چاپیریال

د ملګرو ملتونو مشر په پاکستان کې د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د نړېوالو مرستو د زیاتولو په موخه پاکستان ته راغلی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

کورني بې ځایه شوي پاکستانيان د سپتمبر په ۸مه د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلعه کې د مونسون د سختو بارانونو وروسته د سیلابونو په اوبو کې ګرځي. [فدا حسین/ای اېف پي]

کورني بې ځایه شوي پاکستانيان د سپتمبر په ۸مه د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلعه کې د مونسون د سختو بارانونو وروسته د سیلابونو په اوبو کې ګرځي. [فدا حسین/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۹ مه) سیلاب ځپلي پاکستان ته د دوو ورځو سفر پېل کړو چې چارواکي هیله لري چې دا به د بشري بحران لپاره نړېوال ملاتړ ته وده ورکړي چې میلیونونه کسان یې اغیزمن کړي دي.

د هېواد درېمه برخه د ریکارډ بارانونو وروسته د اوبو لاندې ده کوم چې ګوتریش د "لويې کچې مونسون" په توګه بيان کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ویجاړ شویو زیربناوو بیارغونه او ترمیم به لږ تر لږه ۱۰ ملیارده ډالره لګښت ولري -- چې د خورا زياته قرضداره ملت لپاره يو ناممکنه رقم دی -- خو د اوس وخت لومړیتوب د میلیونونو بې کوره شویو خلکو لپاره خواړه او سرپناه ده.

ایاز علي چې په تبه اخته و، د پنجشنبې په ورځ په سمندري کښتۍ کې ځای ترلاسه کړو څو په جنوبي سند صوبه کې د سیلاب ځپلو کلیوالو ټولنو څخه کلیوال وژغوري، وويل، "هر څه ډوب شوي، هر څه تباه شوي دي."

ګوتریش پاکستان ته په لاره په یو ټویټ کې وویل چې هغه غواړي "د خلکو سره د دوی د اړتیا په وخت کې پاتې شي، نړېوال ملاتړ زیات کړي او د اقلیم د بدلون ويجاړونکي اغیزو ته د نړېوالو پام راوړوي".

پاکستان د خپل کلني مونسون په موسم کې زيات -- اکثر ویجاړونکي -- بارانونه ترلاسه کوي، چې د کرنې او اوبوخور لپاره خورا مهم دي.

خو د سږکال په څېر شدید باران په لسیزو کې نه دی لیدل شوی، او چارواکي د اقلیم بدلون تورنوي.

پاکستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو په اخراج کې له ۱ فيصد څخه کمه ونډه لري، خو د غیر دولتي سازمان جرمن واچ د هېوادونو په لیست کې اتم ځای لري کوم چې د اقلیم د بدلون له امله د سخت موسم لپاره خورا زیان منونکي ګڼل کیږي.

بشردوستانه مرستې رارواني دي

د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو تېره میاشت د سېلاب ځپلو سره د مرستې په یو پلان کې د نړیوالې مرستې په توګه ​سمدستي د ۱۶۰ ملیونه ډالرو غوښتنه وکړه​،او مرستې د مخکې نه هم رارواني دي.

د پنجشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د هوايي ځواک C-17 الوتکه راښکته شوه -- چې د څو کلونو په موده کې پاکستان ته د متحده آيالاتو لومړۍ پوځي الوتکه راورسېده -- او د عارضي پناه لپاره د اړتیا وړ خیمې او ترپالونه يې راوړل.

تیره هفته، ​د متحده آيالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) په پاکستان کې د سیلاب ځپلو د ملاتړ لپاره د ناورین متخصصینو یوه ډله ځای په ځای کړه​.

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو مرکزي کمانډ (سينټکوم) د سپتمبر په ۲مه په يو بيان کې وويل چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت (ډي او ډي) پاکستان ته د پوځي مرستې ماموریت هم ليږي.

ویاند کرنل جو بوچینو وویل، "سينټکوم د ارزونې ټیم اسلام آباد ته لیږي ترڅو معلومه کړي چې د دفاع وزارت په پاکستان کې د سیلابونو د بحران لپاره د متحده ایالاتو د مرستې د یوې برخې په توګه يو اېس اېډ ته څه احتمالي ملاتړ چمتو کولی شي."

يو اېس اېډ د اګست په ۱۶مه اعلان وکړو چې دا د سخت سیلاب ځپلو پاکستانیانو سره د مرستې لپاره ۱۰۰۰۰۰ ډالره بیړنۍ مرستې چمتو کوي، او د میاشتې په پای کې یې د نورو ۳۰ ملیونه ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه.

مرګ او تباهي

د پاکستان د موسمياتو دفتر وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د معمول په پرتله پنځه چنده زیات باران شوی دی.

د سختو بارانونو اغیزه دوه چنده شوې ده -- په غرني شمال کې په سیندونو کې سیلابونو سړکونه، پلونه او ودانۍ په منټونو کې دننه ويجاړې کړې، او په سویلي میدانونو کې د اوبو جمع کېدو په سلګونو زره مربع کیلومتره ځمکه په اوبوه کې ډوبه کړه.

د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان په جعفرآباد ضلعه کې کلیوال له خپلو کورونو څخه په يوې عارضي کښتۍ کې وتښتېدل چې د لرګیو د اولټه "کټونو" څخه جوړه شوې وه.

په زرګونو عارضي کېمپونه په سویل او لویدیځ کې په وچه ځمکه کې جوړ شوي دي -- چې زياتره پکې سړکونه او د اورګاډي پټلۍ دي چې د اوبو په منظره کې یوازینۍ لوړه ځمکه ده.

د خلکو او څارویو سره يو ځای، کېمپونه د ناروغیو د خپریدو لپاره مناسب ځايونه دي، پداسې حال کې چې د خارښت په ګډون د ډینګي ډېر کېسونه راپور شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستي راپور له مخې، په سېلابونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

نږدې ۷۰۰۰ کیلومتره سړکونه زيانمن شوي، د ۲۴۶ څخه زيات پلونه تباه شوي، او له ۱.۷ ملیون څخه ډېر کورونه او سوداګرۍ ویجاړې شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان ته چې هر څه مرستې راځي اکثر د پوځیانو جیبونو ته ځي. نړۍ واله ټولنه چې غواړي له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي په کار دی چې مستقیما له خلکو سره مرسته وکړي.‌د حکومت او پوځ له لارې راتلونکې مرستې ټولې د چارواکو جیبونو ته ځي.‌

ځواب