جرم او انصاف

يوه ډاکومنټري په تور سمندر کې د پوتین د ملیاردونو ډالرو د 'رشوت' محل ښيي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

په تور سمندر کې د روس د صدر ولادیمیر پوتین د محل هوایي منظر چې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په بلاګ کې ښودل شوی دی. [ناوالني ډاټ کام]

په تور سمندر کې د روس د صدر ولادیمیر پوتین د محل هوایي منظر چې د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په بلاګ کې ښودل شوی دی. [ناوالني ډاټ کام]

ماسکو -- د دې هفتې په لومړيو کې په تور سمندر کې د روس د صدر ولاديمير پوتين د ملکيت په اړه یوه څیړنه يو ځل بیا د روس د مشر په هغو اړیکو باندې په پراخه کچه رڼا اچوي چې د کرپشن سره تړاو لري.

دغه تحقیق، چې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني په بلاګ کې خپور شوی او په يوټيوب باندې د دوو ګهنټو هغه ويډيو لري چې روس ته له راستنیدو څخه مخکې ريکارډ شوې وه، ادعا کوي چې په دغه ملکیت باندې ۱.۳۵ ميليارده ډالره لګښت راغلی دی او "تر دې دمه د ډير زيات رشوت" په شکل کې ورکړل شوی دی.

دغه راپور ادعا کوي چې دا ملکیت، چې د روس د تور سمندر په اوږدو کې موقعیت لري، د موناکو په پرتله ۳۹ چنده دی او په دې کې دننه د ۱۷۶۹۱ مربع متره د کسينو يو محل دی، چې د آیس سکېټنګ ميدان او د انګورو باغونه هم لري.

د ویډیو تحقيق دلته په یوټیوب کې لیدل کیدی شي، او د دوشنبې تر ورځې (د جنورۍ په ۲۵ مه) پورې دغه ويډيو له هغه وخت راهيسې ۸۶ مليونه خلکو کتلې ده کله چې دا د تیرې سه شنبې په ورځ خپره شوه.

د پوتین د محل یو بل منظر. [ناوالني ډاټ کام]

د پوتین د محل یو بل منظر. [ناوالني ډاټ کام]

د تحقيق له مخې، د روس د فدرالي امنیت خدماتو (اېف اېس بي) د دغه ملکيت په شاوخوا کې ۷۰۰۰ ايکړه ځمکه لري او دغه مرکز د پوتین د نږدې ملګرو لخوا تمویل شوی دی، چې په دوی کې د روس د تیلو لوی شرکت روزنفټ مشر ایګور سیکین او بلیه نیر ټاییکون ګیناډي تمچینکو شامل دي.

د زار لپاره يو کوچنی دولت

د ناوالني له مخې، "دا په روس کې واقعی یو جلا دولت دی. او په دې دولت کې یو واحد او نه بدلیدونکی زار، پوتين، دی."

دا تحقیق یوه ورځ وروسته له هغې خپور شو کله چې محکمې ناوالني ته د ۳۰ ورځو د قيد سزا واوروله، چې پولیسو په لومړي ځل له آلمان څخه بیرته د راستنیدو وروسته ونيولو کله چې هغه د اګست په میاشت کې په سایبیریا کې د نووچوک عصبي اجنټ سره مسموم کړی شوی و.

په دې هفته کې په ټول روس کې د ۱۲۰ نه په زیاتو ښارونو کې له ۳۷۰۰ څخه زیات احتجاج کونکي وروسته له هغې ونيول شول کله چې ناوالني خپلو پلویانو ته وویل چې احتجاجونه پيل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500