امنیت

په اوکراین کې د کرملین کړکېچونه په افغانستان کې د شوروي ماتې په څېر دي

د حنا شېرټووا لخوا

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی، یو افغان هلک ښیي چې د کابل په څنډه کې د شوروي د دورې د ټېنک په ملبه کې لوبې کوي. په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۰مه کلیزه ولمانځل شوه. د ماتې سره مخ شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په مياشت کې په شا شول. [نورالله شیرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲۸مه اخیستل شوی، یو افغان هلک ښیي چې د کابل په څنډه کې د شوروي د دورې د ټېنک په ملبه کې لوبې کوي. په دسمبر ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۰مه کلیزه ولمانځل شوه. د ماتې سره مخ شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په مياشت کې په شا شول. [نورالله شیرزاده/ای اېف پي]

کيف، اوکراین -- د اوکراین د ملکي وګړو په وړاندې د وحشیانه تاوتریخوالی او پوځي تېروتنو له کبله څارونکي په اوکراین د روسیې یرغل په افغانستان کې د شوروي له جګړې سره پرتله کوي.

شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل کړی و. د یرغل وروسته په راتلونکو نهو کلونو کې، افغان مجاهدينو د شوروي پوځ په وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړه، او په پايله کې له يو ميليون څخه زيات افغانان ووژل شول او په سلګونو زره معيوب شول.

نور پنځه ملیونه یا ډېر ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول او د افغانستان ډېر املاکونه د جګړې په جریان کې ویجاړ شول.

د مرګ او تباهۍ سربېره، شورويان د ۱۹۸۹ کال په فبرورۍ کې له ماتې سره مخ شول او بېرته لاړل.

د اوکراین په خارکیف کې د مارچ په ۳مه د روسي ځواکونو له خوا د شيلنګ وروسته یوه سوځېدلې ودانۍ ښودل شوې ده. روسیې په اوکراین کې هم ملکي وګړي د ویرې او ترهې سره مخ کړي، لکه څنګه چې شوري اتحاد څلوېښت کاله مخکې په افغانستان کې ورته کار کړی و. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

د اوکراین په خارکیف کې د مارچ په ۳مه د روسي ځواکونو له خوا د شيلنګ وروسته یوه سوځېدلې ودانۍ ښودل شوې ده. روسیې په اوکراین کې هم ملکي وګړي د ویرې او ترهې سره مخ کړي، لکه څنګه چې شوري اتحاد څلوېښت کاله مخکې په افغانستان کې ورته کار کړی و. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

دوه کاله وروسته شوروي اتحاد ړنګ شو.

اوس مهال، د جمعې ورځ (د مارچ په ۴مه) پر اوکراین د روسیې د یرغل نهمه ورځ ده.

د اوکراین پر ښارونو د روسیې په شيلنګ کې زياتوالی راغلی، حتی داسې رپورونه هم خپاره شوي چې د روسیې کاروانونه د تېلو د کمښت سره مخ دي او پوځیان یې په ډله ییزه توګه تښتې یا تسلیمیږي.

داسې ګمان کیږي چې په زرګونو خلک وژل شوي یا ژوبل شوي، او له یو ملیون څخه ډېر اوکراینیان د کډوالو د کړکیچ په جریان کې لویدیځ ته تښتیدلي دي.

د ډېرو کتونکو لپاره، د اوکراین په ملکي وګړو د روسیې د بریدونو ويډيوګانې په ذهن کې هغه سرغړونې رامنځته کوي کومې چې شوروي پوځ په افغانستان کې ترسره کړې وې.

اتلانتیک په ۲۰۱۴ کال کې لیکلي وو، په هغه نهه کلنه جګړه کې، "شورويانو له مجاهدینو او د هغوی د ملاتړو سره سخت چلند وکړو او ټول کلي یې تباه کړل."

"د اټکل له مخې یو میلیونه ملکي وګړي وژل شوي ول."

'د افغانستان په څېر'

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ په یو تلویزیوني وینا کې روسیه او اوکراین "یو خلک" وبلل او ژمنه یې وکړه چې په اوکراین کې به "نويو نازیانو" ته ماتې ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې "ځانګړي عملیات" د پلان سره سم پرمخ روان دي.

