امنیت

په سوریه کې د ایران په ملاتړ ملېشو باندې د متحده ایالاتو بریدونه "يو ښکاره پیغام" استوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د متحده ایالاتو اېف-۱۵ الوتکه د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۳ مه په منځني ختیځ باندې پرواز کوي. [سينټکام ]

د متحده ایالاتو اېف-۱۵ الوتکه د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۳ مه په منځني ختیځ باندې پرواز کوي. [سينټکام ]

د متحده آيالاتو پوځ د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵ مه) په ختیځ سوریه کې د ایران په ملاتړ ملیشو برید وکړو او لږ تر لږه ۲۲ جنګیالي یې ووژل، په داسې حال کې چې پینټاګون وويل چې دا د هغه تازه راکټي بريدونو وروسته د نوي انتظاميې پیغام دی چې په عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه کوي.

د جو بایډن د صدر کیدو راهيسې د ایران سره د وابسته ډلو پروړاندې په خپل لومړي پوځي اقدام کې، پینټاګون وويل چې دې د سوریه او عراق د پولې د کنټرول په سيمه کې، چې د ایران تر ملاتړ لاندې د ډلو لخوا کارول کیږي، هوایي بریدونه وکړل او "ګڼ شمير تاسیسات" یې ویجاړ کړل.

د پنټاګون ویاند جان کربي په یو بیان کې وویل، د متحده ایالاتو بریدونه د پنجشنبې په شپه "د صدر جو بایډن په حکم" ترسره شوي ول، او هغه تاسيسات يې په نښه کړل کوم چې "په ختیځ سوریه کې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو له خوا کارول کيږي".

هغه وويل، "دا بریدونه په عراق کې د امریکایي او ایتلافي پرسونلو پر ضد د وروستي بریدونو او د دغه پرسونلو پروړاندې د روانو ګواښونو په ځواب کې ترسره شول."

د متحده ایالاتو سرتیري د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۷ مه په سوریه کې ښودل شوي دي. [سینټکام]

د متحده ایالاتو سرتیري د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۷ مه په سوریه کې ښودل شوي دي. [سینټکام]

هغه وویل، "په ځانګړي توګه، دغه بریدونو د پولې د کنټرول په ځای کې ډیر تاسیسات ویجاړ کړل چې د ایران په ملاتړ د ګڼ شمير ملېشو ډلو لخوا کارول کيدل، چې په کې کاتب حزب الله او کاتب سید الشهدا شامل دي."

کربي وویل، "دغه مناسب پوځي ځواب د ایتلافي ملګرو سره د مشورې په ګډون د سفارتي اقداماتو سره یوځای ترسره شو."

هغه زياته کړه، "دا عملیات یو ښکاره پیغام استوي: "بایډن به د امریکایي او ایتلافي پرسونلو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي." "په عین حال کې، موږ په قصدي ډول عمل وکړو چې موخه یې په ختيځ سوریې او عراق دواړو کې عمومي وضعیت ښه کول دي."

په سوریه کې د بشري حقونو لپاره د څار ډلې وويل چې لږ تر لږه ۲۲ جنګیالي هغه وخت ووژل شول کله چې بریدونو د سوریې سرحدي ښار البو کمال په نښه کړو.

دغه ډلې وويل، د ملیشې سرحدي پوسټونه هم تباه شول.

په راپور کې راغلي چې ټول وژل شوي کسان د عراق د کاتب حزب الله او ورته ګروپونو سره اړیکې لري.

کربي وویل چې دغه ځای د کاتب حزب الله او کاتب سید الشهدا لخوا کارول کيدو چې دواړه د ایران ملګري عراقي ملیشې دي.

د راکټي حملو غچ اخیستل

د متحده ایالاتو دغه اقدام وروسته له هغې پورته شو کله چې دريو راکټي بريدونو په عراق کې هغه تاسیسات په نښه کړل، چې د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو لخوا د داعش سره په مبارزه کې کارول کيدل.

د فبرورۍ په ۱۵ مه، د عراق په شمالي کردش سیمه کې د اربیل په هوایي ډګر کې په پوځي مرکز باندې په يو برید کې یو ملکي او بهرنې قراردادي، چې د ايتلافي پوځ سره يې کار کولو، ووژل شو او د متحده ایالاتو ګڼ شمیر قراردادیان او یو عسکر په کې ژوبل شو.

