چاپیریال

په پاکستان کې د سېلاب له امله د مړو شمېر مخ په زياتېدو سره نړيوالې مرستې راروانې دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی د اګست په ۲۸مه د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلعه کې د مون سون سختو بارانونو وروسته د خپل ويجاړ شوي خټين کور د ملبې دپاسه ګرځي. [فدا حسین/ای اېف پي]

یو سړی د اګست په ۲۸مه د بلوچستان صوبې په جعفرآباد ضلعه کې د مون سون سختو بارانونو وروسته د خپل ويجاړ شوي خټين کور د ملبې دپاسه ګرځي. [فدا حسین/ای اېف پي]

پاکستانيان د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مدین سیمه کې د مون سون د سختو بارانونو وروسته د سیلابونو له امله د ویجاړ شوي سړک مخې ته راټول شوي دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

پاکستانيان د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مدین سیمه کې د مون سون د سختو بارانونو وروسته د سیلابونو له امله د ویجاړ شوي سړک مخې ته راټول شوي دي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو ه رکشه د اګست په ۲۷مه د سیند صوبې په سکهر کې د هغه کسانو د خيمو مخې ته تيريږي کومو چې خپل سیلاب ځپلي کورونه پريښودي دي او د سړک په اوږدو کې په عارضي خیمو کې مېشت دي. [آصف حسن/ای اېف پي]

یو ه رکشه د اګست په ۲۷مه د سیند صوبې په سکهر کې د هغه کسانو د خيمو مخې ته تيريږي کومو چې خپل سیلاب ځپلي کورونه پريښودي دي او د سړک په اوږدو کې په عارضي خیمو کې مېشت دي. [آصف حسن/ای اېف پي]

یو سړی خپله ناروغه لور د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مدين سیمه کې د سختو بارانونو په پايله کې د سیلابونو له امله د ویجاړ شوي سړک په اوږدو کې وړي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو سړی خپله ناروغه لور د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مدين سیمه کې د سختو بارانونو په پايله کې د سیلابونو له امله د ویجاړ شوي سړک په اوږدو کې وړي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یوه ښځه د اګست په ۲۷مه د سیند صوبې په یو سکول کې، چې په کراچۍ کې د لنډمهاله سرپناه په توګه کارول کیږي، د سیلاب ځپلو سیمو څخه بې ځایه شویو خلکو ته د امدادي توکو کڅوړې ورکوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

یوه ښځه د اګست په ۲۷مه د سیند صوبې په یو سکول کې، چې په کراچۍ کې د لنډمهاله سرپناه په توګه کارول کیږي، د سیلاب ځپلو سیمو څخه بې ځایه شویو خلکو ته د امدادي توکو کڅوړې ورکوي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

دوکانداران د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مینګوره کې د سختو بارانونو نه وروسته خپل سامان له ويجاړ شويو دوکانونو نه بهر له خټې څخه راټولوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

دوکانداران د اګست په ۲۷مه د وادي سوات په مینګوره کې د سختو بارانونو نه وروسته خپل سامان له ويجاړ شويو دوکانونو نه بهر له خټې څخه راټولوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

د ژغورنې کارکونکي د اګست په ۲۷مه د پنجاب صوبې په راجن پور ضلعه کې د مون سون د سختو بارانونو نه وروسته د سیلاب څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو سره له خپلو کورونو څخه په ایستلو کې مرسته کوي. [شاهد سعید میرزا/ای اېف پي]

یو سړی او یو ځوان د اګست په ۲۶مه د بلوچستان صوبې په جعفراباد ضلعه کې د مون سون د سختو بارانونو وروسته په سیلاب ځپلې سیمه کې د ماشومانو د لیږدولو لپاره د سيټلایټ ډش څخه کار اخلي. [فدا حسین/ای اېف پي]

یو سړی او یو ځوان د اګست په ۲۶مه د بلوچستان صوبې په جعفراباد ضلعه کې د مون سون د سختو بارانونو وروسته په سیلاب ځپلې سیمه کې د ماشومانو د لیږدولو لپاره د سيټلایټ ډش څخه کار اخلي. [فدا حسین/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ عسکر د اګست په ۲۸مه د سیند صوبې په شکارپور کې د سیلاب څخه ژوندي پاتې شويو کسانو ته د خوراکي توکو کڅوړې رسوي. [اصف حسن/ای اېف پي]

د پاکستان د پوځ عسکر د اګست په ۲۸مه د سیند صوبې په شکارپور کې د سیلاب څخه ژوندي پاتې شويو کسانو ته د خوراکي توکو کڅوړې رسوي. [اصف حسن/ای اېف پي]

