تکنالوژي

پاکستانيان وايي چې د ټیک ټاک څخه د فحش موادو د لرې کولو د هڅو سربېره دا لاهم شتون لري

د زرک خان لخوا

د جولای په میاشت کې په لاهور کې اوسیدونکو په یو احتجاج کې برخه واخیسته او غوښتنه یې وکړه چې حکومت په ټیک ټاک باندې بندیز ولګوي. [سوها فاونډېشن]

د جولای په میاشت کې په لاهور کې اوسیدونکو په یو احتجاج کې برخه واخیسته او غوښتنه یې وکړه چې حکومت په ټیک ټاک باندې بندیز ولګوي. [سوها فاونډېشن]

اسلام اباد -- پاکستانيان وايي، په پاکستان کې په ټیک ټاک غیرقانوني او فحش مواد لا هم شتون لري، سره لدې چې ياده پلېټ فارم د شپږو میلیونو څخه زیاتې غیرقانوني او فحش ویډیوګانې لرې کړي دي.

ټیک ټاک، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې لنډې ویډیوګانې شریکې کړي، په بيجنګ کې د انټرنيټ ټيکنالوژۍ شرکت د بايټ ډانس ملکيت دی.

دغې پلېټ فارم د خپلې ټولنې د لارښودونو د پلي کولو په راپور کې چې د فبرورۍ په ۱۴مه خپور شوی و وويل چې دوی د ۲۰۲۱ کال د جولای او سپتمبر کوارټر کې له پاکستان څخه ۶۰۱۹۷۵۴ ویډیوګانې لرې کړې.

راپور یادونه وکړه چې په دې شمېر سره پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ډېرې ویډیوګانې پکې لري شوي دي.

د کراچۍ یو زده کوونکی د فبرورۍ په ۲۲مه په خپل ګرځنده تلیفون ټیک ټاک، چې د چین د ویډیو خپرولو پلېټ فارم دی، استعمالوي.

د کراچۍ یو زده کوونکی د فبرورۍ په ۲۲مه په خپل ګرځنده تلیفون ټیک ټاک، چې د چین د ویډیو خپرولو پلېټ فارم دی، استعمالوي.

دغه راپور وویل چې په حذف شويو موادو کې د لویانو عریانیت او جنسي فعالیتونه، ځورونې او ملنډې وهل، کرکه لرونکی چلند، غیرقانوني فعالیتونه او تنظیم شوي توکي، کوچني خوندیتوب، ځان وژنې، ځان ته زیان رسول او خطرناک عملونه، تاوتريخجن او ګرافیکي مواد او سخت افراطیان شامل دي.

ایا دا مواد واقعي لرې شوي؟

پاکستانيان وايي، دا ډول هڅې کافي نه دي، او ځینو رسنیو ډلو په ټیک ټاک تور پوری کړی چې دا د ویډیوګانو شمېر خورا زيات ښيي.

ډېلي امت، چې یوه اردو ورځپاڼه ده، د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۷مه) راپور ورکړو، "د خلکو د نیوکو او حکومتي فشارونو په ځواب کې، ټیک ټاک پاکستاني چارواکو ته د اېپ څخه د شپږو ملیونو څخه د ډېرو 'اعتراض وړ' ویډیوګانو د لرې کولو په هکله دروغ ویلي دي."

په دغه راپور کې راغلي، په زرګونو غیر اخلاقي، د تشدد او فحش ویډیوګانې لاهم په اېپ کې موندل کېدی شي.

پاکستاني چارواکو له یو کال څخه په کمه موده کې څلور ځله په ټیک ټاک بندیز ولګولو، چې په وروستي ځل يې د تېرې جولای په میاشت کې وروسته له هغې په ټيک ټاک بنديز ولګولو کله چې اوسیدونکو، فعالانو او اسلامپالو ډلو شکایت وکړو چې دغه اېپ فحش، د مقدساتو سپکاوي او غیر اخلاقي موادو ته اجازه ورکوي.

د نومبر په میاشت کې، د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای)، چې د هېواد د مخابراتو تنظیم کوونکي اداره ده، وروستی بندیز وروسته له هغې لرې کړو کله چې دغه پلېټ فارم ډاډ ورکړو چې دا به "غیر اخلاقي او غیرقانوني" مواد کنټرول کړي.

شهزاد علي، چې په کراچۍ کې میشته څیړونکی دی او د ډیجیټل شبکو څارلو کې تخصص لري، وویل، د ټیک ټاک د شپږو ملیونو د اعتراض وړ ویډیوګانو لرې کولو ادعا په پاکستان کې د اېپ فعالیت ساتلو لپاره د هغې د هڅو یوه برخه ده.

علي وویل، "دا ډول د اعتراض وړ ویډیوګانې لاهم په ټیک ټاک کې موندل کیږي."

هغه د پي ټي ای څخه وغوښتل چې د ټیک ټاک ادعاګانو منلو پرځای د چینایي ویډیو پلېټ فارمونو موادو د بیاکتنې لپاره خپل میکانیزم جوړ کړي.

هغه وويل، "دا مهمه ده ځکه چې چينايي شرکتونه د ديني او کلتوري ارزښتونو احترام نه کوي."

د ټيک ټاک شخړه

ټيک ټاک په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي توګه په پاکستان کې، په هغه ټولنیزو شبکو کې شامل دی چې متنازعه دي.

د متحده ایالاتو، هندوستان، او بنګله دیش په شمول ګڼ شمېر هېوادونو د دې ايپ د محرمیت، امنیت کنټرولونو او کړنو په اړه د اندیښنو له کبله په څه وخت کې د ټیک ټاک کارول منع کړل يا په دې باندې د بنديز لګولو په اړه غور کوي.

په پاکستان کې، ګڼ شمېر ځوانانو او د حقونو سازمانونو احتجاجونه وکړل او د ټیک ټاک د بندولو لپاره یې محکمې ته عریضې وروسته له هغې وړاندې کړې چې ګڼ شمېر ځوان پاکستانیان د دې لپاره د ویډیوګانو جوړولو پر مهال مړه شول.

د دسمبر په وروستیو کې، د کراچۍ په ملیر سیمه کې دوه تنکي زده کوونکي وروسته له هغې ونیول شول کله چې دوی د ټیک ټاک ویډیو لپاره یو بوډا سړی په ډزو ووژلو.

یو ځوان هلک هغه وخت ووژل شو کله چې د هغه د تره زوی د سپتمبر په مياشت کې په هري پور ضلعه کې د ټیک ټاک ویډیو جوړولو په وخت په ناڅاپي توګه هغه په ډزو ووژلو.

په پېښور کې د مدني ټولنې یوې ډلې، د پاکستان د ښاریانو سازمان، د مشر عاصم عصمت په وینا، په ټیک ټاک کې ناوړه او فحش ژبه کارول به په ټولنه باندې منفي اغیزه وکړي. دغه سازمان په ۲۰۲۰ کال کې د ټيک ټاک د بندولو لپاره احتجاجونه کړې ول او په پېښور هایې کورټ کې يې یوه عریضه کړې وه.

عصمت وویل، "موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې ټیک ټاک په دایمي توګه بند کړي ځکه چې دا نه یوازې د پاکستان په ټولنه منفي اغیزه کوي بلکې د مذهب هم سپکاوی کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500