په عراق کې دغه بریدونو د بایډن نوې انتظاميې ته چيلنج ورکړو، په داسې حال کې چې دې د تهران سره د اټمي پروګرام په اړه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یوه دروازه پرانیستله.

په تېره هفته کې، دغه انتظاميې د اروپایي متحدینو په مشرۍ له ایران سره د خبرو وړاندیز وکړو ځکه چې دا د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې په بيرته شامليدو باندې غور کوي. دا تړون د عمل ګډ جامع پلان په نوم پیژندل کیږي.

خو دغه انتظاميې دا هم څرګنده کړې چې دا به د ایران لخوا په سیمه کې "ناوړه فعالیتونه" برداشت نه کړي.

یوه عسکري ډله چې ځان د اولیا الدام (د وینې ساتونکي) په نوم يادوي، د اربیل برید مسؤولیت په غاړه واخیستو، خو د متحده آيالاتو او عراقي امنیتي چارواکو وويل چې دوی باور لري چې دا د ایران پلوه ملیشو لپاره د یوې لومړۍ ډلې په توګه کار کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لایډ آسټین کاتب حزب الله ته ګوته ونيوله.

هغه د پنجشنبې په ورځ د بریدونو په اړه وویل، "موږ چې کوم هدف په نښه کړو په هغې باور لرو. موږ پوهیږو چې مونږ څه په نښه کړل. هغه يادونه وکړه چې په سوریه کې هدف د هماغو ملیشو لخوا کارول کيدو چې په عراق کې یې د متحده ایالاتو د ګټو پروړاندې "بریدونه" ترسره کړي وو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا به "ایران د خپلو پراکسيانو د کړنو لپاره مسؤل وګرځوي چې پر امریکایانو برید کوي" خو عراق به "تباه " نه کړي او د بې ثباتۍ د خطر سره به يې مخ نه کړي.

آل مانیټر راپور ورکړو چې جنرل کینیت مک کینزي، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (سینټکام) مشري کوي، د چهارشنبې په ورځ د البيروت انسټيټيوټ له خوا په جوړه شوي آنلاين غونډه کې پر اربیل او سعودي عرب باندې د حملو په اړه ايران ته ورته خبرداری ورکړو.

مک کینزي وویل چې هغه دا د ایراني چارواکو لپاره "خورا خطرناک" ګڼي چې په دې باور دي چې په دې وروستیو هفتو کې په ورته بریدونو کې د پام وړ زياتوالی "په یو ډول د ایران د پاليسۍ سره تړاو نه" لري.

مک کینزي وویل، "موږ باور لرو چې دا ټول هر څه بالاخر ایران ترسره کړي دي."

د وسلو د قاچاق لار

د څارونکي ډلې د سرچینو په وینا، ایراني ځواکونو او د دوی ملګري ډلو د برید څخه سمدلاسه وروسته په البو کمال کې څو پوسټونه او مرکزي دفترونه خالي کړل او د نوو پرله پسې بریدونو د ويرې له امله په نورو پوسټونو کې بيرته ځای په ځای شول.

د دوشنبې په ورځ، "باوري سرچینو" څارونکي ډلې ته وويل چې فاطمیون ډويژن -- هغه ملیشه چې د آی آر جي سي قدس ځواک کمانډر قاسیم سلیماني لخوا جوړه شوي وه -- په لویدیځ فرات سیمه کې خپلو پوسټونو ته د وسلو نوی بار راوړی دی.

دې سرچینې وویل چې دغه نوی بار، چې په کې مرمۍ، میزایل او مهمات شامل وو، سوریه ته د غیر رسمي لارې په واسطه له عراق څخه د سبزۍ په لاريو کې سوريې ته داخل شو.

دغه لارۍ په ختيځ دير ايزور کې د المايادين په شاوخوا کې المازير سيمې ته روانې وې، چیرې چې د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشې موقعيت لري او په هغو سرنګانو کې یې دغه زېرمه ذخیره کړه چې داعش هغه وخت جوړ کړې ول کله چې دغه سيمه د دې تر کنټرول لاندې وه.

څارونکي ډلې وويل، د ورته بار وړلو په اړه راپورونه په وروستیو هفتو کې راپور شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500