روغتیا

ريسکيو ۱۱۲۲ د کورونا ويروس ناروغانو سره د مرستې لپاره ګامونه پورته کوي

د عديل سعيد لخوا

د ريسکيو ۱۱۲۲ ټیمونه د می په ۱۹ مه په پېښور کې پاکستان ریلوی سټیشن د مکروبو نه صفا کوي وروسته له دې چې حکومت د اورګاډي محدود خدمات بیرته پیل کړل. [ريسکيو ۱۱۲۲]

د ريسکيو ۱۱۲۲ ټیمونه د می په ۱۹ مه په پېښور کې پاکستان ریلوی سټیشن د مکروبو نه صفا کوي وروسته له دې چې حکومت د اورګاډي محدود خدمات بیرته پیل کړل. [ريسکيو ۱۱۲۲]

پېښور -- ريسکيو ۱۱۲۲، چې د ترهګرۍ او طبیعي پیښو د قربانیانو د ژوند ژغورلو په هدف جوړ شوی دی، د هغه کسانو سره د مرستې کولو له لارې خپل میشن ته دوام ورکوي کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ لخوا متاثره شوي دي.

ډاکټر خاطر احمد، چې د خېبر پښتونخواه د ريسکيو ۱۱۲۲ ډايريکټر جنرل دی، د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۶ مه) وویل، "په تیرو دوه نیمو میاشتو کې، د ۲۰۲۰ کال د مارچ له نیمایۍ څخه تر اوسه پورې، زموږ ټیمونو ۱،۳۴۸ د کورونا ویروس شکمن او تایید شوي ناروغان هسپتالونو او قرنطین مرکزونو ته لیږدولي دي."

خاطر وویل، دا ټول عملیات د نړیوال روغتیا سازمان لخوا د قوانينو او مقرراتو سره سم ترسره شول چې د ريسکيو ټیمونو او ناروغانو خوندیتوب يقيني کړي.

"د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکونکي چمتو دي چې د هر ډول بيړني حالت سره مقابله وکړي ځکه چې موږ په بیړني حالاتو کې د انسانانو د ژوند ژغورلو د مقدس هدف لپاره په دې خدمت کې شامل شوي یو."

د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکونکي د می په ۵ مه د کورونا ويروس ناروغاونو لاشونه د دفن کولو لپاره وړي. [ريسکيو ۱۱۲۲]

د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکونکي د می په ۵ مه د کورونا ويروس ناروغاونو لاشونه د دفن کولو لپاره وړي. [ريسکيو ۱۱۲۲]

د خاطر له مخې، دغه ادارې په ځانګړې توګه د کورونا ويروس ناروغۍ ناروغانو لپاره امبولانسونه جلا کړي او ځانګړي کړي دي چې د نورو هغه ناروغانو خوندیتوب يقيني کړي کوم چې اضطراري خدمات ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه، دا اداره د خپلو کارکونکو امنیت يقيني کوي او شخصي آلات یې چمتو کړي، چې په دې کې چوغې، دستانې، بوټان او د سترګو سامان شامل دي.

هغه وویل، د اضطراري حالت په سمبالولو کې د ريسکيو ۱۱۲۲ کارکونکو د ټرېننګ له کبله، د دې ټیم غړي -- په ځانګړي توګه ډاکټران -- ناروغانو ته مشورې ورکوي چې دوی د خفګان نه وژغوري.

خاطر وویل، د کورونا ويروس ناروغۍ ډیر ناروغان د ناروغۍ د ویرې له کبله تر فشار لاندې وي، خو د ټیم غړي یې په سمه توګه درملنه کوي، هغوی ته مشورې ورکوي چې څنګه ځواک ترلاسه کړي، د صبر نه کار واخلي او په ویره قابو ومومي.

د ريسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال احمد فيضي وويل، "موږ د نوي کورونا ویروس ناروغانو خپلوانو نه د مرستې لپاره کالونه هم ترلاسه کوو."

