کویټه -- چارواکو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰مه) وویل، د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) د مشکوکو اورپکو یوه ډله په پاکستان کې د پولیسو د هغه برید څخه وروسته په تېښته ده چې د دې ډلې شپږ غړي پکې وژل شوې ول.
د ترهګرۍ ضد پولیسو د شنبې په ورځ په يو بيان کې وویل چې دوی په کویټه کې په یو پټنځای برید وکړو او شپږ وسله وال یې پکې ووژل، خو "تقريباََ د څلور څخه تر پنځو پورې کسان په تېښته کې کامياب شول".
د پولیسو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، "اوس ټیمونه په بېلابېلو سیمو کې د تښتېدلو کسانو د نیولو لپاره عملیات ترسره کوي".
په وژل شویو کسانو کې د داعش د خراسان څانګې یو سينير کمانډر اصغر سمالاني هم شامل دی. د هغه په سر باندې ۲ ملیونه روپۍ (۱۱۴۰۰ آمريکايي ډالره) انعام ايښودل شوی و.
فرقه ایز بریدونه
پاکستاني چارواکو له ډیرې مودې راهېسې په خپل هېواد کې د داعش د شتون خبره رد کړې ده.
خو دې ډلې د ګڼ شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی، چې په تېر کال کې د اقلیت شیعه هزاره ټولنې د ۱۱ کان کیندونکو وژل پکې هم شامل دي.
د ځېنو کان کيندونکو سرونه د کویټې جنوب ختیځ ته ۶۰ کیلومتره لرې د مچ په غرنيزه سیمه کې د سکارو د يو کان څخه د تښتولو وروسته پرې کړل شول.
د داعش د خراسان څانګه د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره پر پوله په څو صوبو کې ژورې ریښې لري.
دغې ډلې د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکوریدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وکړو، چې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوې ول.
تېره هفته د پاکستان د پوځ میجر جنرل بابر افتخار د دې اندېښنو په ځواب کې چې د دغې ډلې ګواښ مخ په زیاتېدو دی خبریالانو ته وویل، "په پاکستان کې داعش ډېر فعال نه دی."
پاکستاني چارواکو د دسمبر په ۲۹ اعلان وکړو چې د قانون پلي کوونکو ادارو په ۲۰۲۱ کال کې په خېبر پښتونخواه کې د داعش د خراسان څانګې پنځه لویې ډلې ماتي کړي دي.