بشري حقونه

روس او چین د کورنیو ظلمونو د توجیه کولو لپاره په متحده ایالاتو کې د ټاکنیزو شخړو په اړه پروپيګنډه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د روس پولیس افسرانو د جولای په ۱۵ مه په ماسکو کې یو سړی نیولی چې د جولای په لومړۍ نيټه د ریفرنډم د پایلو خلاف احتجاج کوي. دغه ټولپوښتنې د روس په آيين کې اصلاحات منظور کړل. دا ولادیمیر پوتین ته توان ورکوي چې تر ۲۰۳۶ کال پورې په واک کې پاتې شي. [دیمیتر ډلکوف/ای اېف پي]

د روس پولیس افسرانو د جولای په ۱۵ مه په ماسکو کې یو سړی نیولی چې د جولای په لومړۍ نيټه د ریفرنډم د پایلو خلاف احتجاج کوي. دغه ټولپوښتنې د روس په آيين کې اصلاحات منظور کړل. دا ولادیمیر پوتین ته توان ورکوي چې تر ۲۰۳۶ کال پورې په واک کې پاتې شي. [دیمیتر ډلکوف/ای اېف پي]

په روس او چین کې چارواکو عام بيانونه خپاره کړل چې د ټولټاکنو د هغه تاوتریخوالي په اړه خپله خوشحالي څرګنده کړي کوم چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۶ مه) په متحده آيالاتو کې راپورته شوی و او داسې خبرونه خپروي چې په خپلو هیوادونو کې د خپل ظلم روان کمپاینونه مشروع کړي.

کرملین په دې اړه هیڅ رسمي بيان نه دی ورکړی، خو دولتي تلویزیون د شپې ناوخته د متحده ایالاتو په کيپيټول باندې د برید په پراخه کچه راپورونه ورکړل، او د تاوتریخوالي ويډيو پکې د ډرامايي او ارکسترال موسيقۍ سره وښودل شوې.

"په متحده ایالاتو کې د دیموکراسۍ لمانځل پای ته رسیدلي. د روس د پارلیمنټ ايوان بالا د بهرنیو چارو د کمیټۍ مشر کنسټنټین کوسه چاف په فېسبوک کې په یو پوسټ کې وويل، له بده مرغه، دا یوہ ناوړه لمحه ثابته شوه او زه دا د څه خوشحالۍ نه بغير وايم.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، د متحده ایالاتو نظام د متحده آيالاتو په کيپيټول باندې د بريد پړه پر غاړه لري.

په هانکانګ کې چینايي پولیسو د سپتمبر په ۶ مه هغه احتجاج کونکي نيسي کوم چې د حکومت له خوا د قانوني شورا ټاکنو د ځنډولو او د کورنيو مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره د ملي امنیت د قانون پرضد احتجاج کوي. [ډيل ډی لا ری/ای اېف پي]

په هانکانګ کې چینايي پولیسو د سپتمبر په ۶ مه هغه احتجاج کونکي نيسي کوم چې د حکومت له خوا د قانوني شورا ټاکنو د ځنډولو او د کورنيو مخالفتونو د له منځه وړلو لپاره د ملي امنیت د قانون پرضد احتجاج کوي. [ډيل ډی لا ری/ای اېف پي]

د روس د جمهوريت ضد نورمونه

د هرډول جمهوري نورمونو سره په مخالفت کې، د روس صدر ولادیمیر پوتین "د تل لپاره د صدر" واک ترلاسه کړی، او نوی قانون پوتین او د هغه کورنۍ ته د هر هغه جرم، چې دوی په خپل ژوند کې ترسره کړی وي، له امله له محاکمې، لټون، نیولو یا د پوښتنو څخه معافيت ورکوي.

په روس کې هرډول مخالفت په چټکۍ سره او په خطرناک ډول له منځه وړل کيږي لکه څنګه چې الیکسی نوالني ته د زهر ورکولو لپاره وروستۍ ناکامو هڅو ثابته کړې ده.

روسي مبصرینو له ډیرې مودې راهیسې په متحده ایالاتو کې درزونو ته په خوشحالۍ سره اشاره کړې ده، په داسې حال کې چې کرملين د لاسوهنې او غلطو معلوماتو په کمپاین سره دغه درزونو ته وده ورکړې ده، چې په دې کې په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنو د ګډوډولو ښکاره کوششونه شامل دي.

د کرملین ملاتړ لرونکي هیکران هم د متحده ایالاتو پر حکومتي ادارو باندې په یو لړ سایبر حملو کې ښکيل دي، چې د څه حده پورې په هیواد کې بې ثباتي رامينځته کړي.

په روس کې نور شخصیتونه داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو په کيپيټول کې دغه پیښې د ماسکو د کورنۍ پالیسيو د توجیه کولو لپاره استعمال کړي.

د روس د پارلمان په ايوان زيریں کې د مخابراتو کمیټې غړی انتون ګورلکین وویل، دا پیښې ښيي چې د ټولنیزو رسنیو غوره کنټرول ته ضرورت دی.

هغه په خپل تلیګرام چینل وویل، "ټولنیزې شبکې باید د قانون په چوکاټ کې د سختو مقرراتو لاندې کار وکړي. ځکه چې د معلوماتو بشپړه آزادي د افراطیانو لپاره يوه وسله جوړيږي."

متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو په پرله پسې ډول د روسیې رژیم په ټولنیزو رسنیو د کنټرول سختولو لپاره د اقداماتو له کبله غندلی دی.

