امنیت

نوی کورس د خیبرپښتونخوا د پوليسو د ترهګرۍ سره د مبارزې وړتیا ښه کوي

د عديل سعيد لخوا

یو تربيت ورکونکی د نومبر په ۱۹ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په روزنیز مرکز کې د اتو هفتو د اوږد عملیاتي کمانډ کورس په آخرنۍ ورځ پولیس افسرانو ته یو پریزنټشن وړاندې کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

یو تربيت ورکونکی د نومبر په ۱۹ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په روزنیز مرکز کې د اتو هفتو د اوږد عملیاتي کمانډ کورس په آخرنۍ ورځ پولیس افسرانو ته یو پریزنټشن وړاندې کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

پیښور -- چارواکي او ګډون کوونکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د منځني کچې د افسرانو لپاره نوی عملياتي کمانډ کورس د بیړنیو حالتونو سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د تروریزم سره د مبارزې وړتیا او اعتماد ښه کوي.

لومړني ۱۰۰ افسران، چې په دوه میاشتني کورس کې يې برخه اخیستې وه، د اکتوبر په ۱۹ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په روزنیز مرکز کې دغه کورس پای ته ورسولو.

نور ۱۰۰ افسران اوس تربيت ترلاسه کوي او تمه کیږي چې دوی به د دسمبر په پای کې فارغ شي.

دا کورس د منځني کچې افسرانو -- هغه کسان چې د انسپکټر، سب انسپکټر او یا د اسسټنټ سب انسپکټر رتبه لري -- لپاره ډیزاین شوی دی او موخه یې د هغوی د تروریزم سره د مبارزې مهارتونو ته وده ورکول او د هغوی وړتيا ښه کول دي چې په بيړني حالاتو کې مختلف تحقیقات ترسره کړي.

د ایلیټ ځواک کمانډنټ ډاکټر محمد نعیم خان (ښې اړخ ته) د اکتوبر په ۱۹ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په روزنیز مرکز کې د عملیاتي کمانډ کورس د ګريجویشن په مراسمو کې د خیبرپښتونخوا د پوليسو انسکپټر جنرل صلاح الدین خان مسعود ته د پولیسو شيلډ ورکوي. [د خیبر پښتونخوا پولیس]

د ایلیټ ځواک کمانډنټ ډاکټر محمد نعیم خان (ښې اړخ ته) د اکتوبر په ۱۹ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په روزنیز مرکز کې د عملیاتي کمانډ کورس د ګريجویشن په مراسمو کې د خیبرپښتونخوا د پوليسو انسکپټر جنرل صلاح الدین خان مسعود ته د پولیسو شيلډ ورکوي. [د خیبر پښتونخوا پولیس]

په دغه ځواک کې د منځني کچې تقریباً ۲۰،۰۰۰ افسران موجود دي، چې ټول به په عملیاتي کمانډ کورس کې برخه اخلي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د پاسنګ آوټ په مراسمو کې وویل، د روزنې کورس د خیبرپښتونخوا پولیسو په تاریخ کې یو مهم پړاو ثابت شوی دی.

هغه وويل، "دا کورس د هغه ټیټ افسرانو لپاره اړین دی کوم چې په دې فيلډ کې کار کوي، او دا به د ترهګرۍ او جنایت سره د مبارزې لپاره د ځواک وړتیا ډیره لوړه کړي." هغه زياته کړه، "په کورس کې ترلاسه شوي پوهې او مهارتونو ګډونوالو ته توان ورکړی چې د بریدونو او امنیتي عملیاتو په جریان کې د زيات باور او جنګي مهارتونو سره د ځواکونو رهبري وکړي."

محسود وويل، د داخلي او بهرني قانون او نظم د وضعيت له امله، په پاکستان کې د تروريزم ګواښ لا اوس هم شتون لري. که څه هم، د خیبرپښتونخوا پولیس د دې چيلنجونو سره د مقابلې لپاره پوره پوهه لري.

هغه وويل: "موږ له پکار ده چې د خپلو فيلډ کمانډرانو د ترهګرۍ پر ضد وړتيا ته وده ورکړو او جاري يې وساتو."