د پوځي چارو کارپوه اولیګ ژدانوف، چې پخوا یې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز لپاره کار کولو، وویل، پر اوکراین د یرغل لپاره د روسانو توجیه د هغه څه سره ورته ده چې شورويانو د ۱۹۷۹ کال په دسمبر کې ويلې ول کله چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړو.

ژدانوف کاروانسرای ته وویل، "د افغانستان په څېر، نن ورځ روسي عسکر په نظرياتي توګه دوکه کيږي. دوی ډاډه دي چې دوی خپله نړیواله دنده ترسره کوي. دوی د اوکراین له خلکو سره د خپل هېواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کې مرسته کوي."

په ۱۹۷۸ کال کې، د شوروي پلوه افغان پوځي افسرانو یوې ډلې کودتا وکړه. په هرصورت، دوی ونه توانېدل چې کمونیزم د افغانانو لپاره زړه پورې ښکاره کړي.

یاغیان، مجاهدین د حکومت پر ضد راپاڅیدل.

په ځواب کې، د شوروي پولیټ بیورو د دسمبر په ۱۹۷۹ کې په افغانستان کې د "پوځي عملیاتو" امر ورکړو -- او د نن ورځ په څېر يې په احتیاط سره د "جنګ" یا "اشغال" د اصطلاحاتو څخه ډډه وکړه.

ژدانوف وویل، "ماته ياد دي چې ما د [خپلې] پوځي اکېډمۍ په کلب کې د هلکانو د ګمارلو څخه خوند اخېستو. موږ باور لرلو چې موږ په هغه لرې هېواد کې د سوسیالیزم په جوړولو کې له خلکو سره مرسته کوو."

"هیڅوک نه پوهېدل چې دا جګړه وه او دا چې جګړه يوه ناوړه شی دی.

شوروي مارشال سرګي سوکولوف، چې په ۱۹۷۹ کال کې یې د یرغل مشري کوله، وویل چې شوروي اتحاد به په یوه میاشت کې دننه حالات تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.

پرځای یې، د زینک تابوتونو، چې په بل ډول د "کارګو ۲۰۰" په نامه يادېدل، ډېر ژر بېرته شوروي اتحاد ته الوتنه پیل کړه.

د کرملین په وینا، په افغانستان کې د ۱۵۰۰۰ څخه زیات شوروي عسکر وژل شوي ول.

'موږ بله چاره نه لرله'

په اوکراین کې د روسیې د مرګ ژوبلې زیاتېدل پر افغانستان د شوروي له یرغل سره د پرتله کولو یوه بله کرښه ده.

د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په اوکراین کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۴۹۸ وښودلو.

د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ د روسیې د ګډو تلفاتو شمېر ۹۱۶۶ وښودلو.

د اوکراین د امنیت خدماتو (اېس بي يو) لخوا د پوښتنو ګرویګنو په ویډیوګانو کې، ډېر روسيان د جګړې بنديان وويل او دوی معلومات نه لرل چې دوی چېرته روان دي.

انتون پیتروک، یو لوړ پوړي ټوپکچي چې اوکرایني سرتېرو نیولی، په ویډیو کې وویل، "موږ تقریباََ د یوې هفتې لپاره د کوزمین د ډزو په رینج کې مشق کولو. بیا دوی موږ راټول کړو او پولې ته یې نږدې ولېږلو. دوی موږ ته وویل چې موږ به په پوله کې ځای پر ځای کیږو."

هغه وویل، "بیا ناڅاپه موږ د شپې په اوږدو کې د پولې څخه تېر شو. موږ یو کلي ته ورسېدو. موږ بله چاره نه لرله."

"که تاسو د پولې څخه د تېرېدو په وخت کې د جګړې کولو څخه انکار وکړئ، دا به غداري وي. تاسو کولی شئ د دې لپاره له ۱۵ څخه تر ۲۵ کلونو پورې جېل ته لاړ شئ. دا هم باغيتوب دی، او تاسو کولی شئ د دې لپاره اضافي وخت هم تېر کړئ، تقریبا خپل ټول ژوند."

د ولادیسلاو په نوم د جګړې بندي خپلې مور ته د تلیفون له لارې په ورته ویډیو کې وویل، "زه د خپل صدر لخوا د جنایي حکم پراساس د وروڼو سره د جګړې لپاره لیږل شوی يم."

