عملونه به بې سزا پاتې نشي."

'د بې شمېره خلکو ژوند تباه شوی دی'

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل وويل، روسیه له "بې ساري انزوا" سره مخ شوې ده او اروپايي ټولنه به پرې تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.

هغه وویل، "دا د بلاکونو پوښتنه نه ده. دا د سفارتي ځواک د لوبو پوښتنه نه ده. دا د ژوند او مرګ خبره ده. دا زموږ د نړیوالې ټولنې د راتلونکي پورې اړه لري."

د اروپايي اتحادیې مشرانو اروسولا وان ډیر لیین او چارلس میشل ټویټ وکړو، "د تیارې په دې ساعتونو کې، زموږ فکرونه د اوکراین او د بې ګناه ښځو، نارینه وو او ماشومانو سره دي ځکه چې دوی د دې بې دليله برید او د خپل ژوند لپاره د ویرې سره مخ دي." "موږ به کرملین حساب ورکولو ته اړ کړو."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر (يو اېن ايچ سي آر) فیلیپو ګراندي خبرداری ورکړو چې په اوکراین د روسیې برید به "ویجاړونکي" بشري پایلې ولري او له ګاونډیو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې د هغه کسانو لپاره پولې خلاصې وساتي کوم چې د تاوتریخوالي څخه تېښته کوي.

هغه په يو بيان کې وويل، "په ملکي وګړو باندې بشري پایلې به ویجاړونکي وي. په جګړه کې هیڅ ګټونکي نشته خو بې شمېره خلک به تباه شي."

نړۍ به 'دا هېر نه کړي'

د نړۍ ټولو مشرانو د روسیې یرغل غندلی دی.

د جرمني چانسلر اولاف شولز د پوتين په "غير اخلاقي عمل" باندې نيوکه وکړه او له زيلينسکي سره يې خبرې وکړې او د هغه سره يې د خپل هېواد د "بشپړ پيوستون" څرګندونه وکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک خبرداری ورکړ چې نړۍ به "د شرم دا ورځ هېره نه کړي".

د جرمني د اقتصاد او اقلیم وزیر رابرټ هابیک وویل، "دا برید به د روسیې لپاره سختې سیاسي او اقتصادي پایلې ولري."

د فرانس صدر ایمانویل مکرون په ټویټر باندې ولیکل، "روسیه باید سمدستي خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي."

د جاپان وزیر اعظم فومیو کیشیدا د خپل ملي امنیت شورا له غونډې وروسته وویل، "د روسیې وروستی برید د نړیوال نظم بنسټ ماتوي، کوم چې د وضعیت د بدلون لپاره یو اړخیزه هڅو ته اجازه نه ورکوي."

وزیر اعظم کیریاکوس میتسوتاکیس د پنجشنبې په ورځ د پوځ او انرژۍ کارمندانو سره د بیړنۍ غونډې په پیل کې وویل، "یونان په ښکاره ډول بدلون غوښتونکي عملونه غندي."

د ايټاليې وزير اعظم ماريو درګي له پوتين څخه وغوښتل چې "د وينې تويېدنه سمدستي پای ته ورسوي او د څه شرط پرته خپل پوځي ځواکونه وباسي".

هغه وویل، "اوس وخت دی چې" د روسیې په وړاندې د بندیزونو یوه خورا سخته لړۍ ولګول شي."

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (او اېس سي اي) چې روسیه یې غړیتوب لري، وويل، "په اوکراین باندې دغه برید د میلیونونو خلکو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړی او د نړیوالو قوانینو او د روسیې له ژمنو څخه یوه ستره سرغړونه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500