امنیت

د زیانونو په زياتېدو سره، روسیه په اوکراین کې د جګړې لپاره پخواني افغان ځواکونه استخداموي

د حمزه لخوا

د افغانستان د ملي پوځ پخواني کمانډو د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۹مه په هرات صوبه کې د روزنیز مشق په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغانستان د ملي پوځ پخواني کمانډو د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۹مه په هرات صوبه کې د روزنیز مشق په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- د پخوانیو افغان پوځي کمانډرانو په وینا، روسیې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو پخوانیو افغان امنیتي پرسونل استخدام پېل کړی ترڅو ​​په اوکراین کې خپله د تیري جګړه​​پياوړي کړي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړو.

دوی وويل، د ماسکو استخدام -- د تهران او​​د روسیې خصوصي پوځي شرکت (PMC) واګنر ګروپ په مرسته​​-- شاوخوا یوه میاشت وړاندې په جدي توګه پېل شو او ځینې جنګیالي لا مخکې نه روسیې ته استول شوي دي.

یوګیني پریګوزین، چې د سینټ پیټرزبورګ سوداګر او د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین نږدې متحد دی، د واګنر ګروپ جوړ کړو، چې اوس په ښکاره توګه په اوکراین او د نړۍ په نورو ګرمو ځایونو کې د ماسکو په استازیتوب جګړه کوي.

د اکتوبر په میاشت کې په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر. [واګنر کروپ]

د اکتوبر په میاشت کې په اوکراین کې د واګنر ګروپ اجیر عسکر. [واګنر کروپ]

د افغانستان پخواني لفټيننټ جنرل او د ځانګړي عملياتو قول اردو پخواني کمانډر فرید احمدي وویل، "څارنې، ځورونې، د غچ اخیستنې پراخه کړنو، امنیتي ګواښونو او سختو اقتصادي چيلنجونو افغان امنیتي پرسونل دې ته اړ کړي چې له هېواده ووځي او د اجیر استخدام کوونکو په جال کې راشي."

هغه وویل، "هغه بهرنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ چې په افغانستان کې یې کار کړی، چې ورسره ګڼ شمېر سیاستدانان او پخواني لوړ پوړي چارواکي همکاري کوي او یا هم ورسره شراکت لري، د [پخوانیو] امنیتي پرسونلو په استخدام کې مرسته کوي."

هغه وویل، همدا اوس په ایران او افغانستان کې استخدام روان دی.

"هغوی دوی ته معاشونه، د کورنۍ د غړو لپاره ویزې او نورو هېوادونو ته د هغوی [د روسانو] لپاره د جګړې په بدل کې د لیږد وړاندیز کوي."

احمدي وویل، خصوصي پوځي شرکتونه انتفاعي ادارې دي. "دوی د شخصي ګټو لپاره بشري حقونه، د کډوالو حقونه او نړېوال کنوانسیونونه تر پښو لاندې کوي."

هغه زیاته کړه، "له پخوانیو امنیتي پرسونلو سره په خپلو خبرو کې ما هغوی ته د داسې یوې پرېکړې د خطرناکو پایلو په اړه خبرداری ورکړو او دا چې د دوی لپاره به هېڅ ډول بېرته راګرځيدل شتون ونلري."

"زه هیله لرم چې [زما اخطارونه] کار وکړي او دا چې دوی به د خپلو ستونزو نورې حل لارې تعقیب کړي."

افغانان 'به قربان شي'

د ۲۰۷م ظفر قول اردو پخواني ميجر جنرل او پخواني کمانډر او د پوځ ستر مشر جنرل عبدالروف ارغندیوال د دفاع پخواني وزير ته تایید کړه چې روسیه د افغانستان پخواني پوځيان استخداموي.

هغه وویل، "د ملي پوځ، ملي پولیسو او د ملي امنیت د ریاست د غړو په ګډون له ۳۰ زرو څخه زیات افغان امنیتي منسوبین د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته تښتېدلي دي."

ارغندیوال پخپله اوس په امریکا کې ژوند کوي.

"هغوی په ایران کې له ستونزو سره مخ شول کله چې د دوی ویزې ختم شوې او دوی د ایراني رژیم لخوا د شړل کېدو په درشل کې وو."

