اقتصاد

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ د سوداګرۍ د تړون د بیاکتنې سره د غوره راتلونکې هيله لري

د محمد شکيل لخوا

هغه ټرکونه چې ترانزيتي مالونه لري په ۲۰۱۹ کال کې د خېبر ضلعې په تورخم سړک باندې افغانستان ته روان دي. د دواړو خواوو سوداګر او د سوداګرۍ مالکان تمه لري چې د اپټا د بیاکتنې ورسته به د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیتي سوداګرۍ ښه شي. [محمد شکیل]

هغه ټرکونه چې ترانزيتي مالونه لري په ۲۰۱۹ کال کې د خېبر ضلعې په تورخم سړک باندې افغانستان ته روان دي. د دواړو خواوو سوداګر او د سوداګرۍ مالکان تمه لري چې د اپټا د بیاکتنې ورسته به د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیتي سوداګرۍ ښه شي. [محمد شکیل]

پېښور -- د سوداګرۍ چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ تړون (اپټا) پلان شوې بیاکتنه باید د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ سوداګري پیاوړي کړي.

دغه تړون، چې لومړی په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو، وغوښتله چې د هیوادونو تر منځ د توکو لیږدول آسان کړي، خو د پلي کیدو له ستونزو سره مخ شو.

په عین وخت کې، د سپتمبر ۲۰۱۵ کال راهیسې، هند ته د افغانستان د لاسرسۍ او تاجکستان ته د پاکستان د لاسرسۍ په اړه د دغه تړون بيا کتنه نه ده شوې.

دواړو لوریو موافقه وکړه چې د اپټا بيا کتنه په اسلام آباد کې د جون په ۲۷-۲۸ مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ تخنیکي غونډې د دوه ورځنۍ غونډې په جریان کې وکړي، او له هغه راهيسې د بیاکتنې په مسوده باندې کار کوي.

ټرکونه په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان ته ترانزیتي توکي وړي. [محمد شکیل]

ټرکونه په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان ته ترانزیتي توکي وړي. [محمد شکیل]

د سوداګرۍ او صنایعو اتاق (ايس ايس سي آی) پخواني صدر زاهدالله شینواري وویل، " د ګډو مسلو د حل لپاره د اپټا بیا کتنه او د ترانزيتي سوداګرۍ اړتیاو سره مطابقت کول د پاکستان او افغانستان سوداګریزو ټولنو اوږدمهاله غوښتنه وه." "د تورخم لاره د تل لپاره پرانیستل او پايلې ورکونکي اپټا به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ترانزیتي سوداګرۍ باندې اثر وکړي، چې په دې وروستیو کې کمه شوې ده."

هغه زیاته کړه، "یو تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شو او په ۲۰۱۵ کال کې یې بیاکتنه ټاکل شوې وه، خو ځینې عواملو ټول بهیر متاثره کړو او د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترانزیتي سوداګرۍ ته يې زیان ورسولو."

شینواري زیاته کړه، "د نویو شقونو معرفي کول -- د برخه والو د انديښنو په پام کې نیولو سره -- د وخت اړتیا وه ځکه چې دا به د سوداګرو اقتصادي حالت په مستقیمه توګه متاثره کړي او د دواړو هیوادونو خلک به يو بل ته نږدې کړي."

هغه وویل، "د اپټا تړون له بیا کتنې وروسته، پاکستاني سوداګر به په ښه حالت کې وي چې د خپلو توکو لپاره د افغانستان بازار وپلټي او داسې سيمې په ګوته کړي چیرې چې امکانات لا نه وي موندل شوي."

خنډونه لرې کول

د شینواري په وینا، د پاکستاني توکو لپاره د افغانستان کلنې بازار اوس مهال د ۵ ملیاردو نه تر ۸ ملیارده ډالرو پورې ارزښت لري، په داسې حال کې چې د تړون نه مخکې افغانستان ته د پاکستان کلني صادراتو نږدې ۲.۵ ملیارده ډالرو پورې ارزښت لرلو.

هغه زیاته کړه چې افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات د داسې ستونزو لکه د پولې د تړلو او د کانټينر د ودرولو د پيسو له کبله ۲.۵ ملیارده ډالرو ته راټیټ شوي دي.

شینواري وویل، "د تړون بیا کتنه به نه يوازې د صادراتو اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي بلکې د هغه خنډونو په ګوته کولو او لرې کولو کې به هم مرسته وکړي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ لپاره ښه نه دي."

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډ اتاق یو سوداګر او افغان غړي احمد شاه موافقه وکړه چې دغه ترميم شوي موافقه به د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته په وده ورکولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، "موږ تمه لرو چې د ۲۰۱۰ کال د ترانزیتي سوداګرۍ د تړون د بيا کتنې لپاره د پاکستان او افغانستان تړون به د دواړو خواو د سوداګرو د ستونزو په حل کولو کې یو مهم پړاو وي."

شاه وویل، "هغه ستونزې چې د ترانزیتي سوداګرۍ سره تعلق لري د وخت په تیریدو سره زياتې شوې ځکه چې د ۲۰۱۰ کال په تړون کې ځینې نیمګړتیاګانې او غلطۍ وې، لکه د توکو د لیږد لپاره د بانډ لرونکو ګاډو استخدام ته اړتیا."

'د باور فضا'

شاه وویل، "د سوداګرۍ او کاروبار نه سیاست جدا کول هم یو عنصر دی چې د دواړو هیوادونو خلکو د نږدې کیدو لپاره زموږ د هڅو لپاره لار هواره کړي."

هغه زياته کړه، "سربیره پر دې، په ګډو غونډو کې د پریکړو پلي کول هم ضروري دي چې سوداګرۍ ته وده ورکړي او د برخه والو لپاره د باور فضا رامنځته کړي او په راتلونکي کې ورته غونډې جوړې کړي."

ضیاء الحق سرحدي، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډ اتاق پخوانی نايب صدر دی، دغه هوکړه لیک د دواړو لوريو لپاره "ښه" وبللو.

هغه وویل، "صادروونکي او واردوونکي په وروستي کلونو کې د غير يقيني وضعیت سره مخ شوي ول چې د اپټا د بيا کتنې او تحلیل لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو د تم کيدو نه وروسته رامنځته شو." "د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ د دوه اړخیزو ستونزو د حل لپاره دا موافقه کول د دواړو هیوادونو لخوا یو ښه اقدام دی، چې يوه هڅوونکي خبره ده او په راتلونکو ورځو کې د غوره سوداګرۍ د وضعيت لپاره د اميد يوه رڼا ده."

سربیره پر دې، دا نوی پرمختګ به د ۵۰۰۰ نه زيات د پاکولو استازو او ټرانسپورټرانو ته دندې چمتو کړي.

په کابل کې میشت یو افغان سوداګر حاجي زلمي وویل، "د اپټا د بيا کتنې لپاره د پاکستان او افغانستان دواړو موافقه به د دواړو هیوادونو سوداګرو او د سوداګرۍ مالکانو ته ګټه ورسوي."

هغه وویل، "د اپټا ۲۰۱۰ په اړه د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره دې تړون سوداګرو ته د یو مناسب چاپیریال په اړه اميد ورکړی چېرې چې چارواکي به توان ولري چې په ښه توګه ګډ مسايل حل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر هغه ګام چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو په رامنځته کولو کې مرسته کوي د ارزښت وړ دی.

ځواب