امنیت

د ۱۹۷۹ کال د هرات د پاڅون یادونه د اوکراین له مقاومت سره ورته والی لري

د عمر لخوا

د هرات اوسیدونکي د مارچ په ۱۵مه په هرات ښار کې د شوروي حکومت پر ضد د ۱۹۷۹ کال پاڅون د لمانځلو لپاره راټولیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات اوسیدونکي د مارچ په ۱۵مه په هرات ښار کې د شوروي حکومت پر ضد د ۱۹۷۹ کال پاڅون د لمانځلو لپاره راټولیږي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات، افغانستان -- د هرات په زرګونو اوسیدونکو د تېرې سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۵مه) د افغانستان د هغه وخت د کمونیست حکومت پر ضد د پاڅون کلیزه ولمانځله او په اوکراین باندې يې د روسیې له یرغل سره موازانه وکړه.

په هرات ښار کې د نامعلومو شهیدانو په هديره کې له ۱۰۰۰۰ څخه زیات کسان د ۱۹۷۹ کال د هرات د پاڅون د ۴۳مې کلیزې د لمانځلو په موخه راټول شوي وو.

د هرات خلکو د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۱۵مه د شوروي حکومت پر ضد بغاوت وکړو، چې د ۲۴ حوت پاڅون په نوم هم یادېږي.

د ځینو راپورونو له مخې، د پاڅون د ۲۴۰۰۰ څخه زیات غړي، چې نارینه، ښځې او ماشومان په کې شامل ول، په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د پرله پسې عملیاتو د یوې برخې په توګه ووژل شول.

له پاڅون څخه څو ورځې وروسته، د شوروي د رژیم عسکرو په سلګونو شکمن کسان ژوندي ښخ کړل.

د هرات ښار یو اوسېدونکي محمد ادریس صدیق، چې د روسيې د اوسنې وضعيت موازنه يې د افغانستان له پاڅون سره وکړه، وویل چې پر اوکراین د روسیې یرغل "ناوړه عمل" دی او روسیه به خامخا له ماتې سره مخ شي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړو.

هغه وويل، "نړۍ دغه تباهي وليده چې څلور عشرې وړاندې یې زموږ هېواد ورسره مخامخ کړی و." "روسیه به په اوکراین کې له ماتې سره مخ شي لکه څنګه چې شوروي اتحاد په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوی و."

هغه زیاته کړه، "د افغانانو په څېر چې د شوروي له یرغل سره یې مبارزه کړې وه، اوکراینیان هم د روسیې د یرغل په وړاندې ودرېدل او په مهارت سره د خپل هېواد دفاع کوي."

صدیق وویل، "ټوله نړۍ باید په دې نابرابره جګړه کې د اوکراین د خلکو سره ودریږي او اجازه ورنکړي چې په نننۍ نړۍ کې یو ناحقه تيري بریا ومومي."

د هرات یو اوسېدونکي محمد ایوب وویل، په افغانستان کې د شوروي د پوځ په څېر، په اوکراین کې روسي پوځیان ښځې او ماشومان په وحشیانه توګه وژني او عامه ودانۍ ویجاوړوي.

هغه زیاته کړه، "د اوکراین خلک او حکومت په زړورتیا سره د روسیې د تیري په وړاندې د خپل هېواد دفاع کوي."

هغه وویل، "په اوکراین کې روسانو ته باید سبق وښودل شي چې په راتلونکي کې هېڅکله پر بل هېواد د برید جرات ونه کړي."

تازه زخمونه

پر افغانستان د شوروي له يرغل څلور عشرې وروسته لا هم افغانان د شوروي د ظلمونو يادونه کوي او د قربانيانو کورنۍ لا هم په غم کې دي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري لسیزې په اوږدو کې له یو میلیون څخه زیاتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړو، دوه میلیونه کسان ژوبل او معذوران شول او تر پنځو میلیونو څخه ډېرو ګاونډیو هېوادونو ته کډه وکړه. شوري يرغل د ۱۹۷۹ کال په وروستيو کې پېل شو او په فبروري ۱۹۸۹ کال کې پای ته ورسېدو.

د جګړې پر مهال، پاکستان د هغه نړېوال ایتلاف غړی و چې د شوروي پر وړاندې یې له مجاهدینو سره مرسته کوله.په پاکستان کې د مېشتو افغانانو شمېر ۲.۷ میلیونه اټکل شوی دی.

