تجزيه

د الظواهري له مرګ څخه وروسته ښایي القاعده خپل مرکزیت یمن ته ولېږدوي

د نبیل عبدالله التمیمي راپور

یو عکس چې د ۱۳۹۵ د غوایي په ۱۴مه اخیستل شوی، د القاعدې بینرونه په داسې حال کې ښيي چې د یمن په المکلا بندر کې محلي خلکو ته حکمونه صادروي. شنونکي وایي د القاعدې اصلي مشرتابه ښایي له یمن څخه د خپل مرکز په توګه د کار اخیستنې هڅه وکړي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

یو عکس چې د ۱۳۹۵ د غوایي په ۱۴مه اخیستل شوی، د القاعدې بینرونه په داسې حال کې ښيي چې د یمن په المکلا بندر کې محلي خلکو ته حکمونه صادروي. شنونکي وایي د القاعدې اصلي مشرتابه ښایي له یمن څخه د خپل مرکز په توګه د کار اخیستنې هڅه وکړي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

عدن -- یمني څېړونکیو المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، په افغانستان کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له مرګ څخه وروسته، داسې نښې نښانې موجودې دي چې القاعده هڅه کوي د بیا یوځای کېدلو په ترڅ کې د خپل ځواک اصلي مرکز یمن ته ولېږدوي.‌

الظواهري د تېر زمري په میاشت کې په کابل کې د متحده ایالاتو د دوزخ اور (هېلفایر) توغندي په وسیله ووژل شو، چې ورسره له هغه څخه د وروسته مشر د ټاکلو پروسه یې ډېره ستونزمنه کړه او په دې ترڅ کې په ایران کې مېشت مصري افراطي سیف العدل د ګروپ د فرضي نوي مشر په توګه سر راپورته کړ.

ایران -- چې د القاعدې مشرانو ته د پناه ورکولو تاریخ لري -- په یمن کې د العدل نفوذ ته په پام سره، د العدل د مشرتابه موقف څخه د ګټې اخیستلو ته په دوه پښو ولاړ دی، او هلته دغه افراطي ډله د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیانو سره همکاري کوي.

څېړونکي او شنونکي وایي، حوثیان په عمومي توګه له القاعدې سره شریک دښمنان او ځینې هدفونه لري.

په عکس کې، چې د اخیستنې نېټه یې معلومه نه ده او د ۱۳۸۰ د تلې په ۱۸مه خپور شوی، د القاعدې فرضي مشر سیف العادل لیدل کیږي. [اېچ او - اېف بي آی/ای اېف پي]

په عکس کې، چې د اخیستنې نېټه یې معلومه نه ده او د ۱۳۸۰ د تلې په ۱۸مه خپور شوی، د القاعدې فرضي مشر سیف العادل لیدل کیږي. [اېچ او - اېف بي آی/ای اېف پي]

له آرشیف څخه را اخیستل شوي د ۱۳۹۲ د سلواغې په دې عکس کې، یوه سومالیایي عسکر، په موګادیشو کې د الشباب پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې، خپل توپک یوه پوسټر ته چې د القاعدې د هغه وخت د مشر ایمن الظواهري عکس په کې لګېدلی دی، نیولی دی. [عبدي فتاح حاشي نور/ای اېف پي]

له آرشیف څخه را اخیستل شوي د ۱۳۹۲ د سلواغې په دې عکس کې، یوه سومالیایي عسکر، په موګادیشو کې د الشباب پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې، خپل توپک یوه پوسټر ته چې د القاعدې د هغه وخت د مشر ایمن الظواهري عکس په کې لګېدلی دی، نیولی دی. [عبدي فتاح حاشي نور/ای اېف پي]

د سیاسي چارو شنونکي محمد الطاهر په صنعا کې د حوثیانو/ القاعدې د ګډو عملیاتو رامنځته کېدلو ته اشاره وکړه، چې ویل کیږي په یمن کې د حکومت تر کنټرول لاندې برخو کې ترهګریز عملیات تنظیموي.

هغه یادونه وکړه چې ایران حوثیانو ته د وسلو د قاچاق اوږد تاریخ لري، او دا چې ایرانۍ وسلې د حوثیانو تر کنټرول لاندې صنعا څخه په سومالیا کې د القاعدې څانګې الشباب ته قاچاق کیږي.

هغه وویل، دا کار یمن د القاعدې لپاره په یوه جذاب او داسې ځای باندې بدلوي چې ایران هم له العدل سره د نږدې اړیکو په پام کې نیولو سره، په ځانګړې توګه که العدل د القاعدې د رسمي مشر په توګه ونومول شي، په داسې یوه موقف کې دی چې له دغه ځای څخه ګټه اخلي.

ځینې شنونکي په دې نظر دي چې ایران غواړي العدل یمن ته ولېږدوي، خو نور بیا وایي چې ایران نه غواړي هغه لاړ شي او په بالفعل توګه د ایران له کنټرول څخه وځي.

د پراختیا لپاره د شرایطو چمتووالی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ میاشتې د یوه راپور په اساس، القاعده په عربي ټاپو وزمه کې اوس هم دا وړتیا لري چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

د هغه راپور په اساس چې کمېټې د داعش او القاعدې په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلی، له هغو ماتو سره سره چې القاعدې په عربي ټاپو وزمه کې خوړلي دي، هغه اوس هم په یاده سیمه کې ګواښ جوړوي.

