روغتیا

په قبایلي ضلعو کې ماشومانو ته واکسين ورکول به د وبا سره دوام ولري

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

روغتیایي کارکونکي د جون په ۲۰مه په سويلي وزیرستان ضلعه کې ماشومانو ته واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

روغتیایي کارکونکي د جون په ۲۰مه په سويلي وزیرستان ضلعه کې ماشومانو ته واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

پېښور -- په پاکستان کې، په ځانګړې توګه په نويو ضم شويو قبايلي ضلعو کې، د پوليو واکسين ورکونکي د کورونا ویروس د وبا سره خپل کار ته دوام ورکوي.

حتی د ټولنیز واټن ساتلو او د معیاري عملیاتي کړنلارو په تعقيب سره، روغتیایي کارکونکو توان ولرلو چې هغه سيمو ته ورسيږي چې مخکې د ترهګرۍ له کبله دوی ورتله لاسرسی نه لرلو.

د سويلي وزیرستان ضلعې د پوليو افسر ډاکټر جواد علي وويل، "وسله والو طالبانو نه غوښتل چې ماشومانو ته په ښه چاپیریال کې د لویدو اجازه ورکړي، له همدې امله، دوی په واکسينو باندې بنديز ولګوو او تقريباََ ۲،۰۰۰ ماشومان [د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۵ کالو ترمينځ] په پخوانۍ فاټا کې په پوليو ناروغۍ اخته شول."

هغه وویل، کارکونکي نه یوازې واکسین ورکوي، بلکېد کورونا ويروس ناروغۍ د خوندیتوب د تدبیرونو په اړه عامه پوهاوي هم خپروي.

روغتیایي چارواکي د جون په ۲۳مه د کرم ضلعې په پاړه چنار کې ماشومانو ته واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

روغتیایي چارواکي د جون په ۲۳مه د کرم ضلعې په پاړه چنار کې ماشومانو ته واکسین ورکوي. [د خېبرپښتونخواه د روغتیا اداره]

د علي له مخې، د واکسین ورکولو شرحه په چټکۍ سره ښه کيږي ځکه چې اوسیدونکي د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د حکومت سره همکاري کوي.

په سويلي وزیرستان کې د پنځو ورځو د پوليو ضد يو بل کمپاین به د جولای په ۲۰مه پیل شي.

ډاکټر حفيظ الله، چې په ضم شويو ضلعو کې د واکسين ورکولو په پراخه پروګرام (اي پي آی) کې منيجر دی، وويل چې د واکسين ورکولو په وروستي کمپاين کې ۸۱٪ ماشومانو ته واکسين ورکړل شوي وو کوم چې د جون د ۱۵-۲۷ مې نيټې پورې ترسره شوی و.

هغه وویل، "موږ په اوو قبایلي ضلعو کې په ۱۵۳،۴۱۷ کې ۱۲۳،۳۲۳ ماشومانو ته واکسين ورکړل، چې دا د روان کال په فبرورۍ کې د ترلاسه شوي ٪۷۵ پوښښ نه زيات دی."

هغه زیاته کړه چې ماشومانو په ټولو ضلعو کې په ۳۱۷ اي پي آی مرکزونو او همدارنګه د کور په کور لیدنو کې واکسين ترلاسه کړل.

په راتلونکي کال کې، اي پي آی به د واکسین ورکونکو شمیر له ۵۹۳ نه ۸۰۰ پورې زيات کړي چې شبکه نوره هم پياوړي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې اوسیدونکي په نږدې مرکزونو کې واکسین ترلاسه کړي.

ډاکټر نیاز آفریدي، چې د ضم شويو ضلعو لپاره د روغتیایي خدماتو ډايريکټر دی او د جون په ۱۶مه يې په سويلي وزیرستان کې د دې کمپاین پرانسته وکړه، وویل چې چارواکي ټولې موجوده سرچينې کاروي چې اوسیدونکو ته د غوره روغتیا سهولتونه چمتو کړي.

هغه وویل، "والدېن د ماشومتوب د ناروغیو لپاره د واکسین له اهمیت څخه خبر دي، خو په تیرو وختونو کې ترهګرۍ دوی خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو نه منع کړل. اوس مهال، حالت په بشپړ ډول بدل شوی، او دوی توان لري چې ماشومان له ویري پرته د واکسین لپاره راولي."

هغه وویل چې د واکسین له لارې بچ کیدونکي ۱۰ ناروغیو، چې په دې کې ټي بي، پوليو، اسهال (روټا ویروس)، نمونیا، پرټیوسس (تور ټوخې)، تیتانوس، هیپاټایټس بي، سرسام، ډیپتریا او شرۍ شامل دي، لپاره هڅې د افراطیت له امله ډېر زیان ترلاسه کړی دی.

هغه وویل، په تیرو وختونو کې د شري ناروغۍ، پوليو او نورو ناروغیو ماشومان ډېر زيات ځپلي وو، خو اوس ډاکټران وړتيا لري چې هغوی د وړیا واکسینونو له لارې خوندي وساتي.

هغه زیاته کړه، په وروستي کمپاین کې، ډاکټرانو د والدېنو لېوالتیا ولیده چې خپل ماشومان یې د واکسینو لپاره لیدونکو ټیمونو ته راوستې ول.

آفریدي وویل، د دې ډول کمپاينونو اصلي هدف د معافیت وړ ناروغیو پروړاندې د ټولنې معافیت لوړول دي.

ښه امنيت

په شمالي وزیرستان کې د روغتیا کارکوونکي محمد اسلم یادونه وکړه چې څنګه طالب وسله والو د ماشومانو د معافیت مخه نیولې وه.

"یوازې څو کاله مخکې، دا یوازې د یو خوب په شان ښکاريدو چې د ترهګرۍ ځپلو سیمو کې به ماشومان د ناروغیو پروړاندې واکسین او ساتنه ترلاسه کړي."

هغه وویل، وروستۍ کاميابۍ "د ترهګرو په مخ یو ګوزار دی چې په کلکه يې د واکسینو مخالفت کړی و."

هغه وويل، "وسله والو به زموږ د واکسين بکسونه ماتول او زمونږ همکارانو ته به يې سخت اخطارونه ورکول." "اوس، هیڅ ګواښ نشته، او موږ په بشپړې آزادۍ کار کوو. د پاکستان پوځ او پولیس د کارکونکو ساتنه کوي."

په خېبر ضلعه کې يو دوکاندار ظاهر شاه وويل، "په تیرو وختونو کې، زما دوه ماشومان د واکسینو د نشتوالي له امله شل شول، خو اوس زه په خپله خوښه نور خلک قانع کوم چې خپلو زامنو او لوریانو ته واکسین ورکړي."

شاه يادونه وکړه، کله چې طالبانو دغه سيمه تر خپل کنټرول لاندې لرله، نو ډېر ماشومان د شري د ناروغۍ له کبله مړه شول.

هغه زیاته کړه، "وسله والو نه یوازې په واکسینو بندیز ولګولو، بلکې دوی سکولونه هم ویجاړ کړل چې د ماشومانو لپاره د زده کړې دروازې بندې کړې چې دوی په راتلونکي کې له څه مقاومت پرته په خلکو حکومت وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500