هغه وويل، "په همدې حال کې، د يو پلان له مخې، روسيې، ايران او د روسيې واګنر ګروپ له وضعيت څخه ګټه پورته کړه او د اوکراين د افغان کمانډو په ګمارلو يې کار پېل کړو ترڅو د اوکراين په جګړه کې د روسيې لپاره وجنګيږي."

ارغندیوال وویل، "په ایران کې د افغان کمانډو رجسټرېشن او استخدام یوه میاشت وړاندې پېل شو او ګڼ شمېر پرسونل د مخکې نه ثبت شوي دي.

هغه وویل، "د دغو جنګیالیو څو ډلې د آزموینې لپاره روسیې ته استول شوي دي." هغه زیاته کړه چې د هغوی دقیق ځای نه دی معلوم.

"د هغو معلوماتو پر بنسټ چې زما ملګري له ما سره شریک کړي دي، راتلونکې ډلې به په راتلونکو هفتو کې روسیې او د اوکراین جګړې ته واستول شي."

ارغندیوال وویل، روسي استخدامونکي ژمنه کوي چې افغانانو ته به پیسې ورکړي او د هغوی کورنۍ به ایران یا روسیې ته انتقال کړي.

که څه هم، "د روسیې لخوا شوې ژمنې غیر رسمي دي او په قانوني توګه پابند ندي. روسیه ممکن دوی ته دوکه ورکړي، ځکه چې دوی به د جګړې په ډګر کې د بېرته راستنیدو هېڅ لاره ونه لري."

هغه وویل، "کېدې شي ګمارل شویو پرسونلو ته د یوې یا دوو میاشتو لپاره معاشونه ورکړي ترڅو پاتې [افغانان] یوځای کېدو ته وهڅوي، خو په پای کې به دوی راګير شي او د اوکراین له جګړې څخه به د ژوندي راستنېدو لپاره هېڅ لاره ونلري.

هغه وویل، "که څه هم افغان پرسونل د اوکراین په جګړه کې د روسیې له ځواکونو سره یوځای کېدو ته لېواله نه دي، خو هغوی مجبوره دي او یو خطرناک انتخاب یې کړی دی." "دوی به له بده مرغه قرباني شي."

ارغندیوال پر افغانانو غږ وکړو چې "د روسانو له اشغالګرو ځواکونو سره ونه درېږي".

هغه وویل، "لکه څنګه چې روسیې د اوکراین د خاورې ځینې برخې قبضه کړي دي، دغه شان پخواني شوروي اتحاد هم زموږ پر هېواد یرغل کړی و." "زموږ پر خلکو یې زرګونه بمونه وغورځول، یو نیم میلیونه افغانان یې ووژل او په میلیونونو نور یې ژوبل او معذوره کړل."

"زه په اتلو امنیتي منسوبینو غږ کوم چې د اوکراین په جګړه کې د یرغلګرو د ناوړو موخو لپاره خپل ژوند قرباني نه کړي."

روسیه ایران ته مخه کوي

ارغندیوال پر ایران تور ولګوو چې د اوکراین پر ضد د روسیې په جرمونو او یرغل کې لاس لري.

هغه وویل، "د ایران حکومت د اوکراین په جګړه کې د روسیې په جرمونو کې شریک دی. "دې روسي پوځیانو ته مختلف قسم وسلې او بې پیلوټه الوتکې چمتو کړې ترڅو د اوکراین په جګړه کې د امریکا او ناټو په وړاندې د دوی ستراتیژیک متحد کمزوری نشي."

"په اوکراین د یرغل په پېل کې، پوتین فکر وکړو چې هغه به له یوې څخه تر درېو میاشتو پورې د اوکراین حکومت نسکور کړي او یو داسې رژیم به راولي چې د ماسکو په ګټه به وي."

ارغندیوال وویل، "هغه فکر وکړو چې هغه به خپل نفوذ پراخه کړي، خپل ستراتیژیک اهداف به ترلاسه کړي او د ماسکو پروړاندې د متحده ایالاتو او ناټو [فرضي] ګواښونه به شنډ کړي."

