ټولنه

په خیبر پښتونخوا کې 'کلتوري بقا' رامنځته کيږي

سيد انصار عباس لخوا

د فیشن ماډلې په پېښور کې د مارچ په ۱۵مه په رن وې باندې واک کوي. [سيد انصار عباس]

د فیشن ماډلې په پېښور کې د مارچ په ۱۵مه په رن وې باندې واک کوي. [سيد انصار عباس]

پېښور -- د تروریزم د یوې عشرې نه زيات وخت د زغملو نه وروسته، د خیبر پښتونخوا اوسيدونکي د موسيقۍ او کلتوري پروګرامونو بيرته راتلو ته هرکلی وايي.

څارونکي وايي چې د ټولې کورنۍ لپاره د تفريحي پروګرامونو بيرته راتلل ځکه ممکن شول چې د ښه امنيت سره د ويرې فضا ختمه شوي ده.

د اوږد مهاله پوځي عملياتو لکه ضرب عضب او رد الفساد عملياتو له کبله امنیت بيرته راغې.

د مارچ په ۲۶مه، د پيښور ډسټرکټ انتظاميې د ښځو په 'پيښور کلب، کې د جشن بهارا انتظام وکړو، چې يو زيات شمير ښځو او ماشومانو په کې ګډون وکړو.

بختيار خټک د مارچ په ۱۵مه په پېښور کې د عبدل غني خان د مرګ په ۲۱مه کلیزې په موقع باندې سندره وايي. [کاروان ايمپيچمنټ کونسل]

بختيار خټک د مارچ په ۱۵مه په پېښور کې د عبدل غني خان د مرګ په ۲۱مه کلیزې په موقع باندې سندره وايي. [کاروان ايمپيچمنټ کونسل]

د پښتو سندرغاړو د شپې تر ناوخته پورې اوريدنکي خوشحاله کړل، کوم چې دا ښیي چې خلک په پروګرامونو کې د ګډون کولو نه نور نه ويريږي. مخکې به طالبانو داسې پروګرامونو ته ګواښونه کول ځکه چې دوی به دا سپک ګڼل.

یوولس ورځې مخکې، د موسيقۍ يو ستر پروګرام په پسرلي کلي کې رامنځته شو چې يو آزاد خياله شاعر، فلسفي، نقاش او هنرمند عبدل غني خان ته باج ورکړي. هغه ته باج د هغه د مرګ د ۲۱مې کلیزې په موقع ورکړل شو.

خالد ايوب، چې د کاروان ايمپيچمنټ کونسل چيرمين دی او د دغه پروګرام انتظام يې وکړو، وويل، په دې پروګرام کې د پښتو سندرغاړو بختيار خټک او فياض خان خيشګي د غني خان شعرونه د سندرو په شکل کې وويل.

خالد پاکستان فارورډ ته وويل: "دې پروګرام ته ۱۵۰ کسان رابلل شوي وو، خو د ۳۰۰ نه زیات کسانو د ډير جوش او جذبې سره په دې کې ګډون وکړو." "دا پروګرام د سهر په ۸ بجې پيل شو او د شپې د ۲ بجو پورې جاري وو، چې دا په ګوته کوي چې په ښار کې سوله شته."

هغه وويل، "پېښور د زړور خلکو يو ښار دی او دوی د ترهګرۍ باوجود خپلو کلتوري فعاليتونو ته دوام ورکړی دی -- دوی نه صرف کوشش کوي چې د ترهګرۍ نه خلاصی ترلاسه کړي بلکې دوی ترهګرو ته پيغام ورکوي چې هغوی دوی ته ماتې نه شي ورکولی."

هغه وويل: "د ترهګرۍ پېښې د خلکو لوړ مورال نه شي کمولی."

د فېشن او موسيقۍ پروګرامونه په پېښور کې په ډينز ټريډ سنټر کې د مارچ په ۱۵مه رامنځته شول. په دې کې نارينه او ښځينه ماډلو چې د پاکستان د ډيزاينرانو جامې یې اغوستې وې ګډون وکړو.

بختيار خټک او زیک افریدی د پښتو سندرې وويلې، په داسې حال کې چې اعجاز سرحدي د اوريدونکو د خوشحالۍ لپاره سرينده وغږوله. سرينده يوه نادره ټيټ ستار دی.

یو ځوان خبریال، انور زیب، چې د فیشن او موسيقۍ په پروګرام کې یې ګډون وکړو، پاکستان فارورډ ته وويل، "ترهګر د ترهګريز فعاليتونو سره د سیمې اوسیدونکي د موسيقۍ نه لري نه شي ساتلې."

