جرم او انصاف

په ایران کې د القاعدې د مشر موجودګي د دوی ترمنځه پټه همکاري په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

خلک د فبرورۍ په ۲۱مه په تهران کې په یوه سوداګریزه سیمه کې ګرځي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

خلک د فبرورۍ په ۲۱مه په تهران کې په یوه سوداګریزه سیمه کې ګرځي. [عطا کینیر/ای اېف پي]

یو ځل بیا له القاعدې سره د ایران همکاري وروسته له هغې راپورته شوه کله چې د ملګرو ملتونو (يو اېن) په یو راپور کې سیف العدل، چې د القاعدې یو لوړ پوړی چارواکی دی او ګومان کېږي چې په ایران کې مېشت دی، د عملیاتي او بې سیاله مشر په توګه ياد کړو.

د​​تېرې جولای په میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته،​​يادې ډلې نه د هغه مرګ په رسمي توګه ومنلو، او نه یې په رسمي ډول د هغه ځای ناستی وټاکلو.

د ملګرو ملتونو (يو اېن) په وینا، العدل، چې د مصر د ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر او د اسامه بن لادن نږدې ملګری دی او په سر يې د ۱۰ ميليونه آمريکايي ډالرو انعام کېښودل شوی دی، په رسمي توګه د مشر په توګه نه دی پیژندل شوی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ډېر غړي هېوادونه شک لري چې د القاعدې د خاموشۍ تر شا "کلیدي عامل" په اکثريتي شيعه ایران کې د العدل دوامداره شتون دی.

سیف العدل د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آی) د تر ټولو مطلوب تروریستانو په لېست کې شامل دی. [اېف بي آی/ای اېف پي]

سیف العدل د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آی) د تر ټولو مطلوب تروریستانو په لېست کې شامل دی. [اېف بي آی/ای اېف پي]

د ۲۰۰۶ کال د جون په ۹مه د يوې خپره شوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرين شاټ ایمن الظواهري په یوه نوي ویډیو کې ښیي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو او اردن په ګډو عملیاتو کې په عراق کې د القاعدې مشر ابو مصعب الزرقاوي ووژل شو. ویل کیږي چې الظواهري په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د امریکا په برید کې وژل شوی و. [الجزیره/ای اېف پي]

د ۲۰۰۶ کال د جون په ۹مه د يوې خپره شوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرين شاټ ایمن الظواهري په یوه نوي ویډیو کې ښیي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د متحده ایالاتو او اردن په ګډو عملیاتو کې په عراق کې د القاعدې مشر ابو مصعب الزرقاوي ووژل شو. ویل کیږي چې الظواهري په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د امریکا په برید کې وژل شوی و. [الجزیره/ای اېف پي]

واشنګټن پوسټ راپور ورکړو چې دې کار د القاعدې لپاره چې شیعه مسلمانانو ته له ډېرې مودې راهیسې د مرتد په سترګه ګوري، "سختې دیني او عملیاتي پوښتنې راپورته کړې".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د فبرورۍ په ۱۵مه وویل، "زموږ ارزونه د ملګرو ملتونو له ارزونې سره سمون لري -- چې د القاعدې نوی مشر سیف العدل په ایران کې دی."

د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د غړو هېوادونو عمده نظر دا دی چې العدل اوس د دې ډلې مشر دی چې "اوسمهال د يادې ډلې د دوام استازیتوب کوي".

په حيرانتيا سره، په ملګرو ملتونو کې د اسلامي جمهوریت د استازي دفتر په ایران کې د العدل شتون رد کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې يو بل عامل چې القاعدې په رسمي توګه العدل د مشر په توګه نه دی اعلان کړی هغه دا دی چې د دې مشر د افغان چارواکو د اندېښنو په اړه احساس نه لري، چې دا خبره يې نده منلې چې الظواهري تېر کال په کابل کې وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې، "د هغه موقعیت پوښتنې راپورته کوي چې د القاعدې په هېلو باندې تاثیر لري چې د داعش ['د عراق او سوریې اسلامي دولت'] له ننګونو سره د نړېوال غورځنګ مشري په غاړه واخلي."

ولې شیعه ایران؟

په ۱۹۸۰ عشره کې په مصر کې له اسلامي جهاد سره له یوځای کېدو وروسته، العدل ونیول شو او بیا خوشی شو، او په پای کې افغانستان ته راغی او له القاعدې سره یوځای شو.

د افراطیت سره د مبارزې پروژې (CEP) له مخې، هغه په ۲۰۰۳ کال کې په ایران کې ونیول شو او په ۲۰۱۵ کال کې د قيديانو په تبادله کې خوشی شو. په هغه لا هم شک کیدو چې په ۲۰۱۸ کال کې په ايران کې دی او د الظواهري له مهمو مرستیالانو څخه ګڼل کېدو.

د يادې ترهګرې ډلې د مشر د پروفایل، چې د ترهګرۍ ضد کارپوه علي سوفان لخوا لیکل شوی، له مخې، "سیف د نړۍ په جهادي غورځنګ کې یو له خورا تجربه لرونکو مسلکي سرتېرو څخه دی، او د هغه بدن د جګړې نښې لري."

سوفان د سي ټي سي سینټینیل لپاره د ۲۰۲۱ کال په مقاله کې ولیکل، چې د متحده ایالاتو په پوځي اکېډمۍ کې د ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز لخوا خپره شوې ده، "کله چې هغه يو کار کوي، نو هغه يې په بې رحمۍ سره ترسره کوي."

