چاپیریال

ګرمۍ او سیلابونو د پاکستاني بزګرانو ګټه وټه تباه کړې ده

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په دې انځور کې چې د اګست په ۲۶مه اخیستل شوی، سیلاب ځپلي خلک د پاکستان د سند صوبې په جیکب آباد کې د سختو مونسون بارانونو وروسته د وریجو د زیانمن شویو فصلونو تر څنګ ناست دي.

په دې انځور کې چې د اګست په ۲۶مه اخیستل شوی، سیلاب ځپلي خلک د پاکستان د سند صوبې په جیکب آباد کې د سختو مونسون بارانونو وروسته د وریجو د زیانمن شویو فصلونو تر څنګ ناست دي.

د رحیم بخش د پلرونو نسلونو د پاکستان په ګرم ترين ښار کې د وریجو او غنمو په پټو کې کار کړی دی چې دغه ښار د سخت اوړي یا مونسون بارانونو څخه نااشنا نه دی.

خو سږکال جیکب آباد نه يوازې د مۍ په میاشت کې د ريکارډي تودوخې څخه اغيزمن شو بلکې د اګست په میاشت کې هم د باران د بې ساري سیلابونو څخه اغيزمن شو چې فصلونه یې ډوب کړل.

سیلابونو په لسګونو زره خلک د موقتي کېمپونو او د خپلوانو کورونو ته کډه کولو ته اړ کړل، چې د ځمکې سره د دوی د ژورې اړیکې سربېره د کرنې د کار راتلونکی يې شکمن کړو.

بخش، چې د خټو د خښتو کور یې په شاوخوا کې د کر کروندې ځمکې په څېر سیلاب وهلی و، وویل، "موږ به ښارونو ته تللې وو او مزدوري به مو کړې وه، که چېرې چا له موږ سره په وتلو کې مرسته کړې وه."

حتی د تباهۍ نه مخکې، جيکب آباد او شاوخوا لسګونه کلي د خرابو زیربناوو له امله تباه شوي ول.

د ضلعې د ملیونونو نه ډېر نفوس د کروندې کارګران دي او د خپل کار لپاره سفر کوي، چې د ځمکې د لويو مالکینو لپاره د ورځنۍ مزدور په توګه د فصلونو د ساتلو کار کوي.

بې وزلۍ، قرض او د ځمکې غیر مساوي ویش د دوی ژوند ستونزمن کړی دی، خو د اقلیم د بدلون سره د سختو موسمي پیښو زیاتوالي بې اطمیناني ژوره کړې ده، او​د شنو خونو د ګازو په اصلي اخراج کونکي، د چین د سکارو پلانټونو، باندې يې تمرکز ډېر کړی دی.​

د سږکال فصلونه په لومړي ځل د درجه حرارت لخوا زيانمن شول چې د می په مياشت کې ۵۱ سنټي ګريډ (۱۲۴ فارنهایټ) ته رسیدلی و. ياده تودخه یوازې د مونسون بارانونو له امله کمه شوه کله چې د هېواد دریمه برخه یې اغیزمنه کړه -- دا يوه داسې کچه وه چې په پاکستان کې هېڅکله نده لیدل شوي.

ضمیره، چې ۲۵ کاله عمر لري او له خپل میړه او ماشومانو سره یو موقتي کېمپ ته تښتېدلې وه، وویل، "موږ باید له دې ټولو سره ژوند وکړو." "دا به میاشتي واخلي چې موږ بیا د کار کولو توان ولرو. موږ پریښودل شوي یو."

د کرنې سکتور په پاکستان کې تر ټولو لوی د کار سرچينه ده، چې د کاري ځواک د ۴۰ فيصده څخه زیاته برخه جوړوي، چې زياتره پکې ښځې دي.

د ټولنې نادولتي موسسې کارکونکي جان اودهانو، چې د تودوخې او سیلاب دواړو قربانیانو ته یې بیړنۍ مرستې رسولې دي، وویل، "د دواړو آفتونو" له امله د کرهنې کارکوونکو مرستې ته ډېره اړتيا لرله.

هغه ای اېف پي ته وویل، "دوی فکر کوي چې په لویو ښارونو کې په اسانۍ سره کار ترلاسه کولی شي. نارینه کولی شي په فيکټرو کې کار وکړي." هغه زیاته کړه چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو پراخه لړۍ هم شتون لري.

