جرم او انصاف

ایران د افریقې ښکر له ترهګرو سره د وسلو د قاچاق په شبکه کې خورا بوخت دی

د پاکستان فارورډ لخوا

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۱ او ۱۲مه د سومالیه په ساحل کې د قاچاق وړونکي کښتۍ څخه د وسلو يوه لويه زيرمه ترلاسه کړه چې د کلاشینکوف په څېر ټوپکونه او د راکټ په واسطه استعماليدونکي لاسي بمونه پکې شامل و. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۱۱ او ۱۲مه د سومالیه په ساحل کې د قاچاق وړونکي کښتۍ څخه د وسلو يوه لويه زيرمه ترلاسه کړه چې د کلاشینکوف په څېر ټوپکونه او د راکټ په واسطه استعماليدونکي لاسي بمونه پکې شامل و. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

ایرانيان د څو ملیونه ډالرو وسلو د قاچاق په عملياتو کې ښکېل دي، چې متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ (د نومبر په لومړۍ نېټه) په تور لیست کې شامل کړي دي، چې د ایران، یمن او د افریقې ښکر تر منځ یې وسلې انتقال کړې وې.

ایرانۍ وسلې او پیسې په غيرقانوني شبکه کې ژورې ښکیلې دي، چې په ښکاره ډول د الشباب تاوتریخوالي ته وده ورکوي. الشباب په سومالیه کې د القاعدې او د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش-سومالیه) سره تړاو لري.

د متحده ایالاتو بندیزونه، چې اته کسان او یو شرکت په نښه کوي، دوه ورځې وروسته له هغې اعلان شول کله چې الشباب د اکتوبر په ۲۹مه د هغه بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه واخیستو چې د سومالیه په مرکزي ښار موګادیشو کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل او ۳۰۰ نور ژوبل کړل.

د متحده ایالاتو د خزانې په وینا، دغه بندیزونو "د وسلو د قاچاق د شبکې لپاره مهم مرکزونه په نښه کړل چې د داعش سومالیه سره نږدې تړاو لري".

ځایي اوسیدونکي په موګادیشو کې د اکتوبر په ۳۰مه ملبې ته ګوري وروسته له هغې چې یوه ورځ مخکې د موټر بمي چاودنې د پوهنې وزارت په نښه کړو او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه پکې ووژل شول. [حسن علي المي/ای اېف پي]

ځایي اوسیدونکي په موګادیشو کې د اکتوبر په ۳۰مه ملبې ته ګوري وروسته له هغې چې یوه ورځ مخکې د موټر بمي چاودنې د پوهنې وزارت په نښه کړو او لږ تر لږه ۱۰۰ تنه پکې ووژل شول. [حسن علي المي/ای اېف پي]

"دا شبکې په اصل کې د یمن او سومالیه ترمنځ فعالیت کوي او په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې (AQAP) او الشباب سره قوي اړیکې لري." دغه وزارت یادونه وکړه چې دا د متحده ایالاتو لومړني بندیزونه دي چې په داعش-سومالیه باندې ولګول شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ډېر منع شوي کسان په نورو غیرقانوني فعالیتونو کې هم ښکېل دي، چې پکې سمندري غلا او چاپیریالي جرمونه شامل دي. دا فعاليتونه په سیمه کې د غیرقانوني شبکو سره د دوی ادغام په ډاګه کوي.

دې وویل، "داعش په زیاتیدونکي توګه په ختیځ افریقا کې د عایداتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی." "داعش-سومالیه، چې د ملکي خلکو په وړاندې تروریستي بریدونو ته دوام ورکوي، د تمویل او استخدام لپاره د ځایي ټولنو څخه په زور د پيسو اخېستولو سره د خپلو فنډونو زياتره برخه ترلاسه کوي."

دغه وزارت زیاته کړه، "دا ډله د سومالیه هغه سوداګرو او ملکي وګړو ته سزا ورکوي، هغوی ډاروي او وژني، کوم چې د دوی مالي ملاتړ نه کوي او دوی ته تجهیزات نه چمتو کوي."

داعش-سومالیه په اکتوبر ۲۰۱۵ کال کې د عبديقادر مومن په مشرۍ له داعش سره بیعت وکړو، چې مخکې د الشباب ډلې یو لوړ پوړی مشر و چې د سومالیه په پونټلینډ سیمه کې فعالیت کوي.

متحده ایالاتو مومن او داعش - سومالیه دواړه د ترهګرو په توګه نومولي دي.

