تجزيه

'سلام، قوماندان!': د ماشومانو د دماغ مینځلو لپاره د ایران د موسیقۍ هڅه

د پاکستان فارورډ لخوا

د خامنه اي د یوې نوې سندرې، 'سلام، قوماندان!' لپاره د رسمي میوزیک ویډیو يو سکرین شاټ چې هدف یې ماشومان دي. ياده سندره په ایران کې په پراخه کچه له تنقيد سره مخ شوې ده. [فارس نیوز]

د خامنه اي د یوې نوې سندرې، 'سلام، قوماندان!' لپاره د رسمي میوزیک ویډیو يو سکرین شاټ چې هدف یې ماشومان دي. ياده سندره په ایران کې په پراخه کچه له تنقيد سره مخ شوې ده. [فارس نیوز]

د ماشومانو لپاره یوې نوې سندرې چې د ایران د رهبر علي خامنه اي ستاینه کوي په ټول هېواد کې غوسه راپورته کړې او د ماشومانو د ارواپوهانو لخوا له تنقيد سره مخ شوې ده، کوم چې دا د روزنې لپاره د اسلامي جمهوریت یوه بله هڅه ګڼي.

که څه هم دا په ښکاره ډول دولسم امام ته "سلام، قوماندان!" احترام وړاندې کول دي. فعالان وايي، دا په حقیقت کې خامنه اي ته باج ورکول دي، ځکه چې هغه د ایران د وسله والو ځواکونو مشر دی.

ماشومانو ته ښوول کیږي چې سلام وړاندې کړي کله چې دوی دا سندره: "سلام، قوماندان!" واوري.

د ماشومانو د حقونو فعالان د سندرې ليکوال تورنوي چې د ماشومانو له معصوميت څخه ګټه پورته کوي او په سکولونو کې ورته روزنه ورکوي.

یوه جينۍ، چې په سر يې يوه پټۍ تړلې ده او په هغې لیکل شوي 'زه ستا غږ اورم، خامنه اي!' د مۍ په وروستیو کې د تهران د آزادۍ سپورټ میدان کې د خامنه اي د ملاتړ نوې سندرې 'سلام، قوماندان!' له خپریدو وروسته د سندرو ویلو په مراسمو کې برخه اخلي. [د IRIB سکرین شاټ]

یوه جينۍ، چې په سر يې يوه پټۍ تړلې ده او په هغې لیکل شوي 'زه ستا غږ اورم، خامنه اي!' د مۍ په وروستیو کې د تهران د آزادۍ سپورټ میدان کې د خامنه اي د ملاتړ نوې سندرې 'سلام، قوماندان!' له خپریدو وروسته د سندرو ویلو په مراسمو کې برخه اخلي. [د IRIB سکرین شاټ]

د مۍ په میاشت کې د تهران په آزادۍ سپورټ میدان کې د سندرو ویلو په مراسمو کې، د خامنه اي د "سلام، قوماندان!" سندرې له خپریدو وروسته، ګڼ شمېر خلکو د سپاه پاسداران قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني عکسونه پورته کړل چې په سندره کې یې یادونه شوې. [د IRIB سکرین شاټ]

د مۍ په میاشت کې د تهران په آزادۍ سپورټ میدان کې د سندرو ویلو په مراسمو کې، د خامنه اي د "سلام، قوماندان!" سندرې له خپریدو وروسته، ګڼ شمېر خلکو د سپاه پاسداران قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني عکسونه پورته کړل چې په سندره کې یې یادونه شوې. [د IRIB سکرین شاټ]

ماشومان د خامنه اي د نوي پلوي سندرې هدف دي چې د تعصب د هڅې په توګه پرې تنقيد شوی دی. یو ماشوم دلته د تهران د آزادۍ سپورټ په میدان کې د مۍ په میاشت کې د سندرې ویلو په مراسمو کې لیدل کیږي. [د IRIB سکرین شاټ]

ماشومان د خامنه اي د نوي پلوي سندرې هدف دي چې د تعصب د هڅې په توګه پرې تنقيد شوی دی. یو ماشوم دلته د تهران د آزادۍ سپورټ په میدان کې د مۍ په میاشت کې د سندرې ویلو په مراسمو کې لیدل کیږي. [د IRIB سکرین شاټ]

دوی د روزنې یوې نمونې ته اشاره کوي چې په تېرو کلونو کې راڅرګنده شوې ده. هغوی یادونه وکړه چې ورته سندرې، چې د ۱۹۸۰ په عشره کې د ایران او عراق جګړې په جریان کې جوړې شوي وې، په دوامداره توګه په دولتي راډیو او تلویزیونونو کې غږول شوي وې.

دې سندرو کم عمره ځوانان وهڅول چې د سپاه پاسداران او له دې سره تړلي بسیج مقاومتي ځواکونو نیم پوځي ډلې له لارې د پوځي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړي.

سکول ته د تګ پرمهال روزنه

تېر کال په یو بيان کې، خامنه اي د "یوې سندرې" جوړول وهڅول چې د رژیم پیغامونه لري چې "ماشومان به يې سکول ته تګ راتګ په وخت وايي".

که څه هم رژیم د خامنه اي د وینا او د سندرې "سلام، قوماندان!" د تولید تر منځ مستقیمه اړیکه رد کړې ده. ياده سندره د تبصرې پراساس جوړه شوه، چې ډېر یې د کمانډ په توګه تشریح کوي.

