اسلام آباد -- پاکستانیان غوښتنه کوي چې چارواکي دې په دغه اېپ کې د معلوماتو د رازدارۍ او "فحاش" موادو په اړه د انديښنو له کبله د چين د ويډيو سټريمنګ په فليټ فارم ټيک ټاک بنديز ولګوي.
ټیک ټاک، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې لنډې ویډیوګانې شریکې کړي، په بيجنګ کې د انټرنيټ ټيکنالوژۍ شرکت د بايټ ډانس ملکيت دی. دا اېپ په نړۍ کې له دې کبله د ډیریدونکي شخړې سره مخ دی چې دا څنګه معلومات راټولوي او کاروي.
د متحده ایالاتو، هندوستان، او بنګله دیش په شمول ګڼ شمیر هیوادونو د ټيک ټاک اېپ د محرمیت، امنیتي کنټرولونو او کړنو په اړه د اندیښنو له کبله د دې کارول منع کړي دي.
د اګست په ۵مه، د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي امر صادر کړ چې د ملي امنیتي اندیښنو له امله به په امريکايي بازار کې ټیک ټاک او وي چېټ، چې يو بل چینایي اېپ دی، په مؤثره توګه بند کړي.
![د کراچۍ يو زده کونکي د اګست په ۱۲مه په خپل موبايل فون کې ټيک ټاک، چې د چين د ويډيو سټريمنګ يو پليټ فارم دی، خلاصوي. [ضياء الرحمان]](/cnmi_pf/images/2020/08/25/25632-pf_tiktok-585_329.jpg)
د کراچۍ يو زده کونکي د اګست په ۱۲مه په خپل موبايل فون کې ټيک ټاک، چې د چين د ويډيو سټريمنګ يو پليټ فارم دی، خلاصوي. [ضياء الرحمان]
په ورته ډول هندوستان د جولای په ۲۳مه ټیک ټاک او نور ۵۲ چینایي اېپونه بند کړل، او ويې ويل چې دا اېپونه معلومات په غیرقانوني ډول کاروي او په پټه د فونونو نه معلومات هغه وخت راټولوي کله چې یې مالکان دا اېپونه ډاونلوډ کوي.
ټیک ټاک په اسټرالیا کې د استخباراتي ادارو له سختې پلټنې سره مخ دی او دا تحقیقات کوي چې آيا دا اېپ د امنیت لپاره خطر دی، په داسې حال کې چې د پارلمان ځینې غړي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا پلیټ فارم بند کړي.
د کراچۍ ښار سلیم چوهدري، چې يو سافټوير انجينير دی او د ډيجيټل امنيت په مسلو کار کوي، وویل چې "پاکستان باید د دې هیوادونو ګامونه تعقیب کړي او سمدلاسه د سیمه ییزو قوانینو لکه د پاکستان بریښنايي جرمونو قانون (پيکا) په کارولو سره دا اېپ بند کړي، ځکه چې دا د خلکو د محرمیت او د هېواد د حاکمیت لپاره يو لوی ګواښ دی."
په ۲۰۱۶ کال کې، د پاکستان پارلمان د پاکستان بریښنايي جرمونو قانون تصويب کړ چې د نورو سره په انټرنیټ باندې مواد کنټرول کړي. دا قانون د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای)، چې د حکومت د مخابراتو تنظیمونکی دی، ته پراخه واکونه ورکړل چې د هغه موادو مخه ونيسي کوم چې د "اسلام د عظمت، د پاکستان د سالمیت، امنیت یا د پاکستان د دفاع یا ... عامه نظم، شرافت یا اخلاقیاتو" خلاف ګڼل کيږي.
چوهدري وویل، "د راپورونو پر بنسټ چې ټیک ټاک د کاروونکو د آلاتو نه معلومات پټوي او چین ته یې لیږي، ډیرو هیوادونو دا اېپ بند کړی دی."
پي ټي ای په زرګونو ویب پاڼې او پلیټ فارمونه په هیواد کې د کارولو نه منع کړي دي. په دې کې داسې ویب پاڼې شاملې دي چې د هیواد امنیت او بهرنيو پاليسو ته زیان رسوي یا افراطیت، همدارنګه فحاش ويب پاڼو ته، وده ورکوي.
ځینې ویب پاڼې د بین المللي ملېشو ډلو لکه داعش، لخوا اداره کيدلې، چې ټیک ټاک یې د تبلیغاتي ویډیوګانو پوسټ کولو لپاره کارولی دی.
