پېښور -- تمه کيږي چې د پيښور نه د تورخم سرحدي پوسټ پورې پلان شوي د څلورو لينونو ايکسپريس وی به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، چې د کلونو راهیسې یې اورپکۍ او ترهګرۍ مخه نيولې وه.
د خیبر پاس اقتصادي دهلیز (کی پي اي سي) پروژه چې په ۴۸۲ ملیونه ډالره (۶۷.۱ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) لګښت يې نړیوال بينک تمویلوي، د پلان جوړونې په وروستیو پړاوونو کې دی او دا به ۴۸ کلو ميټره اوږد وي.
د نړیوال بينک د ویب پاڼې په وینا، دا پروژه به د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۸ مه پای ته ورسي.
آدجا منصوره، چې په نړیوال بينک کې د پرايويټ خصوصي سکتور متخصصه ده، په پيښور کې د جنورۍ په ۲۱ مه د پښتونخواه د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په دوره کې د خیبر پښتونخواه د سوداګرۍ مشرانو ته وويل، دا ايکسپريس وې به "په پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا کې سوداګرو ته ګټه ورسوي."
![په مارچ ۲۰۱۷ کال کې يو اخيستل شوی فايل تصوير ښيي چې لارۍ د تورخم په سرحدي لارې د پاکستان نه افغانستان ته سامان وړي. [عدیل سعید]](/cnmi_pf/images/2019/03/12/16984-torkham-585_329.jpg)
په مارچ ۲۰۱۷ کال کې يو اخيستل شوی فايل تصوير ښيي چې لارۍ د تورخم په سرحدي لارې د پاکستان نه افغانستان ته سامان وړي. [عدیل سعید]
منصوره وايي، د کی پي اي سي (KPEC) موخه دا ده چې د سیمه ییزو اړیکو د ښه کولو او د خصوصي سکيټور د پرمختیا له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي فعالیت پراخه کړي.
په سوداګرۍ باندې د تروریزم اغیزه
هغې زیاته کړه چې دا پروژه دوه برخې لري چې د څلورو لینونو ايکسپريس وې جوړول دي او د اقتصادي زونونو، سوداګریزې سیمې، د بسونو د يوې اډې او د ګودام مرکز جوړلو له لارې د سيمې پراختيا ده.
د پاکستان او افغانستان سوداګریزه ټولنه د پلان شوې پروژې ستاينه کوي او هيله لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ کمزوری تجارت به ښه شي او په سيمه کې به د اقتصادي ثبات يو نوی دور پیل شي، چې د عشرو راهيسې د اورپکۍ او ترهګرۍ د څپې له کبله اغيزمنه شوي ده.
فیض احمد فیضي، چې د ايس سي سي آی مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پروژه به د سیمې په اقتصاد باندې پراخه اغیزه ولري ځکه چې دا توان لرې چې نه یوازې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښه کړي، بلکې د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ تاریخي سوداګریزو اړیکې بیا بحال کړي."
هغه وويل، د لويديځ پاکستان اقتصاد په خيبر پښتونخواه او په پخوانۍ فاټا باندې مشتمل دی او دا د افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سوداګرۍ باندې انحصار لري. هغه زیاته کړه، د سړک پروژه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته يو نوی ژوند ورکړي.
فيضي وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ کلنۍ سوداګري په تېرو څو کلونو کې کمه شوې، چې د ۲.۵ ميليارده ډالرو نه تر لږ تر لږه يو ميليارده ډالرو ته راټيټه شوې ده.
د خیبرپښتونخواه د مالیې وزیر تیمور سلیم جهګړه پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر پښتونخواه د اقتصاد د ودې لپاره، موږ باید د افغانستان او منځنۍ آسیا جمهوریتونو سره د سوداګرۍ اړیکو ته وده ورکړو."
''پراخه اغيزه''
تیمور وویل، د خیبرپښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د دې سوداګریزې اړیکې اهمیت په اړه پوهیږي او لارښونه يې کړې چې د پاک افغان د تورخم سرحدي لاره دې شپه او ورځ خلاصه وساتل شي.
جهګړه وویل، د کی پي اي سي د پلان جوړولو مرحله نږدې بشپړه ده او د وروستي تصویب لپاره به وزير اعلی ته ولیږل شي.
په داسې حال کې چې موږ د خیبرپښتونخواه د د اقتصادي جغرافیه د اهمیت په اړه احساس لرو، خو زموږ زياتره هڅې د دې پروژې په ژرتر ژره منظورۍ باندې تمرکز کوي ځکه چې دا به د افغانستان او پاکستان په سوداګرۍ باندې پراخه اغیزه ولري او د تاجکستان دوشنبي پورې به سوداګریزې اړیکې وغځوي."
شاهد حسين، چې په پیښور کې افغانستان ته د سمنټو او چينو صادرونکی دی، موافقه وکړه، دا پروژه د سیمې د سوداګرۍ او اړیکو د ښه کولو لپاره ډيره مهمه ده.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داسې پروژې کولی شي چې په سیمه کې د پرمختګ او پراختيا راوستلو له لارې د ژوند طرزونه بدل کړي." شاهد وویل چې کی پي اي سي نه یوازې د پاکستان او افغانستان اړیکو ته وده ورکوي بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به متحرکه کړي، چې د پولې دواړو غاړو ته به په ګټه وي.
حاجي زلمې، چې د افغانستان په جلال آباد کې يو سوداګر او د سوداګرانو د اتحادیې مشر دی، د شاهد د خوشبینۍ سره موافقه وکړه.
زلمي پاکستان فارورډ ته وویل، "د سوداګریزو اړیکو ښه والی به یقیناََ په دواړو حکومتونو اغیز ولري او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو اړیکې به ښه کړي." هغه په پراخه توګه د دې نوې پروژې هرکلی وکړو او هیله یې څرګنده کړه چې دا به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري بحال کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ښه کړي.
هغه زياته کړه، د سوداګرۍ امکاناتو ته په پام سره، د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسيا جمهوريتونو ترمنځ د پېړيو پخواني سوداګريزو اړيکو بيا بحالي به په سيمه کې هرچا ته ګټه ورکړي.
د پاکستان او افغانستان پوله به تر څو پورې تړلې وي؟
ځوابتبصرې 3
غوره
ځوابتبصرې 3
اقتصاديات
ځوابتبصرې 3