راپور ویلي، په داسې حال کې چې یاده ډله هیله لري چې نړۍ وال بریدونه ترسره کړي، دا ګواښ اوس پراختیا مومي او د یادې ډلې او حوثیانو تر منځ همکارۍ ته یې اشاره کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکي فارس البیل المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، «دا نور یو راز نه دی چې ایران القاعده کنټرولوي او د القاعدې د مشرانو په سیاستونو او عملي چارو باندې نفوذ لري.»

هغه وویل، ایران «یمن ته د ترهګرۍ د پراختیا لپاره د یوه پاخه محیط په سترګه ګوري» او د حوثیانو او القاعدې تر منځ د همکارۍ له ذاتي تضادونو څخه ګټه پورته کوي.

هغه د حوثیانو او القاعدې تر منځ دوه اړخیزې مرستې ته اشاره وکړه.

هغه وویل، «هغوی یو د بل لپاره په هنداره کې د انځورونو یا د عین سکې د دوه مخونو په څېر دي، او په البادیه او رداع کې د القاعدې عناصرو سره د حوثیانو معاملې او همدارنګه صنعا ته له ننوتلو څخه وروسته د القاعدې د بندیانو خوشې کول د دغو ادعاوو ښه ثبوتونه دي.»

د البیل په وینا، ایران «یمن ته د القاعدې د مشرتابه لېږد د حوثیانو ځواک او وسلو او په یمن کې د هغه [ایران] د نفوذ ساتنې ته د یوې توجیه» په سترګه ګوري.

د یمن د عدلیې وزارت مرستیال فیصل المجیدي وویل، ایران په القاعده باندې څه ناڅه نفوذ لري.

ځکه چې ایران د القاعدې ډېرو هغو مشرانو ته چې له عراق او افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي ول، ځای ورکړی و، او په وروسته مرحلو کې یې «چې هغوی د خپل حضور په ساحو کې نظامي ماتې وخوړله» له هغوی څخه په سوریه، عراق او د یمن په ځینو برخه کې استفاده وکړله.

المجیدي وویل، «په ایران باندې هېڅکله هم په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د یوه متحد په توګه باور نشي کېدلی ځکه چې هغه د شیعه ګانو لوري ته افراطیت تعقیبوي او هڅه کوي چې سني طرف ته د افراطیت په ملاتړ سره هغه خوندي کړي.»

سیف العدل او یمن

د سیاسي چارو شنونکی فیصل احمد وویل، «د القاعدې مشر سیف العدل په عربي ټاپو وزمه کې د القاعدې له خوا حمایه کیږي،‌ او په یاده څانګه کې جګپوړي مشر خالد باطرفي بیعت ورسره کړی دی.»

هغه وویل، «دغه راز د څانګې ډېر مشران، لکه ډېر مشهور یو سعد الاولاکي، چې له باطرفي سره په عربي ټاپو وزمه کې د څانګې د مشرتابه لپاره د سیالۍ په برخه کې ډېر مخکې و، د هغه ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه، العدل په عربي ټاپو وزمه کې د القاعدې نظارت کوي، «او لکه څنګه چې هغه ته لېږل کېدونکي مالي ملاتړ او په سوریه کې د ګروپ د څانګې له ملاتړ څخه څرګندېږي، د هغه اطاعت کیږي، او دغه راز د القاعدې د اکثرو څانګو ملاتړ ورسره مل دی».

د صنعا د ستراتیژیکو څېړنو مرکز د سلواغې په یوه تحلیل کې وړاندیز وکړ، چې د الظواهري له مرګ څخه وروسته، د القاعدې د راتلونکی مشرتابه لپاره درې ممکنې سناریوګانې موجودې دي.

لومړی د یوه نوي امیر، د سیف العدل د یوه سیال تقرر دی چې عدل به ورسره، په ځانګړې توګه په سوریه، یمن او سومالیا کې د ګروپ د څانګو د بهرنیو عملیاتو لپاره د یوه بالفعل مشر په توګه پاتې کېږي.

په راپور کې راغلي، دویمه یوه پېچلې سناریو ده، چې یا به العدل ته وفادار نوی امیر ټاکل کیږي او د قوماندې عمومي مرکز به له افغانستان څخه بهر (احتمالا یمن ته) انتقالیږي.

راپور وایي، په دې سناریو کې به باطرفي به یو ممکن کاندید وي او یا به د الشباب قوت او مالي منابعو ته په پام سره د دغې ډلې څخه یوه څېره ټاکل کیږي.

درېیمه، چې تر ټولو ډېره محتمله، سناریو ده هغه د القاعدې د نوي مشر په توګه د العدل رسمي تقرر دی، چې ډېر احتمال شته له ایران څخه د هغه تګ ضروري کړي، چې یا به یمن، سومالیا یا افغانستان ته لاړ شي.

احمد وویل، «ایران په دې کار کوي چې همداسې وشي، سیف العدل نوی مشر کړي او د هغه ټول فعالیتونه کنټرول کړي.»

هغه یادونه وکړه چې ایران د القاعدې مشرانو ته په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یو خوندي ځای برابر کړی او د ګروپ مشران یې له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

هغه وویل، دغه راز هغه د القاعدې هغو مشرانو ته چې د یمن اردو سره له جنګونو څخه وروسته له جنوبی سیمو څخه وتلي، ځای ورکړی، او وړاندیز کوي چې دا ټول کارونه د دې لپاره کیږي چې د العدل لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500