هغه وويل، "ټول زنګ وهونکو ته سمدستي ځوابونه ورکړل کيږي کوم چې د کورونا ويروس اړوند بیړني حالت لپاره مرسته غواړي."

هغه زیاته کړه چې ريسکيو ۱۱۲۲ د خېبرپښتونخواه په ۲۶ ضلعو کې خدمات وړاندې کوي، چې په دې کې ضم شوي ضلعې خېبر، مهمند او باجوړ شامل دي.

د بلال له مخې، په ۲۰۱۰ کال کې د دې له جوړيدو راهيسې، ريسکيو ۱۱۲۲ د اضطراري حالاتو ۳۳۱،۴۶۲ پیښو ته غبرګون ښودلی او ۳۳۶،۰۷۲ کسان يې ژغورلې دي.

په دغه بیړني حالت کې ۶۵۴ پيښې شاملي دي چې په مختلفو ضلعو کې، زياتره په پېښور کې، يې د بمي چاودنو سره تعلق لرلو. په دې کې ۵۵۷ نورې پيښې هم شاملي دي چې د بغاوت پورې اړوند وې.

خلک ژغورل

ريسکيو ۱۱۲۲ د خلکو د ژغورنې لپاره د مخنیوي اقدامات کړي دي.

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان د می په ۱۹ مه ټویټ وکړو، "زموږ د ريسکيو ټیمونه په پېښور ښار کې د عامه غونډو او ګڼې ګوڼې په ځایونو کې هره ورځ د مکروبو وژلو سپرې کوي."

خان د ځایي خلکو څخه وغوښتل چې د هغه د مخنیوي او خوندیتوب نوښتونو په جریان کې د ريسکيو ۱۱۲۲ سره همکاري وکړي چې دا د وبا په وخت کې د عامو خلکو ساتنه وکړي.

وګړي د کورونا وېروس د وبا په ګډون په هر ډول بیړني حالت کې د خلکو په ژغورلو کې د ريسکيو ۱۱۲۲ د هڅو ستاینه کوي.

د پېښور پریس کلب مشر سید بخار شاه وویل، "د ژورنالیستانو ټولنې سره د ريسکيو ۱۱۲۲ خدماتو همکاري خورا د ستاینې وړ ده، او موږ د دې ډیره مننه کوو."

هغه وویل، د ريسکيو ۱۱۲۲ ټیمونو څو ځله د پېښور پریس کلب څخه لیدنه کړې چې د مکروبو ضد دوا وشيندي.

د شاه له مخې، سربیره پردې، ريسکيو ۱۱۲۲ د مختلفو ورځپاڼو او تلویزیون چینلونو دفترونو ته خدمات وړاندې کړل چې د میډیا کارکونکو خوندیتوب يقيني کړي.

شاه وویل، د رسنیو کارکونکي، چې د دندې په دوران کې په کورونا ویروس اخته شوي وو، د ريسکيو ۱۱۲۲ مننه کوي چې هغوی ته ورسيدل او د هغوی په کورونو او ځایونو کې يې د مکروبو وژلو سپرې وکړو.

د پېښور یو اوسیدونکي محمد شعیب وویل، "زموږ د پېښور ښار په اندر شیر سیمه کې، د ريسکيو ۱۱۲۲ ځانګړي سپرې ماشینونه د مکروبو ضد سپری کولو لپاره راغلل، چې له دې کبله د دې ګڼې ګوڼې د ځای اوسیدونکو ډير اطمينان او کراری ترلاسه کړو."

هغه وویل چې خلکو ته د ريسکيو ۱۱۲۲ رول ياد دی کوم چې دې په هغه وخت کې لوبولی و کله چې په خېبرپښتونخواه کې اورپکۍ او ترهګري په خپل عروج کې وه.

شعیب وویل چې دې خدمت نه یوازې په اضطراري حالاتو کې د ژغورنې خدمات وړاندې کړي بلکې د سلګونو زرو کسانو په ژغورلو کې یې هم اغیزناک رول لوبولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500