پیښور -- د څلورو مياشتو اوږد ټريننګ ترلاسه کولو نه وروسته، د ۴۳۹ خيبر پښتونخواه کمانډوز د سه شنبې په ورځ ( د اپريل په ۳ مه) د ایلیټ پوليسو د تربيتي مرکز نه فارغ شول.
د خیبرپښتونخواه ګورنر اقبال ظفر جهګړا په دې مراسمو کې ستر میلمه وو او هغه هلته کې په کلاس کې تر ټولو لوړ پوزيشن لرونکو ته سندونو، د نغدو پيسو انعامونه او ټرافیانې ورکړې.
جهګړا په دغه مراسمو کې وویل، "د دې ټريننګ ليول او په تيرو څو کلونو کې د تروریزم او جرمونو په وړاندې عمومي غبرګون د خیبرپښتونخواه پولیس د هیواد د پولیسو او بهر لپاره یو مثال جوړ کړی دی."
هغه زياته کړه، د روزل شوي کمانډو مهارتونه به د ځواک لپاره يوه اثاثه ثابته شي.
![کمانډو د اپریل په ۳ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په تربيتي مرکز کې د پاسنګ آوټ په مراسمو کې د جمناسټکس مظاهره کوي. [جاوید خان]](/cnmi_pf/images/2018/04/05/12120-image3-2-585_329.jpg)
کمانډو د اپریل په ۳ مه په نوښار کې د ایلیټ پولیسو په تربيتي مرکز کې د پاسنګ آوټ په مراسمو کې د جمناسټکس مظاهره کوي. [جاوید خان]
هغه وويل، "د خيبرپښتونخواه د پوليسو قربانيو او مهارتونو په صوبه او د هېواد په پاتې برخه کې د سولې په بحاليدو کې مرسته کړې ده."
جرم او ترهګري له منځه وړل
محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "د ایلیټ ځواک او د خیبرپښتونخواه ټولو پولیسو ته په تېرو څلورو کلونو کېښه ټريننګ ورکړی شوې او هغوی سمبال شوي دي چې د ترهګرۍ او جرم په وړاندې مبارزه وکړي." هغه زیاته کړه چې په دې وخت کې د خیبرپښتونخواه د پولیسو تربيتي سکولونه د ۲ نه تر ۱۳ پورې زیات شوې دي.
محسود وویل، "د يوې عشرې نه په زياته موده کې، ۲۰۱۷ کال په خیبرپښتونخواه کې تر ټولو سوله ایز کال و، خو د ۲۰۱۸ کال لومړۍ ربع د تیر کال د ربعې په پرتله ډيره ښه شوې ده."
هغه وويل، د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ربع کې د تاوان اخیستو لپاره اغواکاري د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۸۲٪ کمه شوې ده. هغه زياته کړه، د تروریزم پیښې ۷۴٪ او د بهتې اخيستلو پيښې ۷۸٪ کمې شوي دي.
هغه وويل، "د مرګ په پيښو کې ۲۶٪، د غلا په پيښو کې ۴۵٪، د بريد په پيښو کې ۱۸٪ او په حکومتي چارواکو باندې په بریدونو کې --- ۶۲٪ کمې راغلی دی."
پراخه تعيناتي
د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، وویل، "د خیبرپښتونخواه پولیس ایلیټ ځواک د ژمنې، زړورتيا او د ښه ټريننګ له کبله په هیواد او سیمه کې په ډيرو ښه پوليسو کې شمارل کيږي."
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، ایليټ ځواک د پیښور او نورو ډسټرکټونو په ډیرو پولیسو سټیشنونو کې ځای پر ځای شوي، چیرته چې دا په بریدونو، د لټون او ګوزار او نورو عملیاتو کې د سیمه ایزو پولیسو سره مرسته کوي.
هغه وويل، "په پولیس سټیشنونو کې د ایلیټ ځواک ځای پر ځای کولو په چهاپو وهلو او نورو عملياتو کې د پولیسو کارکردګي ښه کړي ځکه چې دا ځواک ښه روزل شوی چې د پولیسو په پرتله غیر معمولي حالتونه په ښه توګه کنټرول کړي."
زه يو ځای کيږم
ځوابتبصرې 2
آيا تا زمونږ سره يوځای کيدی شې ... پي پي پي پي
ځوابتبصرې 2