۷۰ کلن غلام حیدر احمدي چې د هرات اوسېدونکی دی او خپل پلار، یو ورور او دوه ترونه یې د ۲۴ حوت په پاڅون کې له لاسه ورکړې ول، وویل چې اوس هم غمجن دی او په روسانو لعنت وايي.

هغه وويل، "زما ورور او دوه ترونه، چې ډېر کوچني وو، ټول په همدې ورځ شهيدان شول." "زما مور د خپل زوی او دوو وروڼو له لاسه ورکول ونه زغمل او د ۲۴ حوت پاڅون څخه يو څو میاشتې وروسته مړه شوه."

هغه زیاته کړه، "زما پلار یو مجاهد و چې د شوروي ځواکونو سره یې جګړه وکړه." "هغه په هرات ښار کې د شوروي اتحاد په هوايي بريد کې له خپلو څو تنو ملګرو سره شهيد شو."

احمدي وويل، چې د ۲۴ حوت پاڅون ورځ او په هرات کې د شوروي ځواکونو شتون د يو وحشتناکه خوب په څېر دي.

هغه وویل، روسیه په افغانستان کې د څلورو لسیزو د تکلیفونو بنيادي لامل دی. "د شوروي د یرغل له امله افغانان نن ورځ له کړاو سره مخ دي.

د هرات يو اوسيدونکي، حبيب الله زيارتجاهي، چې ٦٥ کلن دی، وويل چې شوروي ځواکونه هره ورځ د هرات په ښار او ضلعو کې وينې تويولې او خوند یې ترې اخیستلو.

هغه وویل، "تاریخ به په افغانستان کې د پخواني شوروي وحشتونه هېر نکړي." "تاریخ به روسیه په ډېرو نسلونو کې د تیري کونکي په توګه یادوي."

هغه زیاته کړه، "د شوروي یرغل او له هغې وروسته هر افغان د خپلو پایلو سره اغېزمن کړی او اوس هم زموږ په هېواد کې محسوس کيږي."

د ناکامۍ سره مخ دی

شنونکي وايي، داسې ښکاري چې روسیه پر اوکراین له برید وروسته د پخواني شوروي اتحاد له برخلیک سره مخ ده.

په هرات کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالقادر کامل وویل، په نننۍ نړۍ کې، د ملګرو ملتونو پر یو خپلواک غړي هېواد یرغل یوه لویه تېروتنه ده.

هغه وويل، "د جعلي غرور له امله، [د روسيې ولسمشر] ولاديمير پوتين فکر کولو چې د هغه پوځ به په ۲۴ ساعتونو کې اوکراين قبضه کړي، خو د هغه د توقعاتو خلاف، اوکراينيان د خپل هېواد دفاع کوي او د روسيې د بريا چانس هره ورځ کموي."

کامل وویل، "پر اوکراین د روسیې یرغل د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د پوتین د ځورونې چلند څرګندوي."

هغه زیاته کړه، ژر یا وروسته، پوتین به په اوکراین کې د ماتې تریخ خوند وڅکي.

په هرات کې د سیاسي چارو یو شنونکي محمد رفیق شاهر وویل، روسیه باید په افغانستان کې د شوروي له ماتې څخه درس اخېستې وې او هیڅکله یې پر اوکراین یرغل نه وای کړی.

روسیه لا هم چانس لري چې د اوکراین له حکومت سره د باعزته وتلو په اړه خبرې اترې وکړي. هغه وویل، د اوږدې جګړې په صورت کې، روسي ځواکونه به له زياتې مرګ ژوبلې وروسته له اوکراین څخه وتلو ته اړ شي.

هغه وويل، "د روسيې له نظره، پر اوکراين يرغل آسان کار ښکاري، خو دغه هېواد فتح کول او په هغې تسلط ترلاسه کول ناممکنه دی." "حتی که روسیه په بشپړه توګه اوکراین قبضه کړي، نو دوی به مجبوره کړل شي چې دغه هېواد پریږدي ځکه چې دا د دوی کور نه دی."

شاهر زیاته کړه، "پوتین د اوکراین د ښارونو او عامه زیربناوو په بمبارولو او ویجاړولو کې خپله بریا ویني، خو دا په حقیقت کې د هغه ناکامي ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500