امنیت

پخوانی شوروی عسکر: روسیه به په اوکراین کې داسې ناکامه شي لکه شورویان چې په افغانستان کې ناکام شول

د عمر راپور

یوه پخواني شوروي عسکر عبدالله خکیموف چې په افغانستان کې ژوند کوي، وویل، په اوکراین باندې د روسیې بې موجبه یرغل او د اوکراین د خلکو پر ضد بې مخېنې برید له شرمه ډک کارونه دي او د روسيې د پوځ لپاره به ناوړه پایلې ولري. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- یوه پخواني شوروي عسکر عبدالله خکیموف چې په افغانستان کې ژوند کوي، وویل، په اوکراین باندې د روسیې بې موجبه یرغل او د اوکراین د خلکو پر ضد بې مخېنې برید به د روسيې د پوځ لپاره ناوړه پایلې ولري.

عبدالله خکیموف چې پلار یې د مسکو او مور یې د اوکراین د پلازمېنې کییف اوسېدونکې وه، په ۱۳۵۸ - ۱۳۶۷ کالونو کې د افغانستان د اشغال پر وخت د شوروي پوځ د استخباراتو افسر وو. هغه افغانانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې په ټپي حالت کې نیولی وو.

هغه چې اوس ۵۸ کاله عمر لري، د اسلام له قبلولو څخه وروسته له یوې افغانې ښځې سره واده وکړ او خپل نوم یې په عبدالله باندې واړاوه. هغه له خپلې کورنۍ سره یوځای په هرات کې ژوند کوي.

خکیموف وویل، په روسیه او په ځانګړې توګه د روسیې په ولسمشر ولادیمیر باندې دې شرم وي چې د اوکراین په بې چاره ولس باندې یې یرغل وکړ او د هغوی پر ضد دومره ډېر ځواک او جنګي وسایل کاروي.‌

د شوروي پوځ پخوانی عسکر عبدالله خکیموف چې اوس د شیخ عبدالله په نامه یادېږي، د کب په ۱۲مه په هرات ښار کې د شوروي له یوه ویجاړ شوي ټانک سره نږدې ولاړ دی. [عمر/سلام ټایمز]

د شوروي پوځ پخوانی عسکر عبدالله خکیموف چې اوس د شیخ عبدالله په نامه یادېږي، د کب په ۱۲مه په هرات ښار کې د شوروي له یوه ویجاړ شوي ټانک سره نږدې ولاړ دی. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «اوکراینیان د خپل حکومت تر څنګ د روسیې د یرغل پر ضد جنګیږي، په داسې حال کې چې روسان د پوتین ملاتړ نه کوي او په کلکه په اوکراین باندې د یرغل مخالف دي.»

خکیموف په اوکراین باندې د روسیې برید یوه غټه او تاریخي غلطي او د بشریت پر ضد یو جنایت وباله، او زیاته یې کړه چې هغه باوري دي چې اوکراینیان به د پوتین عسکرو ته ماتې ورکړي.

هغه وویل، «که ممکنه وای او زما روغتیا اجازه راکړې وای، ما به وسله اخیستې وای او د اوکراینیانو تر څنګ به مې د روسیې د یرغل پر ضد جنګ کړی وای.»

هغه زیاته کړه، «که څه هم چې روسیې د اوکراین په هوایي ډګرونو او ښارونو باندې بمونه وورول او د دې مخه یې نیولې چې اوکراینۍ الوتکې په منظمه توګه فعالیت وکړي، بیا هم روسي ځواکونه تر اوسه په دې کې پاتې راغلي چې کومه بریا ترلاسه کړي.»

له افغانستان څخه زده کړې

خکیموف وویل،په اوکراین باندې د روسیې یرغل به په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په څېر ناکام شي، او روسیه به نړۍ والې انزوا ته ورټېل وهي.‌

هغه وویل، «که اوکراین دا نابرابر جنګ وبایلي بیا به هم ګټونکی وي، خو روسیه به که دا جنګ و هم ګټي بیا به هم بایلونکې وي.»

اوکراین یواځې ۴۴ میلیونه وګړي لري په داسې حال کې چې روسیه ۱۴۴ میلیونه نفوس لري. خکیموف وویل، «که د روسیې د وګړو شمېر زر میلیونه هم وای، هغوی به نه وای توانېدلي چې اوکراین ته ماتې ورکړي.»