واشنګټن د پوتین د هغو اقداماتو په کلکه تنقيد کړی دی چې د اختلاف پروړاندې مبارزه پيل کړي، چې په دې وروستیو کې په روس باندې تور لګول شوی چې دا د نوي قانون سره د مدني ټولنې غلې کولو ته وده ورکوي او د هغه غیر دولتي سازمانونو او رسنیو په وړاندې قوانین نافذوي کوم چې دا بهرني اجنټان ګڼي.

'ښکلی منظر'

په عین وخت کې، د چین انټرنیټ د انتخابي شخړې په اړه خوشحالي څرګنده کړه.

د پنجشنبې په سهار، دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز په يو ټويټ کې په هانګ کانګ کې په جولای ۲۰۱۹ کال کې د احتجاج کونکو عکسونه، چې د ښار په قانوني شورا کمپليکس باندې قبضه کوي، د جنورۍ په ۶ مه په واشنګټن کې د تاوتريخوالي سره پرتله کړل.

د چین د کمونست ځوانانو لیګ دغه ناامني د ټویټر په څیر ویبو پلیټ فارم باندې د "ښکلي منظر" په توګه بیان کړه.

د بېجينګ د بهرنيو چارو وزارت د دغه احساساتو څرګندونه وکړه او په هانګ کانګ کې د جمهوري نفاق راپارولو لپاره د چین کمپاین ته په اشارې سره یې وويل، "په متحده ايالاتو کې د ګڼ شمېر خلکو غبرګون، د يو شمېر رسنيو په ګډون، په بشپړ ډول مختلف دی".

د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال د وزارت ویاندې هو چون ينګ وویل چې "شدید توپیر [په عکس العمل کې] يو کس په فکر کې اچوي او جدي او ژور غور ته اړتيا لري".

د متحده ایالاتو په کیپیټول باندې د بريد په اړه هېش ټيګونه د جنورۍ په ۷ مه د چین په ویبو کې وايرل شول، چې ۵۷۰ ملیونه خلکو وکتل، ځکه چې کاروونکو د هانګ کانګ د احتجاج کونکو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ موازنه د احتجاج کونکو لپاره د غندلو سره وکړہ.

د ویبو یوې تبصرې وليکل چې تر ۵۰۰۰ پورې لایکونه یې ترلاسه کړل، "اوس مهال، د اروپایي هیوادونو ټولو مشرانو دوه چنده معیارونه ښودلي او دا [د واشنګټن فساد] یې غندلی."

یو بل کارونکي په يوې تبصرې کې وليکل، چې له ۴۵۰۰ څخه ډیر لایکونه یې ترلاسه کړل، "هغه څه چې تیر کال د هانګ کانګ په قانوني شورا کې پیښ شوي وو د متحده ایالاتو په کيپيټول کې رامينځته کيږي."

ښکاره تضاد

په داسې حال کې چې دغه تاکتیکونه يو شان وو، په دواړو قانوني شوراګانو باندې د بريد په لاملونو او محرکاتو کې خورا توپیرونه شتون لري.

د هانګ کانګ احتجاج کونکي د بشپړ جمهوريت د غوښتنې لپاره قانوني شورا ته ورننوتل او د هغه ناوړه قانون مخنیوی یې وکړو چې د ښار د نا ټاکل شوي مشرانو لخوا وړاندې کيدو.

د چین د نیم خپلواک ښار اوسیدونکي بشپړ جمهوري حقونه نه لري، چې دا يو داسې وضعیت دی چې د کلونو لپاره يې غټ احتجاجونه راپارولي دي.

بیجینګ د ۲۰۱۹ کال ناکرارۍ ته ځواب له مبارزې سره ورکړو، په ناکراره ښار کې یې یو سخت امنیتي قانون نافذ کړو، ګڼ شمیر نقادان يې ونیول او د اختلاف کولو مخه يې ونيوله. .

په هانګ کانګ کې د چین مبارزہ د جنورۍ په ۶ مه په ډرامایي ډول وده وکړه او پولیسو د مخالفینو ۵۳ کسان ونيول، چې څارونکو دا په "هانګ کانګ کې په جمهوريت باندې ترټولو لوی برید" وګڼلو.

د دې برعکس، هغه کسانو چې د متحده ایالاتو په کيپيټول يې بريد کړی و هڅه کوله چې د آزادو او عادلانه صدارتي ټاکنو پایلې منسوخ کړي.

بیجینګ هغه څه ولیکل چې ډیر یې د "نسل وژنې" په توګه تشریح کوي: په شینجیانګ کې د ملیونونو مسلمانانو توقیف او بيرته روزنه.

د مسلمان اقليتونو پر وړاندې د چين د کمپاین په هکله له نورو شواهدو سره، د بزفيډ نیوز تحقیق څرګنده کړه چې دغه کمونیست دولت په شینجیانګ سیمه کې له ۱۰۰ څخه ډیرې نوي توقیف خانې جوړې کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه خبره ده چې دا څنګه محسوسيږي کله چې هغه يو کس پخپله د يوې ناوړې پیښې سره مخ شي کوم چې د نړۍ په هر ګوټ کې مداخلت کوي، تباهي رامينځته کوي، او په هر خبر کې مبالغه کوي. دوی باید پوهه شي چې دا څنګه محسوسيږي کله چې د دوی خپل کورونه وسوځي. امریکایي خلک باید پوهه شي او نړیوالې رسنۍ باید هره شیبه راپور ورکړي او د مبالغې نه ډکې تجزيې باید خپرې کړي. ډیر هیوادونه باید خپل وګړي خبر کړي او هغوی ته ووایي چې محتاط اوسئ او د امریکې لپاره باید په سفر بندیز ولګوي.

ځواب