امنیت

د ایلیټ پولیسو د روزنیز مرکز فارغین د ترهګرۍ پروړاندې لومړۍ لیکه جوړوي

د جاويد خان لخوا

ښځینه پولیس کمانډو د اکتوبر په میاشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې دا زده کړه کوي چې څنګه د راکټ په واسطه د ګرېنيډ ويشتلو لانچر استعمال کړي. [جاوید خان]

ښځینه پولیس کمانډو د اکتوبر په میاشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې دا زده کړه کوي چې څنګه د راکټ په واسطه د ګرېنيډ ويشتلو لانچر استعمال کړي. [جاوید خان]

کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

په نوښار کې یو کمانډو د اکتوبر په میاشت کې دروند مشین ګن کارول زده کوي. [جاوید خان]

په نوښار کې یو کمانډو د اکتوبر په میاشت کې دروند مشین ګن کارول زده کوي. [جاوید خان]

په نوښار کې کمانډو د اکتوبر په میاشت کې د څو پوړیزو ودانیو څخه د رسۍ په واسطه د راکوزيدو په روزنه ترلاسه کوي. [جاوید خان]

په نوښار کې کمانډو د اکتوبر په میاشت کې د څو پوړیزو ودانیو څخه د رسۍ په واسطه د راکوزيدو په روزنه ترلاسه کوي. [جاوید خان]

یوه ښځینه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې د روزنې پرمهال په دروند مشین ګن ډزې کوي. [جاوید خان]

یوه ښځینه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې د روزنې پرمهال په دروند مشین ګن ډزې کوي. [جاوید خان]

په اکتوبر کې په نوښار کې د پولیسو کومانډو په فزیکي روزنه کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي. [جاوید خان]

په اکتوبر کې په نوښار کې د پولیسو کومانډو په فزیکي روزنه کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي. [جاوید خان]

په نوښار کې یوه ښځینه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې د روزنې پرمهال یو دیوال ته خيژي. [جاوید خان]

په نوښار کې یوه ښځینه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې د روزنې پرمهال یو دیوال ته خيژي. [جاوید خان]

د کمانډو یوه ډله د اکتوبر په میاشت کې په نوښار کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي. [جاوید خان]

د کمانډو یوه ډله د اکتوبر په میاشت کې په نوښار کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي. [جاوید خان]

ښځينه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

ښځينه کمانډو د اکتوبر په مياشت کې په نوښار کې په يوې روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه د ايليټ پولیسو د روزنې مرکز (اي پي ټي سي) په ټوله صوبه کې د ترهګرو او مجرمانو سره د مبارزې لپاره روزل شوي کمانډو په دوامداره توګه تیاروي.

د نوښار ضلعې په حکیم آباد ښار کې د ۲۷۵ ایکړو نه په زیاته ځمکه کې دغه مرکز د خېبر پښتونخواه د پولیسو ایلیټ ځواک پولیس افسرانو -- نارینه او ښځینه -- او نورو ته د دې توان ورکوي چې کراټې زده کړي، په درسونو او په فزیکي روزنه کې برخه واخلي.

په ۲۰۱۴ کال کې له جوړيدو سره، دا مرکز د خپل ډول لومړی مرکز دی چې کمانډوز ته روزنه ورکوي چې په صوبه او د هیواد په نورو برخو کې د ترهګرۍ له چيلنج سره ښه مبارزه وکړي.

محمد سعید وزیر، چې د خېبرپښتونخواه د ایليټ ځواک ريټايرډ کيدونکی کمانډنټ دی، د اکتوبر په مياشت کې وويل، "اوس مهال ۴۱۹ نارينه او ښځینه پولیس په خېبر پښتونخواه کې د ترهګرۍ او جرمونو سره د مبارزې لپاره په اي پي ټي سي کې د کمانډو ځانګړي روزنه ترلاسه کوي."

د اکتوبر په مياشت کې ښځینه کمانډوز په نوښار ضلعه کې د ګرينېډ لانچر کارولو په روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

د اکتوبر په مياشت کې ښځینه کمانډوز په نوښار ضلعه کې د ګرينېډ لانچر کارولو په روزنه کې برخه اخلي. [جاوید خان]

هغه وویل، په ۴۱۹ زده کونکو کې، ۲۰۱۹ ايليټ ټريننګ، ۸۱ اسسټنټ سب انسپکټر او ۴۰ د سپيشل کومبيټ يونټ (ايس سي يو) لپاره روزنه ترلاسه کوي. ايس سي يو په ايليټ ځواکونو کې د ښه روزل شويو کمانډو يو کوچنی يونټ دی. پاتې نور په مختلفو نورو کورسونو کې برخه اخلي.