د خزانې وزارت وویل، "داعش-سومالیه په عمومي ډول د نورو ترهګرو سازمانونو لکه الشباب او د سوماليې د سمندري غلو او قاچاق وړونکو ډلو سره کار کوي، چې د پیسو او نورو منابعو د ترلاسه کولو لپاره به په هر ډول تادیه کونکي باندې وسلې وپلوري."

له ایران څخه قاچاق شوې ټوپکونه

د سه شنبې په ورځ په تور لیست کې د شامل شويو اتو کسانو څخه، څلورو یې په ښکاره ډول د ایراني اتباعو او یا په یمن کې د ایران له پراکسيانو يا د حوثیانو سره اړیکې لرلې.

عبدالرحمان محمد عمر، چې له یمن څخه سومالیه ته يې وسلې قاچاق کړې وې، د ۲۰۲۰ کال پورې په پنټلینډ کې د غیرقانوني وسلو ترټولو فعال واردونکی و، او د څلورو کلونو په موده کې یې د ۲ ملیونه ډالرو څخه ډېر راکړه ورکړه ترسره کړې ده.

د متحده آيالاتو د خزانې وزارت وویل، هغه لږ تر لږه د ۲۰۱۷ کال له پېل راهیسې داعش-سومالیه او الشباب ته د وسلو په اسانتیاوو کې لاس لرلو او د AQAP له تسهیل کوونکي سیف عبدالرب سالم الحیاشي سره یې له نژدې کار کړی دی.

د ۲۰۲۰ کال په نیمایي کې، عمر د داعش-یمن له غړي څخه داعش-سومالیه ته د وسلو په لیږد کې مرسته کړې وه. د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې، هغه د یمن د حضرموت صوبې د ساحلي ښار آش شهر څخه د وسلو یو بار ترتیب او ترلاسه کړو.

دا بار چې د داعش-سومالیه د غړو په غوښتنه اخیستل شوی و، او په دې کې له ایران څخه د ۳۰ څخه زیات G3 ټوپکونه، نورې وسلې، د ۳۰ څخه زیات د مشین ګنو بکسونه او ټوپکونه او د چاودیدونکو توکو د پیل کولو مشینونه شامل ول.

د خزانې وزارت وویل، د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې، عمر د صومالیه د بقعد بندر څخه بهر فعالیت کوي، چې د یمن څخه په کښتيو کې وسلې قاچاق کوي. دغه وسلې د واورې او کبانو لاندې پټې شوې وي.

کله چې بندر ته ورسيږي، عمر، چې د سه شنبې په ورځ په تور لیست کې شامل شوی و، د احمد حاجي علي حاجي عمر سره اړیکه نيسي، ترڅو وسلې په اوښانو او خرو بار کړي، چېرې چې دوی په سپینو چينو او د وریجو په کڅوړو کې پټیږي او د شپې د قندالا غرونو ته لیږدول کیږي.

دلته یې د داعش-سومالیه او الشباب غړي ترلاسه کوي.

عمر د هغو شرکتونو سره هم اړیکه لري چې په غیرقانوني، غير منظم شوي او غیر راپور شوي کب نیولو او د کب نیولو په جبري کار کې ښکېل دي.

د ایراني وسلو قاچاقبران

د وسلو قاچاق وړونکی مهاد عیسی عدن، چې د وسلو په سوداګرۍ کې د عمر ملګری دی، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په داعش-سومالیه او الشباب دواړو باندې وسلې پلورلې وې او په یمن کې يې د وسلو عرضه کونکو ته نږدې ۸۰۰۰۰۰ ډالره انتقال کړې ول.

د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د متحده آيالو د خزانې وزارت وویل، عدن د ایراني وسلو له قاچاقبرانو سره کار کړی و او خپلې وسلې یې له یمن او ایران څخه ترلاسه کړې وې.

د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې، عدن د وسلو یو له خورا مشهور قاچاق وړونکو څخه و چې د یمن او پونټلینډ، سومالیه تر منځ یې فعالیت کولو. ياد ځايونه په یمن او سومالیه کې د وسلو د قاچاق د شبکو ترمنځ د يوې کلیدي اړيکې په توګه کار کوي.

همدارنګه په پنټلینډ کې عیسی محمود یوسف مېشت دی، چې د داعش-سومالیه د وسلو او لوژستیک تسهیل کونکی او د وسلو قاچاق کونکی دی چې د مومن خپل او د پنټلينډ سمندري شبکې پخوانی مشر دی.

