اقتصاد

پاکستانیان، افغانان د خېبر درې د اقتصادي دهلیز د تصویب هرکلی کوي

د عديل سعيد لخوا

د کانټينرو نه ډک ټرکونه د جون په ۱۹مه د تورخم لارې ته نژدې په یوې خلاصه سیمه کې افغانستان ته د تګ لپاره ولاړ دي. [د ضیاء الحق سرحدي په مننه]

د کانټينرو نه ډک ټرکونه د جون په ۱۹مه د تورخم لارې ته نژدې په یوې خلاصه سیمه کې افغانستان ته د تګ لپاره ولاړ دي. [د ضیاء الحق سرحدي په مننه]

پېښور -- پاکستانیان او افغانان دواړه د خېبر درې د اقتصادي دهلیز (کي پي اي سي) د تصویبولو لپاره د اسلام آباد د پریکړې هرکلی کوي. .

ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړو چې د ملي اقتصادي شورا ايګزيکيټو کمیټۍ د جولای په ۱۶مه د کی پي اي سي په شمول ګڼ شمير پروجيکټونه تصويب کړل.

د نړيوال بېنک له مخې، دا پروجيکټ د پېښور او تورخم تر منځ د څلورو لينونو او د ۴۸ کلوميټرو اوږده ايکسپريس وې په پام کې لري، چې د جون ۲۰۲۴ کال پورې به بشپړه شي او پاکستان او افغانستان به د خېبر درې له لارې له مرکزي آسیا سره منسلک کړي. نړيوال بېنک د تیر دسمبر په مياشت کې د دې نوښت لپاره د ۴۰۶.۶ مليونو ډالرو (۶۸ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) ورکولو موافقه وکړه.

نړیوال بينک په تیر اکتوبر کې په یو خپور شوې بيان کې وويل، تمه کیږي چې کی پي اي سي به سیمه ایز اقتصادي فرصتونه رامینځته کړي او په خېبر ضلعه کې به د پاکستانیو لپاره تر ۱۰۰،۰۰۰ پورې دندې پیدا کړي.

د کانټینرو نه ډک ټرکونه د جون په میاشت کې د تورخم لارې ته نژدې افغانستان ته د تګ لپاره یو کتار جوړوي. [د ضیاء الحق سرحدي نه په مننه]

د کانټینرو نه ډک ټرکونه د جون په میاشت کې د تورخم لارې ته نژدې افغانستان ته د تګ لپاره یو کتار جوړوي. [د ضیاء الحق سرحدي نه په مننه]

د رادیو پاکستان له مخې، د مذهبي چارو وفاقي وزیر نورالحق قادري د جون په میاشت کې وړاندوینه وکړه چې دا پروژه به اقتصادي انقلاب رامينځته کړي.

د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو فيډريشن مشر شاهد شینواري وویل، "دا پروژه په سیمه ییزې سوداګرۍ کې د مثبت بدلون لپاره خورا اهمیت لري."

هغه زیاته کړه چې دا به په هغه نويو ضم شويو ضلعو کې د سوداګرۍ او تجارت نوی دور پيل کړي، کوم چې په سيمه کې د وسله والو له خوا د تباهۍ رامينځته کولو نه وروسته اقتصادي ثبات ته سخته اړتيا لري.

شینواری وویل، "دا پروژه د سیمې په اقتصاد خورا پراخه اثر لري ځکه چې دا وړتيا لري چې نه یوازې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي، بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ تاریخي سوداګریزې اړیکې بيرته راژوندۍ کړي."

هغه وویل، د دې پروژې پلي کیدل به د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې سرحدي سیمې ته د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته د ودې ورکولو له لارې ګټه ورسوي.

شینواري د دې پرمختګ هرکلی وکړو او په وخت يې د دې پروژې د بشپړیدو غوښتنه وکړه چې سیمه د دې نه ګټه ترلاسه کړي.

ملیونونو کسانو ته ګټه ورکول

د سرحد سوداګرۍ او صنایعو خونې سينير نايب صدر عبدالجلیل جان وویل، "د کی پي اي سي تصویب د نويو ضم شويو ضلعو د پراختيا او په سیمه کې د سوداګرۍ د ودې لپاره يو ښه فال دی."

هغه وویل چې دا پروژه به د ګڼ شمیر هیوادونو په شمول د ټولې سیمې ملیونونو اوسیدونکو ته ګټه ورسوي.

جان وویل، پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ له خوا ځپل شوي هیوادونه دي او د داسې پرمختیایي پروژو پیل د مثبت بدلون راوستلو لپاره د وخت ضرورت دی.

هغه زیاته کړه چې د سوداګرۍ ټولنه د دې نوښت په بشپړه توګه ملاتړ کوي او په سیمه کې د سوداګرۍ د ښه کولو په اړه د ښه راتلونکې هیله لري.

یو افغان سوداګر او د افغانستان په جلال آباد کې د سوداګرو اتحادیې مشر حاجي زلمي هم د کی پي اي سي د تصویب هرکلی وکړو او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروژه به په پاکستان او افغانستان او ټوله سیمه کې تجارت ته وده ورکړي.

هغه وویل چې په سیمه کې د مخابراتي اړیکې وده به د پیړیو تاریخي سوداګریزې لارې په راژوندي کولو کې مرسته وکړي او د سوداګرۍ لپاره به ډیر فرصتونه رامینځته کړي چې نوي سوداګریز نوښتونه پیل کړي.

زلمي وویل، د سوداګرۍ فرصتونو برابرول د دندو رامینځته کولو لپاره يوه غوره وسیله ده، او د سیمې اوسیدونکي ورته نوښتونو ته اړتیا لري چې دوی د هغه اوږدې مودې د بحران څخه خلاصی ترلاسه کړي کوم چې د ترهګرۍ له کبله رامينځته شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډیر ښه پروجيکټ دی. په قبایلي سیمو کې د اقتصادي سوکالۍ لپاره دا بايد لومړیتوب وګرځول شي.

ځواب