بې ځايه شوي ژوندي پاتې شوي کسان د اګست په ۲۹مه د سيند صوبې په سکهر کې د مون سون د سختو بارانونو نه وروسته د خپلو سیلاب ځپلو کورونو څخه د تېښتې وروسته په لنډمهاله کېمپ کې د خپلو سامانونو سره په ټريکټر کې راځي. [اصف حسن/ای اېف پي]

یوه بې ځایه شوې کورنۍ د اګست په ۲۹مه د سند صوبې په سکهر کې د مونسون د سختو بارانونو وروسته د خپل سیلاب ځپلي کور څخه د تېښتې وروسته په یو لنډمهاله کېمپ کې د خیمې لګولو لپاره تياری کوي. [اصف حسن/ای اېف پي]

سکھر -- د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) لوی امدادي عملیات روان دي او نړېوالو مرسته ورکونکو د مرستو رسول پېل کړي، پداسې حال کې چې پاکستان په یوه عشره کې د مون سون تر ټولو ناوړه سیلابونو سره د مبارزې لپاره هڅه کوي.

بې شمېره کورونه ویجاړ شوي، د کرنې مهمې ځمکې ویجاړې شوي او د هېواد د غټ سیند غاړې ماتېدو ته نژدې دي.

چارواکي وايي، د جون له میاشتې راهیسې کله چې موسمي بارانونه پېل شول، ۱۰۶۱ کسان وژل شوي، خو ښايي وروستۍ شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه چې په شمال کې د غرنیو سیمو په سلګونو کليو سره رابطه د سېلابونو د وجې د سړکونو او پلونو د ویجاړېدو له امله قطع شوې ده.

کلنيز مون سون د حاصلاتو د خړوبولو او د هند په نیمه وچه کې د جهيلونو او ډېمونو د ډکولو لپاره اړین وي، خو دا کولی شي تباهي هم راولي.

رضاکاران د اګست په ۲۸مه په کراچۍ کې د سیلاب څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو لپاره په ټرک کې د بارولو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې وړي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

رضاکاران د اګست په ۲۸مه په کراچۍ کې د سیلاب څخه د ژوندي پاتې شويو کسانو لپاره په ټرک کې د بارولو لپاره د خوراکي توکو کڅوړې وړي. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

​د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې​ وويلچې ​د سږ کال سېلابونو له ۳۳ میلیونو څخه ډېر خلک اغېزمن کړي دي -- چې په هرو اوو پاکستانیانو کې یو کس یې اغيزمن کړی دی.

د اقلیم وزیرې شیري رحمان د دوشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، "هغه څه چې موږ يې اوس وینو د اوبو یو سمندر دی چې ټولې ضلعې پکې ډوبې دي."

"دا د عادي مون سون نه ډېر مختلف دی -- دا زموږ په دروازه کې د اقلیم يو ناوړه وضعيت دی."

هغې دا "د عشرې ناوړه مون سون" وبللو.

د سږ کال سېلابونه د ۲۰۱۰ کال سره د پرتله کېدو وړ دي -- چې په تاريخ کې تر ټولو ناوړه سيلاب و -- کله چې له ۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شول او د هېواد نږدې پنځمه برخه يې تر اوبو لاندې شوه.

د اوبو منظر

سکهر ته نږدې، چې د سیند صوبې یو ښار دی او په آباسين سيند باندې د استعماري دور یو زوړ بند لري چې د نور آفت د مخنیوي لپاره مهم دی، یو بزګر د خپلو وریجو په پټیو کې د تباهۍ په اړه د خپګان څرګندونه وکړه.

په ملیونونو جریبه بډایه کرهنيزه ځمکه د څو هفتو د دوامداره بارانونو له امله سیلاب ویجاړه کړه، خو اوس آباسين سیند په شمال کې د خپلو غاړو د ماتېدو ګواښ کوي ځکه چې په شمال کې د سیندونو څخه لاندې د اوبو جریان جاری دی.

۷۰ کلن خلیل احمد ای اېف پي ته وویل، "زموږ فصل په ۵۰۰۰ جریبه ځمکه مشتمل و چې د ښه کیفیت وریجې پکې کرل شوې وې او تاسو او موږ یې خورو."

"دا هر څه په سیند لاهو شوي دي."

د سیند ډېره برخه اوس د اوبو نه ختمیدونکی منظر دی، چې د پوځ په مشرۍ د پراخو امدادي عملیاتو مخه نیسي.

یو لوړ پوړي افسر ای اېف پي ته وویل، "د ځمکې لارې یا نورې لارې شتون نلري ... زموږ پیلوټان د هيلي کوپټر په کوزولو کې له ستونزو سره مخ دي."

په ټول سیند کې، په زرګونو بې ځایه شوي ژوندي پاتې شويو کسانو د لوړو لویو لارو او د اورګاډي پټلۍ تر څنګ خيمې لګولي دي -- چې دا اکثر هغه یوازې وچ ځایونه دي چې تاسو ته په نظر راځي.