د "ماه" په نوم یوې سخت دریځې ډلې چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د مرګ د لومړۍ کلیزې په مناسبت د تبلیغاتي موخو لپاره جوړه شوې وه، دغه سندره وليکله او جوړه يې کړه.

تولیدونکی یو ډېر محافظه کار عالم دی.

د ایران دولتي نشراتو (آIRIB) اعلان کړی چې د دغه سندرې لیکوال ته به د IRIB سره د یوځای کیدو لپاره بلنه ورکړل شي.

د "سلام، قوماندان!" شعرونه په تېرو عشرو کې د زیږیدلو ماشومانو لپاره ټاکل شوي، ځکه چې دوی ادعا کوي چې خامنه اي "خپل ماشومان رابللي" چې د ۲ او ۱۱ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

دا سلیماني ته هم درناوی وړاندې کوي او ژمنه کوي چې ټول ماشومان به د "قاسم په څېر" شخصیتونه وي او د خامنه اي تابع به وي.

تکراري، په زړه پورې پروپيګنډه

دا سندره په لومړي ځل د مارچ په ۱۸مه د قم په جمکران جومات کې -- د ۱۲م امام د زیږون په ورځ -- وغږول شوه او د دې میوزیک ویډیو په مکرر ډول د نوروز له رخصتیو څخه مخکې په دولتي تلویزیوني چینلونو کې خپره شوه.

کله چې له نوروز وروسته سکولونه بېرته پرانستل شول، د پوهنې وزارت د راپورونو له مخې ټولو دولتي او خصوصي سکولونو ته یو مکتوب واستوو، او مدیران یې اړ کړل چې هر سهار له ټولګي څخه مخکې او د رخصتۍ پر مهال دغه سندره وايي.

کوروش، چې په ایران کې د موسیقۍ یو پروفیسور چې غوښتل یې یوازې د هغه لومړی نوم وکارول شي، المشارق ته وویل، دا سندره د پروپيګنډ سندرې په څېر ده چې د مطلقه رژیمونو لکه شمالي کوریا، چین، شوروي اتحاد او نازي جرمني لخوا تولید شوي دي.

هغه وويل، که څه هم سندره ممکن په پېل کې "زړه راښکونکې" نه ښکاري. تال او مصرعه په داسې طریقه جوړ شوي چې "د انسان په دماغ کې پاتې کيږي" او په اسانۍ سره تکرار کیږي.

پداسې حال کې چې ياده سندره د ایران په ګوټ ګوټ کې په عامه ځایونو کې غږول شوې، خو په ټولنیزو رسنیو باندې پدې پورې خندا شوې ده، او کاروونکي دغه سندره بدلوي ترڅو د خامنه اي او د رژيم په نیمګړتیاو باندې خپلې نیوکې څرګند کړي.

د اوازو د ردولو هڅې په توګه، ګڼ شمېر ایرانیانو -- په ځانګړې توګه ښځې -- په انسټاګرام کې د خپل ځان ویډیوګانې اپلوډ کوي، د سندرې الفاظ تکراروي یا دغه سندره د سلام په اشارو کولو سره وايي.

ډېرو پکې سر نه دی پټ کړی او نکريزې يې لګولي، نوکان يې رنګ کړي او ډېر میک اپ يې کړی، چې د ښځو لپاره د اسلامي جمهوریت له "دود" څخه سرغړونه ده.

څارونکي وايي، دغه کسان، چې ډېر یې له ایرانه بهر ژوند کوي، له رژیم سره تړاو لري او یا له رژيم څخه پيسې ترلاسه کوي. ځینې وايي چې دوی ګمارل شوي ترڅو وښیي چې سندره "ملي" ده، او نه سیاسي، لکه څنګه چې رژیم ادعا کوي.

د سندرې وخت مناسب نه دی

د سندرو ویلو مراسمو په ټول ایران کې په لویو میدانونو کې ګډوډي رامنځته کړې ده، پداسې حال کې چې ایرانیانو وويل چې دا دوی لپاره يو نامناسبه کار دی.

د ډېرو راپورونو له مخې، ډېر برخه اخیستونکي مجبور دي چې خپل کار ځای یا سکول ته حاضر شي، په داسې حال کې چې نورو ته د دې کار لپاره پيسې ورکړل کیږي.

په تهران کې یوې ۴۲ کلنې مور، چې غوښتل يې نوم یې پټ وساتل شي، وویل چې هغې او ګڼ شمېر نورو والدېنو د سندرو ویلو مراسمو لپاره د سکول د سفر مخالفت وکړو.

هغې المشارق ته وویل، د سکول مدیرانو دوی ته وویل چې د دوی د ماشومانو درجې به متاثره شي که چېرې دوی پدې کې برخه وانخلي.

ډېرو خلکو په غوسه څرګنده کړه چې د سندرو مراسم حتی په داسې حال کې ترسره شول چې ماتم کونکي په ابدان کې د میټروپول ودانۍ له نړیدو وروسته راټول شوي وو چې لسګونه کسان پکې مړه یا ژوبل شوې ول.

د تهران په ازادی سپورټ میدان کی د میټروپول د نړېدو نه یوه ورځ وروسته د زرګونو برخه والو سره چی زیاتره پکې د سکول ماشومان وو، یو ستر جشن ترسره شو.

دې مراسمو په ابادان کې غوسه او احتجاجونه راپورته کړل، چې خلکو پکې د خامنه اي پر ضد شعارونه پورته کړل او په تهران کې یې ښکاره "خوشحالۍ" ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې ابادان له "خونريزۍ" سره مخ و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500