په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماتې د هغه د نسکورېدلو په برخه کې مرسته وکړله او د مسکو تر اشغال لاندې ۱۴ هېوادونو ته یې اجازه ورکړله چې خپله خپلواکي ترلاسه کړي. پخپله روسیه له شوروي نه وروسته ۱۵م دولت دی.

په ۱۳۵۸ - ۱۳۶۷ کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال په ترڅ کې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر شوروي عسکر ووژل شول او له ۳۵۰۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

شوروي پوځ ۳۵۰ جنګي الوتکې، ۴۰۰ هیلیکوپترونه، او په زرګونو ټانکونه او زغره والې عرادې له لاسه ورکړل.

محمد حسن چې ۶۷ کاله عمر لري او په هرات کې یې د شوروي پوځ پر ضد جنګ کړی، وایي، د روسیې حکومت باید له تاریخ څخه زده کړه کړې وای او هېڅکله یې هم په اوکراین باندې یرغل نه وای کړی.

هغه وویل، «روسان چې پخپلو وسلو او الوتکو باندې مغرور دي شپه او ورځ په اوکراینیانو باندې بمونه وروي. شورويانو په افغانستان باندې هم همداسې په غرور سره یرغل وکړ خو له یوې خجلوونکې ماتې سره مخامخ شول.»

هغه وویل، «د اوکراین خلک د روسي عسکرو پر ضد داسې جنګیږي لکه څنګه چې افغانانو د شوروي د پوځ پر ضد جنګیدل.»

حسن وویل، د پوتین د عسکرو پر ضد د اوکراین د خلکو پاڅون دا معنی لري چې دغه یرغلګر ځواکونه به مات کړای شي.‌

خو بیا هم، افغانستان د یرغلګرو له پسې اخیستلو څخه وروسته له سختو زیانونو سره مخامخ شو.

د شورویانو له خوا د افغانستان د نهه کلن اشغال په ترڅ کې، له یو میلیون څخه ډېر افغانان مړه شول، له درې میلیونو څخه ډېر ټپیان او معلول شول، او له پنځو میلیونو څخه ډېر نور ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول.

شوروي پوځ د افغانستان بېخبناوې ویجاړې کړې او هېواد یې وران ویجاړ پرېښود.

ظالم اشغالګر

په نیمروز ولایت کې د سیاسي چارو یوه شنونکي حمزه بلوچ وویل، روسیه چې هر چېرته قدم ګدي هغه ځای په کنډوالو باندې اړوي.‌

هغه وویل، د روسیې پوځ قصدي حمله کړې او په اوکراین کې یې ملکي ودانۍ،‌ د استوګنې سیمې، سړکونه، پلونه، هوایي ډګرونه او هستوي مرکزونه ویجاړ کړي دي.‌

هغه وویل، «روسان په اوکراین کې ډېر ظالمانه تکتیکونه ترسره کوي. هغوی هیڅوک او هېڅ ځای هم نه پرېږدي. شوروي پوځ هم په افغانستان کې له عین تکتیکونو څخه کار اخیست.»

بلوچ وویل، «نړۍ باید د روسیې د ظلم پر ضد ودرېږي او ژر تر ژره اړتیاوړ ګامونه واخلي. د دغه ظلم پر وړاندې چوپتیا به پوتین او د هغه عسکر لا نور زړور کړي.»

هغه وویل، د پوتین کبر او غلط سیاستونه د نړۍ امنیت ګواښي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جاوېد نایاب وویل،‌ «یو حیوان به هم د بل حیوان پر وړاندې داسې ظلم ونه کړي» لکه شوروي عسکرو چې په افغانستان کې وکړل او روسان یې په اوکراین کې کوي.‌

هغه وویل، «په یوه ویډیو کلېپ کې، ما یو روسی ټانک ولید چې په قصدي توګه یې د اوکراین په مرکز کې په یوه ملکي موټر باندې ور وخېژاوه. شورویانو په افغانستان کې هم عین ډول ظلمونه وکړل.»

هغه وویل، «که په افغانستان باندې د شوروي د یرغل هغسې فلم اخیستل شوې وای لکه اوس چې په اوکراین باندې د روسانو د یرغل کیږي، دا به یې ښودلې وای چې د هغوی د اشغال هره ورځ له وحشتونو او د بشریت پر ضد له جنایتونو څخه ډکه وه.»

نایاب وویل، هېڅ ظلم تل نه وي او روسیه به هم د پخواني شوروي اتحاد په څېر ژر ماته شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500