'هېڅ کار شتون نلري'

په سویلي سند صوبه کې د سیلابونو ډېر بې ځایه شويو کسانو په ښاري مرکزونو کې پناه اخیستې، چې په لسګونو زره پکې په امدادي کېمپونو کې ثبت شوي او ډېر نور د خپلوانو یا د کرایې په کورونو کې مېشت شوي دي.

په کراچۍ کې د ښاري پلاننګ پروفیسرې نوشین ایچ انور په وینا، په داسې حال کې چې کورونه او ګټه وټه تباه شوې ده او لامله به یې ځینې کسان خپل کلیوال ژوند پریږدي، چې دا په هغه ښارونو باندې فشار زیاتوي چې د مخکې نه د اوږدې مودې "د ښاري حکومتولۍ له لوی بحران" سره مخ دي.

هغې د اقلیم د بدلون له امله د مهاجرت په اړه وویل، "څه چې راپیښیږي، موږ هغې ته چمتو نه یو." "دا جریان به ناګزیر وي."

شل کلن محمد حنيف د خپلو څارويو له منځه تللو او فصلونو د ويجاړتيا له ليدلو وروسته خورا خفه شو.

"دا ځای د ژوند کولو وړ ندی. هېڅ کار شتون نلري. موږ باید کراچۍ ته لاړ شو."

د ۲۵ ملیونو څخه په زیان نفوس لرونکي سویلي لوی ښار کې د بې وزلو د راتګ لپاره د ژوند معیار لږ ښه دی.

د پاکستان اقتصادي ښار د خراب ساتل شويو سړکونو، د فاضله اوبو او فاضله موادو خراب شويو سیسټمونو، د مافیا په لاس کې د اوبو د ویش، د بجلۍ د کمي، او ناکافي کورونو سره مخ دی.

کډوال اکثر په کچه کورونو کې ژوند کوي او د کوڅو پلورونکو یا د ورځني مزدورانو په توګه کار کوي.

د حکومت د اټکلونو له مخې، د شپږ او نهه میلیونو ترمنځ پاکستانیان د سږکال د مون سون سیلابونو په پایله کې د بې وزلۍ سره مخ شوي دي چې د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې او اټکل کیږي چې لږ تر لږه د ۳۰ ملیارده ډالرو زیان يې رامنځته کړی دی.

له کومه ځایه پېل وکړو؟

پاکستان، چې د نړۍ پنځم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی، د اقلیم د بدلون په لومړۍ کرښه کې دی.

مطالعاتو موندلې چې د اقلیم بدلون د تودوخې څپې تیزې کړي دي -- چې په پايله کې یې تودخه زياته کړې، چې دا له وخت څخه مخکې او په تکراري توګه راپیښیږي.

سږکال شديدې تودخې د غنمو درې میلیونه ټنه فصل تباه کړو، د ګڼ شمېر څارویو د مرګونو لامل شو، د ځنګلونو اورونه یې رامنځته کړل او د انسان تولید یې اغیزمن کړو.

مونسون هم د معمول په پرتله خورا سخت و، چې ۹.۴ میلیونه جریبه فصلونه او باغونه یې ویجاړ کړل.

د اقلیم ساینس پوه فهد سعید وویل، "د اقلیم د بدلون وزارت باید د بهرنیو چارو یا مالیې وزارت په څېر مهم وي."

د بیړنۍ مرستې سربیره، هېواد تخنیکي ملاتړ، په زرغون انرژۍ کې پانګه اچونې او د لومړنۍ خبرتیا سیسټمونو ته اړتیا لري ترڅو د سخت موسمي پیښو راتلونکي پړاو ته چمتو شي.

هغه وویل، د جیکب آباد په څېر ځایونو کې، چې د اقلیم د ډېرو آفتونو سره مخ دی، "دا ډېره ستونزمنه ده چې پریکړه وکړو چې له کوم ځای څخه پېل وکړو."

د​​چین لخوا د تمویل شويو د سکارو پروژو ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنې په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د رامینځته شوي تباهۍ وروسته زور اخلي.​

د لاهور یو څیړونکي امجد سعید، چې د چاپیریال او انرژۍ په برخه کې کار کوي، وویل، "د وروستیو سیلابونو وروسته، د پاکستان لپاره دا مناسب وخت دی چې د اقلیم د بدلون لپاره د توافق پلان جوړ کړي او د چین لخوا تمویل شوي د سکارو پروژې بندې کړي."

هغه وویل، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادونه د اقلیم د بدلون، د هوا د ککړتیا او اقتصادي اغیزو له امله د سکارو پر بنسټ د بجلۍ پلانټونه بندوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500