صوفان وویل، په ایران کې د العدل ښکاره دوامداره حضور د رښتیاوالي نښه ده.

هغه وویل، "د شیعه واکمنۍ لاندې د ژوند کولو له کرکې وړ اړتیا سربېره، د العدل د ژوندي پاتې کیدو غوره چانس، او له همدې امله په جهاد کې دوامداره اغیزمنتوب، ایران ته د راستنیدو سره تړل شوی دی."

د ایران شیعه واکمنان په رسمي ډول د القاعدې مخالفت کوي، خو بیا هم ایران په مکرر ډل له دغې شبکې سره په همکارۍ او د هغې مشرانو ته د پټنځایونو ورکولو په تور تورن شوی دی.

د سي اي پي د ډايرکټر هانس جیکوب شینډلر له مخې، العدل "یو بوج دی، خو د ایران د رژیم لپاره یوه اثاثه هم ده".

د خپلو ګټو لپاره تهران کولای شي چې هغه امریکا ته وسپاري او یا هغه ته اجازه ورکړي چې پر لویدیځ برید وکړي.

په ۲۰۱۷ کال کې له القاعدې سره د ایران د اړیکو په اړه، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) د هغه وخت مشر مایک پومپیو وویل، "اړیکې وې، اړیکې شته. څو ځله ایرانیانو د القاعدې سره يو ځای کار کړی دی."

د متحده ایالاتو د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو تېرو ارزونو په مکرر ډول وویل چې د ایران رژیم القاعدې ته اجازه ورکوي چې په خپله خاوره کې د "اصلي اسانتیا مرکز" وساتي.

د ترهګرو د پټنځای تاریخ

په مصر کې د اسلامي جهاد ډلې د یو مؤسس غړي،‌ نبیل نعیم، په وینا چې افراطیت یې پرېښی دی، د القاعدې او ایران تر منځ ارتباط هغه وخت پېل شو کله چې بن لادن د یادې ډلې مشر و.

هغه په ۲۰۱۸ کال کې المشارق ته وویل، دا اړیکې د بن لادن له مرګ وروسته هم دوام لري.

په ۲۰۲۰ کال کې، د القاعدې دوهم مشر عبدالله احمد عبدالله -- عرف ابو محمد المصري -- د اسراییلي اجنټانو له خوا په تهران کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو هغه د کلونو لپاره د تهران په يو لکژري ښار کې ساتلی و.

نیویارک ټایمز د همدې کال په نومبر کې راپور ورکړو، المصري، چې په ۱۹۹۸ کال کې په تنزانیا او کینیا کې په خپلو سفارتونو د بمي چاودنو په تور په متحده ایالاتو کې تورن شوی دی، د ۲۰۲۰ کال په اوړي کې په تهران کې د واشنګټن په امر په موټر سایکل باندې د پټو اسرائیلي وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

المصري د القاعدې له بنسټ ایښودونکو مشرانو څخه و او فکر کېدو چې له الظواهري وروسته به د دغه سازمان مشري په غاړه واخلي.

د ترهګرۍ د متخصصینو په وینا، په ایران کې،​​المصري حمزه بن لادن (د اسامه بن لادن زوی) ته روزنه ورکړه​​، چې د دې سازمان د مشرۍ لپاره چمتو شوی و.

حمزه په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ووژل شو.

په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن له کور څخه د اسنادو یوه زېرمه ترلاسه شوه،چې نور وړاندیز کوي چې د ایران رژیم په ځانګړې توګه د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) له القاعدې سره قوي اړیکې لري.

دا ګمان کيږي چې سپاه پاسدارانو د نړېوالو چارواکو له خوا د تېښتې په حال کې د القاعدې د ګڼ شمېر عناصرو کوربه توب کړی و.

د نعیم په وینا، میجر جنرل قاسم سلیماني، چې په هغه وخت کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان و چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په بغداد کې وژل شوی و، "د سپاه پاسدارانو او القاعدې ترمنځ د اړیکو معمار و".

هغه زیاته کړه، په ۲۰۰۸ کال کې په سوريه کې له وژل کېدلو څخه مخکې، د حزب الله پوځي قوماندان عماد مغنیه هم "د القاعدې د عناصرو په روزنه کې، په ځانګړې توګه د غولوونکیو دامونو او بمي بریدونو د میتودونو په برخه کې، یو مهم رول لوبولو."

هغه وویل، د سپاه پاسدارانو او د ایران استخباراتو دواړو سره د القاعدې ارتباط قوي دی، او یاده یې کړه چې، "د ارتباط نښې هغه وخت روښانه شوې چې ایران د القاعدې د مشر اسامه بن لادن کورنۍ ته ځای ورکړو."

نعیم یادونه وکړه، چې دواړه لوري له کلونو راهیسې فرقه یي ترینګلتیاوو ته لمن وهي، چې "د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ په کې خپل ځان د شیعه ګانو د خوندي کوونکي او مدافع په توګه ښیي، او القاعده له عین تکتیک څخه د سني ټولنې لپاره کار اخلي."

ایران په پرله پسې ډول د القاعدې د چارواکو د استوګنې خبره رد کړې ده، خو وروستي انکشافات په ياده ادعا باور کول ستونزمن کوي.

د سوفان په مرکز کې د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه کولن پي کلارک نیویارک ټايمز ته وویل، "ایران د فرقه پالنې څخه هغه وخت استفاده کوي کله چې د دغه رژیم لپاره مناسب وي، خو کله چې د ایران په ګټه وي نو د سني-شیعه ترمنځ ويش هم له پامه غورځوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500