د معلوماتي زده کړې تجربه

د خيبر پښتونخوا د ايليټ ځواک کمانډنټ ډاکټر محمد نعيم خان پاکستان فارورډ ته وويل، د عملیاتی کمانډ کورس فارغانو "د مبارزې عملیاتو، د تاسيساتو د خوندي ساتلو، د امنیتي عملیاتو، د عامه خوندیتوب، د لومړنۍ مرستې، د وسلو سمبالولو، د اغیزمن بریدونو، د کنوايي د ساتلو، د ګشت کولو، د پهاټک جوړولو او د کورډون عملیاتو" په اړه معلومات ترلاسه کړل.

حميد خان، چې په کوهاټ کې اسسټنټ سب انسپکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ډیره معلوماتي ... روزنېزه تجربه وه ځکه چې دې ټريننګ د بريدونو او عملياتو په ترڅ کې د تروریزم سره د مبارزې او دښمنانو ته د ماتې ورکولو په اړه زموږ د پوهې کچه لوړه کړه."

خان وويل، که څه هم، هغه د پوليسو په يو مرکز کې د يو هاوس آفسر انچارج په توګه دنده ترسره کړې، خو د هغه مسلکي مهارتونو نه خبر نه و، چې د وسله والو په وړاندې د بريدونو او د استخباراتو پر بنسټ د عملياتو لپاره اړين دي.

هغه وويل، "عملیاتي کمانډ کورس موږ ته د مناسب پلان جوړولو په اړه تعليم او تربيت راکړی دی چې مونږ د تروریزم په وړاندې بیړني حالات او عمليات سنبال کړو."

محمد امتياز، چې په پیښور کې سټیشن هاوس افسر دی او په عملياتي کمانډ کورس کې يې برخه اخيستې وه، هم وويل چې هغه د ټريننګ نه مخکې چمتو نه و.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "کله چې به موږ د استخباراتو پر بنسټ عمليات ترسره کول، نو موږ به د اليټ ځواک کمانډوز رابلل چې د بريد کوونکي ټيم رهبري وکړي." "ما پوره معلومات نه لرل چې څنګه د سخت دريځي مجرمانو او ترهګرو سره په ډیر مسلکي ډول مقابله وکړم او ما به زياتره د ایلیټ ځواک په افسرانو تکيه کوله."

امتیاز وویل، "اوس زه پوهیږم چې څنګه وضعیت سمبال کړم."

هغه وويل، دې کورس په مسلکي توګه مونږ ته د بیړنیو حالتونو په اړه پوهه، مهارتونه او تجربه برابر کړې ده او دا به د حکومت پر ضد عناصرو په وړاندې په مبارزه کې د پوليسو وړتیا ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي.

امتياز وويل، "په ټريننګ کې د برخې اخیستلو نه وروسته، زه ډاډه یم چې د ترهګرۍ اړوند بیړني حالت سره مقابله وکړم پرته له دې چې د ایلیټ ځواک انتظار وکړم چې هغوی راشي او موږ ته لارښوونه وکړي."

روزنه مسلکي وړتیاو ته وده ورکوي

عقیل یوسفزۍ، چې په پيښور کې خبريال او امنیتي شنونکی دی او په تروريزم او په ټولنه باندې د دې اثراتو په اړه یې يو شمير کتابونه ليکلي دي، وویل: "د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه کې د پوليسو رول د پام وړ دی او په تاریخ کې د دې هیڅ ډول مثال نشته."

هغه وويل، د خیبرپښتونخوا ټول پولیس، تقریباََ ۹۰،۰۰۰ افسران، مختلف قسم مسلکي روزنې ترلاسه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ د پولیسو ځواک د تروریزم او د هغې اړوند جرایمو سره په مبارزه کې، لکه د بهتې او د پيسو لپاره د تښتونې، او نورو جرايمو، غیر معمولي زړورتيا ښودلې ده."

یوسفزۍ وویل: "عملیاتي کمانډ کورس د خیبرپښتونخوا د پولیسو مسلکي وړتیا ته نوره وده ورکړې ده او د دوی سره یې د بلواګرو او د دولت مخالف عناصرو په مخه نيولو کې مرسته کړی ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، دا مقالې زما خوښې شوې.

ځواب