د خزانې وزارت وویل، یوسف د قاچاق وړونکو کښتیو یوه شبکه پرمخ وړي، چې په دې کې يو څو د هغه ملکيت دي او له يمن څخه د داعش-سوماليه لپاره د وسلو د لېږدولو لپاره یې کاروي. په دغه وسلو کې AK-47, PKM, RPG-7, او د IED پرزې شاملې دي.

يوسف په مستقيمه توګه د داعش-سوماليه د غوښتنو پر بنسټ لېږد رالېږد همغږي کوي چې د دغه ډلې لپاره وسلې او غير وژونکي اکمالات دواړه پکې شامل دي.

هغه د تور بازار د قاچاقبرانو یوه شبکه هم چلوي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې د داعش-سومالیه لپاره يې د وسلو او مهماتو لیږد تنظیم کړی و، او د داعش-سومالیه او الشباب د ملاتړ لپاره پنټلینډ ته تجهیزات او کارګو قاچاق کوي.

د ۲۰۲۲ کال په پېل کې، یوسف په خپله کښتۍ کې د منځني ختیځ څخه سومالیه ته د داعش وسله والو په سفر کې مرسته کړې وه ترڅو د داعش-سومالیه د مشرتابه، تاکتیکونو او ستراتیژیو د بیا تنظیم کولو په اړه په غونډو کې ګډون وکړي.

د حوثیانو سره تړاو لرونکي د کب نیولو اجنټان

د ۲۰۲۲ کال په پېل کې، ایراني سوداګرو د حوثیانو سره تړاو لرونکي د کب نیولو له اجنټانو او کښتيو سره قراردادونه ترسره کول ترڅو د سومالیه په سواحلو کې په ژور سمندر کې د چاودنو په واسطه کبان ونيسي.

دا کښتۍ د یوې شبکې سره تړاو لري چې کب نیول يې د پوښ په توګه استعمال کړو ترڅو د ایراني وسلو قاچاق، ټرانسپورټ او د پیسو مینځلو لپاره کار وکړي. یوسف د یوې کښتۍ ملکیت لرلو چې د دې شبکې د یوې برخې په توګه په ژور سمندر کې د کب نیولو فعالیتونو لپاره کارول کېده.

په ژور سمندر کې د کب نیولو هدف دا و چې د ډینامیټ په واسطه د بحر له پوړ څخه ګڼ شمېر کبان ترلاسه کړي.

ایران له دې مخکې هم تورن شوی و چې د ناقانونه کب نیولو عملیاتو له لارې د یمن د کبانو د شتمنیو څخه ناوړه استفاده وکړي، حتی په داسې حال کې چې دغه هېواد د قحط په درشل کې دی.

یوسف د سومالیه په قنداله کې تېل په یمن کې د پلورلو لپاره اخیستي دي، او د ګټې په کارولو سره یې د AQAP څخه وسلې اخیستې ترڅو یې په قنداله کې بېرته په قزاقانو باندې وپلوري.

محمد احمد قاهي د الشباب د استخباراتي څانګې امنيات مشر و. د ۲۰۲۰ کال په پېل کې، قاهي او مومن د ایراني اتباعو سره ولیدل چې د ۱۰۰۰۰ ډالرو څخه ډېر یې د داعش-سومالیه مشرتابه ته ورکړې.

په جلا توګه، قاهي او مومن له یمن څخه د وسلو د لیږد غوښتنه وکړه چې د AK-47 مهماتو ۲۰ بکسونه، د تومانچه مهماتو بکسونه، RPG لانچرونه او د PKM مشین ټوپکونه پکې شامل وو.

همدارنګه په تور لیست کې لبان يوسف محمد، چې د الشباب د امنيات یو جګپوړی فعال او د تښتونې تسهیل کوونکی دی، هغه شرکت چې هغه یې اداره کوي، لبان جنرل ټرېډنګ کمپني؛ او د داعش-سومالیه امیر عبدالرحمان فهی عیسی محمد، شامل دي.

دا بندیزونه په برازیل کې په اسامه عبدلمونګي عبد الله بکر باندې هم ولګول شول، چې د خزانې وزارت په وینا نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د شمالي کوریا له چارواکو سره د داعش-سومالیه لپاره د وسلو او د ډرون ضد ټیکنالوژۍ پیرودلو لپاره اړیکه نیولې وه.

د خزانې وزارت وویل چې دغه پیرود ترسره نه شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500