جرم او انصاف

وروستۍ ګرفتارۍ د نړیوال قانون پلي کونکو ادارو سره د پاکستان زياته همکاري ښيي

د ضياء الرحمان لخوا

وقار ګهمن او محسن ضمیر په نیویارک سټيټ کې د بينک د لوټلو په تړاو د اېف بي آی د ترټولو مطلوب کسانو په ليسټ کې شامل وو. دوی په تیره میاشت کې د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شول. [فايل]

وقار ګهمن او محسن ضمیر په نیویارک سټيټ کې د بينک د لوټلو په تړاو د اېف بي آی د ترټولو مطلوب کسانو په ليسټ کې شامل وو. دوی په تیره میاشت کې د پاکستاني چارواکو لخوا ونیول شول. [فايل]

اسلام آباد -- د نړیوالو امنیتي ادارو سره د پاکستان مخ په زیاتیدونکي همکاري په دې وروستیو کې د څو لوړ پوړو کسانو د نيولو نه څرګنده شوې ده.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف آی ای) د جولای په ۷مه یو مشکوک کس، چې انټړپول ته مطلوب و، په نړۍ کې د ماشومانو د فحش نګارۍ شبکې سره په تړاو ونيولو.

دې په یو بیان کې وویل، "اېف آی ای د ماشومانو د فحش موادو د خپريدو په اړه د انټرپول واشنګټن څخه د مرستې غوښتنه ترلاسه کړه.

دغه ادارې وويل، د انټرپول د معلوماتو پر اساس، د اېف آی اې یو ټيم په ګلشن اقبال سیمه کې چاپه ووهله او د فراز خان په نوم يې يو کس ونيولو.

د جولای په ۸مه په یوې بلې چهاپه کې، اېف آی ای په حیدرآباد کې یو بل مشکوک کس وقار د ماشومانو د فحش نګارۍ شبکې، چې د يوې نړيوالې شبکې سره يې تړاو لرلو، په چلولو کې د لاس لرلو په تور ونیولو، او دوه کسان یې په ګوجرانواله او فیصل آباد ضلعو کې د ماشومانو د فحش انځورونو جوړولو په تور ونيول.

په کراچۍ کې د اېف آی ای یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په دغه عملیاتو کې، چې د لونا پارک په نوم ياديږي، په ۴۶ هیوادونو کې په ورته وخت کې د ایټالیا په میلان ښار کې د نیول شوي ماشوم د فحش انځورګرو نه د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس ترسره شول.

هغه وویل، "دا لومړي ګډ بریالي عملیات دي چې په کې د نړۍ د فحش ویب پاڼو غړي د انټرپول او اروپايي او نړیوالو قانون پلي کونکو ادارو په فعال ملاتړ سره ونیول شول."

په کراچۍ کې د ماشومانو د حقونو فعال رانا آصف حبیب د اېف آی ای د عملياتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د نړیوالو قانون پلي کونکو ادارو له همکارۍ نه بغير دا ستونزمنه ده چې آنلاین د ماشومانو د استحصال مخه ونيول شي.

حبیب وویل، "پاکستاني چارواکي باید په نړيواله کچه د ماشومانو د فحش نګارۍ د څارنې او نظارت د نړیوال سیسټم برخه جوړ شي، چې د هغه شبکو په ماتولو کې به مرسته وکړي کوم چې دا ډول مواد جوړوي."

د اېف بي آی تر ټولو زيات مطوب کسان

د جون په ۲۸مه، اېف آی ای دوه پاکستاني - امریکایان ونیول چې د متحده ایالاتو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (اېف بي آی) نه تښتیدلي وو. دوی په ۲۰۱۶ کال کې په نیویارک سټيټ کې په بينک کې د غلا کولو له کبله هغوی ته مطلوب دي.

د اېف بي آی د ويب پاڼې له مخې، وقار ګهمن او محسن ضمیر په لاهور کې ونیول شول او د اېف بي آی د ترټولو مطلوب کسانو په ليسټ کې شامل دي. د دې کسانو په هکله د معلوماتو ورکولو لپاره د دوی په سر په ګډه د ۳۰،۰۰۰ ډالرو (۵ ملیونه پاکستانۍ روپۍ) انعام کيښودل شوی دی.

پاکستان به دغه کسان تر هغه وخت پورې وساتي ترڅو چې د سپارلو رسميات نه وي پوره شوي.

د دوی يو ملګری په نیویارک کې د غلا کولو نه وروسته ډیر ژر ونیول شو او د اوو کالو لپاره په جيل کې دی.

ګهمن او ضمیر د ګرفتارۍ نه بچ پاتې شول او پاکستان ته وتښتېدل.

د اېف آی ای یو سينير چارواکي عبدالرب وویل، په دغه کسانو کې يو کس هغه وخت ونيول شو کله چې هغه په لاهور کې د صرافۍ خپلچاري ماشين نه "معلومات پټول".

عبدالرب وویل، "دواړه مجرمان وروسته له هغې د متحده آيالاتو نه په تښتیدو کې بريالي شول کله چې اېف بي آی یو نیم کال مخکې د دوی د نیولو امر صادر کړو او بیا په پاکستان کې پټ شول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې مجرمانو په هکله تازه معلومات څه دي؟ ایا ایف آی ای دوی قانوني محکمه ته راوستل او عدالت دوی ته د سزا ورکولو حکم کړی؟ ایا دوی اوس آزاد دي لکه څنګه چې په پاکستان کې ضمانت ترلاسه کول اسان کار دی يا حتی د عدالت څخه بهر پولیسو ته پیسې ورکوي که ټول هیواد یې لوټ کړې ولې نه وي.

ځواب