د سکهر ښار رينګ روډ ته هره ورځ نور ډېر خلک راځي، چې سامانونه يې په کښتیو او ټريکټورونو کې بار شوي وي، ترڅو د هغه وخته پورې د سر پټولو لپاره ځای ومومي ترڅو چې د سیلاب اوبه کمې شوي نه وي.

د پوځ هيلي کوپټرونه هم په شمال کې د ژوندي پاتې شویو کسانو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي، چېرته چې ولاړ غرونه او درې د هيلي کوپټر د الوتلو لپاره خراب حالات رامنځته کوي.

د خېبر پښتونخوا په صوبه کې ډېر سیندونو -- چې د پاکستان ځینې غوره سیاحتي ځایونه لري -- خپلې غاړې ماتې کړي دي، چې ګڼ شمېر ودانۍ يې ويجاړي کړي دي چې پدې کې د ۱۵۰ کمرو يو هوټل شامل دی چې د سخت سیلاب له امله ویجاړ شو.

په چارسده کې د ماهيانو د دوو فارمونو خاوند ٢٣ کلن جنيد خان وويل، "هغه کور چې موږ د کلونو په سخت محنت سره جوړ کړی و، زموږ د سترګو په وړاندې ډوب شو."

"موږ د سړک په غاړه ناست وو او موږ خپل خوږ کور د ډوبېدو په حالت کې وليدو."

د چارواکو په وینا، په ټول پاکستان کې د معمول په پرتله دوه چنده د مون سون بارانونه شوي، خو په بلوچستان او سیند کې د تېرو درېو عشرو په پرتله څلور چنده زیات باران شوی دی.

نړیوالې مرستې

حکومت د بېړني حالت اعلان کړی او د نړېوالې مرستې غوښتنه يې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري رویټرز ته وویل، "ما د دې ډول کچې تباهي نده لیدلې. دا ماته خورا ستونزمن کار ښکاري چې په الفاظو کې یې بیان کړم ... دا خورا لویه خبره ده." هغه زياته کړه چې ډېر فصلونه چې د خلکو د روزۍ ډیره برخه چمتو کوي تباه شوي دي.

هغه وویل، "په ښکاره ډول دا به په ټولیز اقتصادي وضعیت اغیزه وکړي."

سیلاب د پاکستان لپاره په بد وخت کې راغی، چېرې چې اقتصاد په آزادانه توګه د زوال په لور روان دی.

د ​​د پیسو نړېوال صندوق​​(IMF) ايګزيکيټو بورډ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې غونډه وکړه ترڅو پریکړه وکړي چې آیا د ۶ ملیارده ډالرو د قرضې پروګرام بیا پېل کول د هېواد لپاره اړین دي چې خپل بهرنی قرض ورکړي، خو دا لا د مخکې نه روښانه ده چې دغه هېواد به د دې مون سون څخه وروسته د ترميم او بیارغونې لپاره ډېرو پيسو ته اړتيا ولري.

د بنيادي توکو بیې -- په ځانګړې توګه د پیازو، ټماټرو او چڼې - په لوړېدو دي ځکه چې پلورونکي د سیند او پنجاب له سیلاب ځپلو سیمو څخه د اکمالاتو د نشتوالي په اړه شکايت کوي.

د متحده ایالاتو حکومت د اګست په ۱۶مه اعلان وکړو چې دوی ​​د نړېوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې​​ (USAID) له لارې د پاکستان د سختو سیلابونو څخه د اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو بیړنۍ مرستې چمتو کوي.

د متحده ايالاتو حکومت وويل، دا فنډونه به "څو اړخیزه نغدي مرسته چمتو کړي ترڅو د خورا اغیزمنو ټولنو سمدستي اړتیاوې پوره کړي."

د یکشنبې په ورځ له ترکیې او متحده عرب اماراتو څخه د مرستو الوتنې پېل شوې.

په کراچۍ کې د ترکیې د کونسل جرنل، سیمل سانګو په وینا، دوه ترکي الوتکې چې امدادي سامانونه لري د یکشنبې په ورځ په کراچۍ کې راښکته شوې او تمه ده چې نورې دوه الوتکې به چې امدادي سامانونو پکې بار شوي دي د دوشنبې په ورځ راورسیږي.

په پاکستان کې د متحده عرب اماراتو سفیر حماد عبید الزابي وویل، د اماراتو لومړنۍ مرستندویه الوتکه د دوشنبې په سهار پاکستان ته راورسیده او په راتلونکو ورځو کې به څو نورې هم راورسيږي.

دي نېشنل ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې په دې مرستو کې شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه خوراکي توکي، طبي او درمل جوړونکي توکي، خیمې او د سرپناه مواد شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500