د تير اکتوبر په ۲۱مه د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا ويډيوګانې هغه لاشونه ښيي چې په کوڅو کې راښکل کيږي، په داسې حال کې چې داعش جنګیالي ټوپکونه لري.
بیجینګ په هيواد کې د لویدیز د ټولنیزو رسنیو پلېټ فارمونه بند کړي دي.
چيانيي رژيم د یوټیوب، ګوګل او فېسبوک کارول منع کوي او په چين کې خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسۍ د محدودولو لپاره "ستر فایر وال" کاروي.
فحش، زیان رسونکي موادو ته وده ورکول
د امنیتي اندیښنو سربیره، پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې ټیک ټاک ته خبرداری ورکړو چې د هغه موادو مخه ونيسي کوم چې دې "غیر اخلاقي، فحش او بيهوده" ګڼي.
پي ټي ای د جولای په میاشت کې ټیک ټاک ته په وار وار خبرداری ورکړ چې پاکستان به په دې اېپ بندیز ولګوي که چيرې دا د دې ډولو موادو مخه ونه نيسي.
پي ټي ای د جولای په ۲۱مه وويل، "د غیر اخلاقي، فحش او بيهوده موادو په اړه د شکایتونو له کبله، په پاکستان کې د سټريمنګ اېپ بیګو بند شوی دی. ټیک ټاک ته هم په ورته اساسونو وروستی خبرداری ورکړل شوی دی."
په جولای کې، د پنجاب اسمبلۍ غړي رابعه نصرت په صوبایي اسمبلۍ کې يو پريکړه ليک وړاندې کړو چې په پاکستان کې ټیک ټاک بند کړي.
نصرت وویل، "په ټیک ټاک کې د غير اخلاقي او فحش ژبې کارول به په ټولنه منفي اغیزه ولري." "دا اېپ نه یوازې د خلکو د بليک ميل کولو لپاره کارول کيږي، بلکې دا د مذهب پورې هم خندا کوي."
په لاهور کې دېره وکیل ندیم سرور د جولای په میاشت کې د یو وګړي په استازیتوب په لاهور هايي کورټ کې درخواست جمع کړو. د هغه مؤکل غواړي چې ټیک ټاک دې سمدستي بند کړل شي.
په دغه درخواست کې ويلی شوي چې ټیک ټاک ځوانانو ته زيان رسوي او د پاکستان د ټولنیز جوړښت لپاره به زیان رسوونکی ثابت شي.
سرور وویل، "دا ورته اېپ له مخکې نه په بنګله دیش او ملیشیا کې د فحش او نامناسب موادو او د خلکو پورې د خندا کولو لپاره د استعمال له کبله بند شوی دی."
د ځوانانو ډلو وروسته له هغې د ټیک ټاک د بندولو غوښتنه وکړه کله چې ګڼ شمیر پاکستاني ځوانان هغه وخت مړه شول کله چې دوی د اېپ لپاره ویډیو ګانې جوړولی.
د جون په میاشت کې، ۱۹ کلن تنویر علي په غیر قصدي توګه ډزې وکړې او ځان يې ووژلو کله چې هغه د کراچۍ په سکندر ګوټ سيمه کې د ټیک ټاک لپاره يوه ويډيو جوړوله.
د اپرېل په مياشت کې، یو ۲۲ کلن کس وروسته له هغې مړ شو کله چې هغه د اورګاډي لاندې راغي، په داسې حال کې چې هغه په کراچۍ کې په جمعه ګوټ ریلوی سټیشن کې يوه ویډیو جوړوله.
د اسلام آباد پولیسو د جولای په ۲۱مه یو کس ونیولو چې د ټيک ټاک لپاره يې د وسلو او مهماتو سره ویډیو ګانې جوړولې.
ارسلان احمد اعوان، چې په کراچۍ کې یو ځوان فعال دی او په پاکستان کې يې د ټیک ټاک د بندولو لپاره يو آنلاین کمپاین پیل کړی دی، وويل چې په دې پلېټ فارم کې ډیرې ویډیوګانې نسل پرستۍ، جنسي احساساتو او د ښځو بې عزتۍ ته وده ورکوي.
اعوان وویل، "په اوسنۍ نړۍ کې، د جنسیت او نسل پرستۍ کچه د هر وخت څخه لوړه ده، او داسې يو اېپ چې د دې ټولو وحشي شیانو ملاتړ کوي باید په ۲۰۲۰ کال کې شتون ونه لري."