ځوانان د تفريحي پروګرامونو په لټه کې دي

څارونکي وايي چې یو څو کاله وړاندې، په خیبر پښتونخوا کې به یو کس هم دا فکر نه شو کولی چې د موسيقۍ او کلتور په داسې غونډو کې د ويرې نه بغير ګډون وکړي. اوس، د لسګونو څخه زيات پروګرامونه په دې وروستيو مياشتو کې په پېښور کې رامنځته شوي دي.

د جنورۍ په ۱۰مه په حيات آباد کې، زده کوونکو، سياستوالو او کلتوري کسانو په بونير کلتوري شپې کې ګډون وکړو.

فطرت بونيري، چې د غونډې انتظام يې وکړو، وويل، تروریزم او د طالبانو د واکمنۍ لاندې کلونو په سیمه کې کلتوري فعالیتونو ته زيان رسولی وو، خو خلک واپس زوړ حالت ته راغلل.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "خلک، په ځانګړي توګه ځوانان، د ترهګرۍ له کبله خفه وو." "خو اوس، د سولې د ټینګښت وروسته، هغوی د موسيقۍ په پروګرامونو کې د ويرې نه بغير ګډون کوي."

په پېښور کې يو فرهنګي خبريال، شېر عالم، وويل: "د ترهګرۍ د یوې لسیزې وروسته، ځپل شوي ځوانان د تفریح په لټه کې دي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د طالباعلمانو پنځه دیرش سازمانونه د خپلو منابعو سره د کلتوري او د موسيقۍ پروګرامونو انتظام کوي چې د کلتور، موسیقۍ، او د خپلې صوبې لهجې په ګوته کړي."

هغه وويل: "ځوانان د خپل کلتور نه ښه خبر دي، چې دا ډېره ښه خبره ده." "د موسيقۍ او کلتور دا ډول پروګرامونه په کلتوري اقدار راژوندې کولو کې مرسته کوي."

کلتوري بقا

په پېښور کې د نفسياتو يو ډاکټر خالد مفتي پاکستان فارورډ ته وويل، "اوسنی وخت د کلتور د بقا يو وخت دی."

هغه وويل: "خلک د هوساينې احساس کوي او يوه موقع لري چې تفريح ترلاسه کړي، چې دا پخوا نا ممکنه وه." هغه زياته کړه، "سوله او زغم له يوبل سره تعلق لري."

د خیبر پښتونخوا د ډايريکټوريټ یو پخواني ستر مشر، عبدل باسط، پاکستان فاروررډ ته وويل، د دغه صوبې د اطلاعاتو او کلتور ډايريکټوريټ کوشش کوي چې د صوبې خلکو ته تفريح برابر کړي.

هغه وويل: "په تېرو دوو کلونو کې د سيمې د اصلي کلتور د اهميت په اړه احساس رامنځته شوی دی."

هغه وويل، تېر کال ډايريکټوريټ ۴۵ ميليونه روپۍ (۴۲۹،۰۰۰ امريکايي ډالره) د فيز ۱ پروګرام لپاره خرچ کړې چې مقامي ورثه راژوندۍ کړي. د پروګرام په دوهم پړاو کې، بجټ د ۷۰ ميليونو (۶۶۸،۰۰۰ امريکايي ډالره) نه زیات دی.

عبدل باسط وويل: "ژوند اوس عادي دی، او موږ له پکار ده چې خپل کلتور راژوندی کړو." "دغه راز، موږ له پکار ده چې خپل وګړو ته تفريح برابر کړو."

له ويرې پرته ژوند

په پيښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا پخوانې سيکريټري وو، وويل، وګړي د پرله پسې بریدونو نه بغير د آزادۍ احساس کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "په سیمه کې د سولې د راتګ وروسته، خلک د ويرې پرته آزادۍ محسوسوي."

هغه وويل: "حتی چې مخکې به وګړي د نايي دوکان ته د ويرې له کبله تلې نه شول." "[اوس] دوی د تفريح په لټه کې دي."

په پېښور يونيورسټۍ کې د ماسټر ډګرۍ يو طالب علم نوید خان وويل، ځوانان په ځانګړي ډول د تفريح په لټه کې دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "کلتوري او د موسيقۍ پروګرامونه د مخکې په پرتله بیا بیا رامنځته کيږي، او ځوانان په زيات شمېر کې په دې کې ګډون کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500