"مور، مهرباني وکړئ ما کور ته راولا. زه نور نه غواړم چې دلته پاتې شم."

د سیاسي چارو کارپوه او د پنتا د سیاسي مطالعاتو د مرکز ډايريکټر ولادیمیر فیسینکو کاروانسرای ته وویل، "روسیې د شوروي ډېرې کړنې راژوندۍ کړې دي. د افغان جګړې پر مهال [شوروي اتحاد] هم په لومړي سر کې د خپلو تلفاتو شمېر په بشپړه توګه پټ کړی و."

هغه وویل، "وروسته بیا، کله چې هغه الوتکې چې خلک یې د 'تور غاټول' په نامه يادوي، د تابوتونو سره بېرته الوتنې پیل کړې، او د مړو پټول يوه ناممکنه خبره شوه."

فیسینکو وویل، "په اصل کې موږ اوس هم ورته عمل ګورو. په ډېرو قضیو کې، د روسيې سرتېرو [مور او پلار] هیڅ معلومات نلري چې د دوی ماشومان چېرته دي."

'خورا زيات زیانونه'

شنونکي وايي، د افغان جګړې ناوړه عواقب ښايي په اوکراین کې تکرار شي.

د سیاسي چارو شنونکي اولیګ لیسنويي وویل، یو دلیل چې ولې شوروي اتحاد له افغانستانه خپل ځواکونه ویستل، دا وو چې متحده ايالاتو له مجاهدینو سره مرسته کوله.

لیسنويي کاروانسرای ته وویل، "کله چې متحده ایالاتو مجاهدینو ته سټینګر له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي توغندي ورکړل، نو شوروي پوځ په هوا کې خپله برتري له لاسه ورکړه."

هغه وویل، د بهرنیو وسلو زیاتوالی د اوکراینیانو سره مرسته کوي چې د روسیې هوایي ځواک له مینځه یوسي، چې دا به په اوکراین کې د روسانو په برخلیک باندې هم ورته اغیزه ولري.

لیسنويې وویل، "روسیه به خورا زيات زیانونه ترلاسه کړي" که چېرې دا ډول مرستې راشي.

که څه هم ماسکو پخپله پریکړه وکړه چې خپل سرتیري له افغانستان څخه وباسي، خو د وضعیت د ښه کولو لپاره ډېر ناوخته و.

شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کال کې ړنګ شو. په ۱۹۹۲ کال کې د روسیې ملاتړی افغان حکومت نسکور شو.

د جګړې لګښت، د تیلو د ټیټو بیو سره چې د شوروي خزانې ته یې زيان ورسولو، د شوروي اتحاد په ړنګېدو کې مرسته وکړه.

د ګلوبل سيکوريټي وېب پاڼې په وینا، د متحده ایالاتو استخباراتو اټکل کړی چې شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۶ پورې د جګړې لپاره شاوخوا ۱۸ ملیارده روبل (د هغه وخت د تبادلې نرخ کې ۲۴.۳ ملیارده آمريکايي ډالره) -- یا د نن ورځې ډالرو په حساب سره د ۷۳ ملیارده ډالرو څخه ډېر خرچ کړې ول.

په کیف کې د اقتصادي بیا رغونې مرکز د دوشنبې په ورځ په یوه څیړنه کې اټکل وکړو، په اوکراین کې، د جګړې په لومړیو څلورو ورځو کې د روسیې په مستقیم پوځي لګښتونو کې ۷ ملیارده ډالر لګښت شوی.

سر بېره پر دې، متحده ایالاتو او د هغې لویدیځ متحدینو له مخکې نه د روسیې د اقتصاد او د مرکزي بېنک د وړتیا د مخنیوي په موخه پراخه بندیزونه لګولي دي، چې پدې کې د هوایي حريم بندول، د شتمنیو کنګل کول او د سویفټ د بېنکونو ترمنځ د پیغام رسولو له نېټ ورک څخه د اوو بېنکونو ایستل شامل دي.

لیسنويي وویل، که روسیه هوايي ځواک له لاسه ورکړي، "پوتین به دومره خلک یا سرچینې ونه لري چې دا جګړه د اوږدې مودې لپاره روانه وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500