"خو د پوتین د اندازې برعکس، دغه جګړه وغځول شوه، او نه یوازې دا چې ماسکو ونه توانیده چې خپل اهداف ترلاسه کړي، بلکې د درنو تلفاتو سره مخ شوه او ډېرې وسلې، تجهیزات او الوتکې یې له لاسه ورکړې. سیمه ییز او نړېوال دریځ یې زیانمن شو."

رحمت الله حسن چې اوس په سویډن کې د پوځي چارو شنونکی او د افغان پوځ يو پخوانی کرنل دی، وویل، په اوکراین کې د پوځیانو له کمښت سره، روسیې له ایرانه غوښتي چې تجربه کار جنګیالي ورته ورکړي.

"ایران خپل ۶۰،۰۰۰ افغان جنګي ځواک ​[ فاطمیون ډويژن] ونه ليږو​،​​چې د عراق او سوریې په جګړو کې یې کارولی دی، ځکه چې فاطمیون ډويژن په شیعه ګانو مشتمل دی. پرځای یې، دې پریکړه وکړه چې د افغان کمانډو له سخت وضعیت څخه ګټه پورته کړي چې په ایران کې پناه اخلي او د روسیې او واګنر ګروپ سره په ګډه پریکړه کې یې د هغوی استخدام پېل کړو."

هغه وويل، "روسي عسکر په اوکراين کې په جګړه کې دلچسپي نلري. "دوی پوهیږي چې د اوکراین جګړه جارحانه او ناحقه ده. له همدې کبله، ډېر روسي پوځیان له لومړۍ کرښې څخه ترکیې، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي."

"د اوکراین په جګړه کې د خپلې سترې ماتې د مخنیوي لپاره، ماسکو اوس د افغان پرسونلو استخدام ته مخه کړې ده."

'یو تاریخي شرم'

حسن وویل، "په اوکراین باندې د روسیې بريد یو یرغل او اشغال دی. "دا به د افغان پرسونلو لپاره یو تاریخي شرم وي که دوی د روسیې تر څنګ ودریږي. د روسي پوځیانو په څېر به په اوکراین کې ووژل شي."

هغه وويل، "د يو پخواني پوځي [افسر] په توګه، زه پر امنيتي پرسونلو غږ کوم چې په اوکراين کې جګړې ته ورنشي او خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکی ويجاړ نه کړي ځکه چې له دې جګړې څخه پرته د مرګ نه بغېر د راستنېدو بله لار نشته."

د افغانستان د سنېټ پخواني ډپټي سپيکر محمد اصف صدیقي چې اوس په هسپانیه کې ژوند کوي، وویل، ماسکو له نا امیدۍ له کبله تهران ته مخه کوي.

هغه وویل، "روسیه په اوکراین کې دومره زيان ترلاسه کړی چې نن ورځ له ایران څخه وسلې او بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کوي چې خپل جنګي مشین روان وساتي."

صديقي وويل، "پوتين په اوکراين کې جګړه بايللې ده او اوکراين او نورو هېوادونو ته د اټومي بريد ګواښ کوي." "روسي ځواکونو ته په اوکراین کې ډېره مرګ ژوبله اوښتې او اوس روسیه غواړي د خپلو ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو لپاره افغان کمانډو وګماري."

هغه وویل، "زه په پخوانیو افغان امنیتي پرسونلو غږ کوم چې د روسانو له خوا دوکه نشي او د روسانو په شان د بې ګناه اوکراینیانو وینه توی نه کړي."

په سویډن کې مېشت افغان پوځي شنونکي احمد خان اندر وويل،"ایران له کلونو راهیسې افغان کډوال د سوریې د صدر بشارالاسد د جګړې لپاره استخداموي، او نن ورځ د کډوالو په اړه د نړېوالو قوانینو په سرغړونې سره، دا د پوتین د ګټو د ساتنې لپاره پخواني افغان امنیتي پرسونل استخداموي."

هغه وویل، "موږ په ملګرو ملتونو او سازمانونو چې د کډوالو او مهاجرینو د حقونو دفاع کوي غږ کوو چې ایران د افغان کډوالو او مهاجرینو له حقونو څخه د سرغړونې څخه منع کړي او د [روسیې] لخوا د [پخوانیو] افغان سرتېرو استخدام بند کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500