تکنالوژي

پاکستان د غیر اخلاقي موادو له کبله د چین ټیک ټاک ته حتمي خبرداری ورکړی دی

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د اپرېل په ۱۳مه په اخیستل شوي تصوير کې، د ټیک ټاک لوګو د متحده ایالاتو په ویرجینیا، ارلینګټون کې په یو آی فون کې ښودل شوې ده. [اولیور ډوليري/ای اېف پي]

د اپرېل په ۱۳مه په اخیستل شوي تصوير کې، د ټیک ټاک لوګو د متحده ایالاتو په ویرجینیا، ارلینګټون کې په یو آی فون کې ښودل شوې ده. [اولیور ډوليري/ای اېف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د چینایي ملکیت د ټولنیزو رسنیو ایپ ټیک ټاک ته حتمي خبرداری ورکړی چې د ويډيو شريکولو په پليټ فارم باندې د هغه موادو پروړاندې مبارزه وکړي کوم چې "غیر اخلاقي، فحش او بيهوده" مواد دي.

ټیک ټاک د ۱۵ نه تر ۶۰ سيکنډو پورې له ویډیوګانو سره يوه نړیواله ليوالتيا جوړه شوې ده او په ځوانو پاکستانیانو کې خورا مشهور دی، په داسې حال کې چې ځینې کارونکي په ملیونونو پیروان لري.

خو دا کاريال یا اېپ له تنقيد سره مخامخ شوی دی، او تنقيد کونکي په دې د فحاشۍ او فحش نګارۍ د خپرولو تور لګوي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای) اعلان وکړو چې دې "په ټولنه او په ځانګړي توګه په ځوانانو باندې د خورا منفي تاثیراتو" له کبله د ټیک ټاک په اړه ګڼ شمیر شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۰مه) ناوخته په یو بیان کې، دې وویل چې دې د حتمي خبرداري نه مخکې دې شرکت ته خبرداری ورکړی چې مواد معتدل کړي. په دغه حتمي خبرداري کې ويل شوي ول چې "د فحاشۍ، بيهوده او بد اخلاقۍ موادو" د مخنيوي لپاره فلټرونه ولګوي.

د وزیراعظم عمران خان د رسنیو سلاکار، ارسلان خان د دې پریکړې هرکلی وکړ. هغه ټویټ وکړو چې "په ټیک ټاک د ځوانو جينکو استحصال، هغوی د يو څيز په څير ظاهرول او په هغوی کې جنسي احساسات راپارول" د والدېنو لپاره د خفګان لامل ګرځیدلی دی.

ټیک ټاک د نظر لپاره غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

ټیک ټاک، چې د چين د بايټ ډانس ملکيت دی، په دې اړه د زیاتیدونکي شخړې سره مخ دی چې دا څنګه معلومات راټولوي او څنګه يې کاروي، که څه بار بار یې د دې نه انکار کړی چې دا د چینایي چارواکو سره د کاروونکو معلومات شریکوي.

ګاونډي هندوستان د ملي امنیت او محرمیت د اندیښنو له کبله د لسګونو نورو چینايي موبايل پليټفورمونو سره په دغه اېپ بندیز لګولی دی، په داسې حال کې چې متحده ایالات ورته اقدام په پام کې لري.

چین او ټولنیزې رسنۍ

په داسې حال کې چې ټویټر، یوټیوب، ګوګل او فېسبوک په چین کې بند دي، کوم چې خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي محدودولو لپاره "ستر فایر وال" کاروي، خو چینايي سفارتکاران او دولتي رسنۍ په منافقانه توګه له هیواده بهر د بنديزونو د نشتوالي څخه ګټه اخلي او په دې وروستیو کلونو کې يې د بيجنګ د دريځ وړاندې کولو لپاره ورته پلیټ فارمونه کارولي دي.

په ځانګړي توګه په ټولنيزو رسنيو کې د چین لخوا خپره شوي د غوسې وړ ادعا هغه سازشي نظريه ده چې دا ادعا کوي چې متحده ايالاتو کورونا ويروس وهان ته راوړی و.

د اکسفورډ انټرنیټ انسټیټیوټ د جون په ۲۹مه په يو خپور شوي راپور کې ويلي چې د روس او چین د ژورنالیستانو لخوا د کورونا ويروس په اړه غلط معلومات د هغه موادو په پرتله په سوشل ميډيا باندې زياتو کسانو ته رسيږي کوم چې په نړۍ کې د غوره خبرونو رسنيو لخوا رامينځته کيږي.

ټویټر د جون په ۱۲مه وويل چې دې د ۱۷۰،۰۰۰ نه زيات هغه اکاونټونه حذف کړل کومو چې د چینایي حکومت د غلطو معلوماتو د کمپاینونو سره تړاو لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ټیک ټاک لايکونه

ځواب