وزیر وویل، "د ایلیټ پولیسو روزنیز مرکز تر دې دمه د ۱۱۷۵۴ کمانډوز، د ۶۸ ښځينه کمانډوز په ګډون، روزلي دي."

هغه زیاته کړه چې په دې کورسونو کې د ايس سي يو، د بنيادي ایلیټ کورس، د عملیاتي قوماندۍ کورس، د وي آی پي د ساتنې کورس، د سنائپر پرمختللی کورس او نورو کورسونو لپاره ځانګړې زده کړې شاملې دي.

مسلکي کمانډوز

د خېبر پښتونخواه د پوليسو انسپکټر جنرل (آی جي پي) ثناء الله عباسي وویل، "د ايليټ پوليسو د روزنې مرکز لخوا روزل شوي منسوبينو په تیرو څو کلونو کې د ترهګرو او تخریب کونکو په وړاندې په عملیاتو کې خپله وړتیا ثابته کړې ده."

هغه وویل چې ایلیټ ځواک په تیرو کلونو کې د خپلې صوبې د ساتنې لپاره ترهګرو ته درانه زیانونه اړولي دي.

عباسي وویل، "ایلیټ ځواک د پوليس د ځواکونو تر ټولو غوره يونټ دی، چې په دغه صوبه او هیواد کې یې د سولې لپاره عالي قربانۍ ورکړي دي."

هغه وویل، د ايليټ پوليسو د روزنې مرکز د تروریستانو او سختو مجرمانو د تعقیب لپاره لوړ روزل شوي مسلکي کمانډوز تياروي.

د ايليټ پوليسو د روزنې مرکز پرنسپل کرنل (ريټايرډ) خالد جميل وويل، ایلیټ فورس د خېبرپښتونخواه د پولیسو کمانډو ځواک دی، او د دې پرسونل د ځان وژونکو بریدونو، د ځانمرګي برید کونکو پیژندنې، د ګاډو د بریدونو او ښاري جګړو په وړاندې د ساتنې لپاره روزنه ترلاسه کوي."

هغه وویل، د درنو او سپکو مشین ګنونو او د مختلف ډول تومانچو سربیره، د ایلیټ ځواک پرسونل د راکټ لانچر، لاسي بمونو او نورو وسلو کارول زده کوي.

ځانګړي روزنه

د کمانډوز سربیره، د ايليټ پوليسو روزنيز مرکز سينير پوليس افسران او همدارنګه د رسيکيو ۱۱۲۲ د ۵۰۰ نه زيات ژغورونکي روزلي دي.

خاطر احمد، چې د ریسکیو ۱۱۲۲ ډايريکټر جنرل دی، وويل، "د خېبرپښتونخواه پولیسو د ریسکیو ۱۱۲۲ منسوبینو ته بنيادي فزیکي روزنه په مسلکي ډول وړاندې کړه."

هغه وویل چې د ايليټ پوليسو په روزنيز مرکز کې روزنه به د ژغورونکو فعالیت او فزیکي فټنس نور هم ښه کړي، کوم چې د پولیسو په څیر اضطراري حالت ته غبرګون ښيي.

د ایلیټ ځواک هغه کمانډوز به ډیره ځانګړي مسلکي روزنه ترلاسه کړي کوم چې په لويه کچه روزل شوي ايس سي يو کې برخه اخلي.

کرنل (ريټايرډ) ثناء الله خان، چې د ايس سي يو کمانډر دی، وويل، "ايس سي يو ۔۔۔ د ځانګړي روزل شوي کمانډو ځواک دی چې د صوبې په هره برخه کې د غیر معمولي وضعیت سره مبارزې کولو لپاره د ايليټ پوليسو د روزنې په مرکز کې روزنه ترلاسه کوي."

د ايس سي يو د ۲۰۰ نه زيات غړي ترټولو سخته روزنه ترلاسه کوي چې د ځان وژونکو بریدونو، د یرغمال کولو حالاتو، تښتونې او په نورو حساسو عملیاتو کې د لومړي غبرګون ښودونکو رول لوبوي.

په پېښور کې ميشت ژوناليسټ عمران بخاري وویل، "ایلیټ ځواک او ايس سي يو په تیرو څو کلونو کې په ټوله صوبه کې د ترهګرو پروړاندې په عملیاتو کې مهم رول لوبولی دی."

هغه وویل چې د ايليټ پوليسو روزنيز مرکز په صوبه او هیواد کې د سولې لپاره د خېبرپښتونخواه پولیس کمانډو ته د ځانګړي روزنې په ورکولو کې کلیدي رول لوبوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500